مهم

د امریکا جنګي پروژه او د اسلامپالو سياستوالو برخلیک

Enter email addressInvalid email!
  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: 1438AH / 018 ۱۴۳۸ د صفر ۲۹مه ۲۰۱۶ زکال د نومبر ۲۹مه

مطبوعاتي اعلامیه

د روغتونونو له ورانولو وروسته به له مېرمنو سره څه کیږي!؟

(ژباړه)

د سوریې روغتیایي سرچینو د هغه توپونو او هوایي بریدونو په پایله کې د وژل شوو کسانو شمېر ۳۵۰ او د زخمیانو شمېر ۱۸۰۰ ښودلی چې د روسیې د الوتکو او د سوریې د خاین رژیم د سرتېرو له خوا د ۲۰۱۶ زکال د نومبر پر ۱۵ مه د حلب په محاصره شوې سیمه کې پیل شوي دي. صلیبي لښکرو د خلکو کورونه او مالونه تر دې کچې وران او له منځه وړي چې په سیمه کې د ژوند کولو هیڅ نښه نه تر سترګو کېږي او روغتونونه هم په نښه کوي. دوی په حلب کې هغه روغتونونه په پرله پسې بمبارۍ کې په بشپړه توګه ویجاړ کړي چې هغه په زرګونو بې ګناه انسانانو ته چې په ورځنیو بمباریو کې ژوبلیږي، بشري او روغتیایي مرستې چمتو کوي. د سوریې د څار او مرستندویه سازمانونو ویلي دي چې په عدلیب کې د زېږنتون په بمبارولو سره یې د دوی فعالیت په ټپه درولی دی.

د سوریې د ملکیانو دفاع سازمان چې په (سپین خولیو) مشهور دی وایي چې ډاکټران او د ژغورنې کسان یوازې له هغو وسایلو څخه کار اخلي چې له بمباریو څخه وروسته روغ پاتې شوي او له دغه وسایلو څخه  تر خپل وسه ګټه اخلي. د هغه فعالو روغتونونو له بمبارولو څخه وروسته یې اوس په بیړه د هغه نورو روغتونونو ورانول پیل کړي چې په سیمه کې فعالیت لري. همدا راز که چېرته د حلب د ختیځې سیمې اوسیدونکو ته چې د بشار د ځواکونو په محاصره کې دي، تر ۱۰ ورځو بشري مرستې ونه رسیږي، نو دوی به له لوږې او مرګ سره مخ شي. مېرمنې په ورانو شوو پلورنځیو کې په شېبو شېبو د خپلو ماشومانو لپاره په خوراکي توکو پسې ګرځي چې خپلو ماشومانو ته د خوراک لپاره یو څه پیدا کړي. ځکه چې مارکیټونه د اړینو خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډې میسټورا د حلب په ختیځه سیمه کې د (ووکوار) په څېر د عامه وژنې چې په ۱۹۹۱زکال کې په کورویشیا کې د صربیستان د ملیشو له خوا تر سره شوې، خبرداری ورکړی. دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول ‌خبرداری ورکول کیږي، بلکې له هرې بمبارۍ سره جوخت همدا خبرې کوي، خو دې خبرو او غندنو د دغو بمباریو مخه ونه نیوله. د ملګرو ملتونو عمومي مونشي بانکي مون پر روغتونونو بمباري او د وژونکو وسلو کارونه یو جنګي جنایت او لوی ناورین بولي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نېږدې ۱۰۰ زرو سوري ماشومانو راپور ورکړی چې هغه د یوه میلیون سوري وګړو څلورمه برخه جوړه وی چې د حلب ښار  د جګړې په ډګر کې بند پاتې دي. د حلب ښار د ماشومانو لپاره عادي حالت هم داسې وي چې څېرې یې الوتې وي، پر تن یې شلېدلې جامې معلومیږي او مخونه یې په ګردونو لړلي وي. دا نه ختمېدونکې او پرلپسې غمیزې تر دې وړاندې کله چې نړۍ چپتیا غوره کړې وه، هم روانې وې. نړۍ د دې پرځای چې د سوریې ناورین د امنیت شورا ته وړاندې کړي، یوازې یو شمېر حکام او د هغوی ګواښ په کمزورو ټکو سره غندي چې خپل ډېر وخت په دا ډول بې ګټو غندنو سره تېرکړي.

که چېرته ملګري ملتونه حل لاره وي، نو بیا چېرته ده چې دوی د دې ناورین د مخنوي لپاره هڅې کړي دي؟ هر کله چې دوی خپلو خبرداریو ته زور ور کوي، نو یوازې د کنفرانسونو د جوړولو وړاندیز مخکې کوي، لکه د فرانسې په څېر چې په دې وروستیو کې یې له مرستندویه هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د سوریې د منځلارو مخالفینو په اړه ناسته وکړي او یا هم داسې حل لاره وړاندې کوي چې له حقیقت څخه لرې وي؛ لکه د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل وروستۍ څرګندونې چې پکې ویلي یې وو: «د سوریې رژیم په قصدي توګه روغتونونه او روغتیایي مرکزونه بمباروي».

چېرې دي هغه فولادي لښکرې؟ د دوی شمېر په ډېرې تېزۍ سره لکه د تولیدي شرکتونو برخې (اسهام) زیاتیږي چې پانګوال یې د هغو ګټو په اعلانولو کې یو له بل سره سیالي کوي چې په سوریه کې یې زموږ د خلکو د ماشومانو او ښځو د وینو په ارزښت تر لاسه کوي. پرلپسې او قوي بمباري هغه ورځنۍ صحنې دي چې د رسنیو له خوا خپریږي. دا په داسې حال کې ده چې له (۲۷۵۰۰۰) زره څخه ډېر هغه وګړي اغېزمن شوي چې له وحشت نه په ډکه فضا کې بند پاته دي. الوتکې په هوا کې داسې ګرځي چې خلک د دوی له ناوړه غږ څخه یوه شېبه هم نه دي ارامه. د خلکو پر سر ټیټې او لوړې الوتنې کوي او هغوی ته د بېلري بمونو د غورځولو، ورانۍ، د بې ګناه ماشومانو د وژلو او په فضا کې د هغو د وینو د بویونو خورولو ګواښونه کوي. کله چې د لوېدیځ (غربي) سترو هېوادونو دا تش په نامه څرګندونې او غندنې ګورې، فکر کوې چې مجرمان ټول هغه اوسېدونکي دي چې له هوا څخه نه معلومیږي او یا هم هغه وګړي دي چې نه لیدونکې خولۍ پر سره کوي. له دغه بې ځایه څرګندونو څخه ښکاري چې غربي هېوادونه د هغه بې ګنا ماشومانو او ښځو قربانیانو ته یوازې خپلې مکارې اوښکې تویوي چې خپل ژوند یې په  مستعمیراتي جګړه کې له لاسه ورکړی، دغه مستعمیراتي جګړه به تر هغه روانه وي چې انقلابي مخلصان شته وي چې یوازې د الله سبحانه وتعالی د کليمې د لوړولو لپاره په خپله ځمکه کې د غرب لاسوهنه نه مني او خپلې موخې نه پلوري.

د سوریې ښځې دې ته نه دي په تمه چې له دوی څخه  د ښځو په نړواله ورځ یادونه وشي چې دا معلومه کړي چې څومره شمېر ښځې په شکنجو او بمباریو کې ووژل شوې او څومره شمېر له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوې، یا هم ونیول شوې. ایا د ښځو په وضعیت کې د دغه یادونو چې د سوریې کابو ۳۰ زره  ښځې د انقلاب له پیل څخه تر اوس په جګړه کې وژل شوي دي، څه بدلون راویستلی شي!؟ په واقیعت کې دغه قضیه سمه ده، دغه شمیر څرګندونې مخکې له مخکې نه په حقیقت بدلې شوې، څېړنو دغه سر شمېرنه سمه بللې ده.

نو اې مسلمانو لښکرو او سرتېرو! پوه شئ چې بریا یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري ده او هغه خلکو ته په برخه کیږي چې په خپل قول او عمل سره د الله سبحانه وتعالی د دین ملاتړ کوي، ځکه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ [محمد:۷]

که چېرته تاسو د الله سبحانه وتعالی پر دین منګولې ټینګې کړئ، الله سبحانه وتعالی به له ستاسو سره مرسته وکړي، خپل قدمونه به مو ټینګ او ثابت کړي.

ځواک له دې څخه لاسته نه راځي چې تاسو د هغه حکامو تر شا ولاړ وئ چې هغوی د الله سبحانه وتعالی له لوري رسوا شوي او په درواغو حکم کوي، بلکې ځواک او زور د الله سبحانه وتعال له خوښۍ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیروۍ او خوښۍ له تر لاسه کولو او د شریعت او احکامو له پلي کولو څخه لاسته راځي چې موږ ته یې خوښ او وړ بللي دي. دا د اسلامي ژوند په بیا راژوندي کولو  او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګ لاره د هغه ريښتیني خلافت پر تاسیس سره شونې ده چې د نړۍ په هر ګوټ کې به عدالت خپور کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

۱۴۳۸ د صفر ۲۹مه

۲۰۱۶ زکال د نومبر ۲۹مه

د صدور ګڼه:  1438AH / 018

ژباړه: فرید نهضت


PDF Print Email
Views [ 657 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
د اردن رژیم د خپلو خلکو عزت ته پام نه کوي او هغه یهودي ته يې له هېواده د وتلو اجازه ورکړه، چې د دې خاورې دوه بچیان یې وژلي وو!
د اردن رژیم یو ځل بیا د یهودي اشغالګرو او د اسراء او معراج د ځمکې له غاصبینو سره د خپلې نږدې اړیکو پخلی وکړ. پرته له دې چې د یهودي دولت هغه جرمونه په پام کې ونیسي، چې د اردني او فلسطیني وګړو، همدارنګه...
د دیموکراسۍ د څېرې بدلون هېڅکله بسنه نه کوي، د له منځه وړلو لپاره یې هڅه وکړئ؛ ځکه د فساد او ظلم ملاتړې ده!
رښتیا موږ تل هغه وخت چیچل شوي یو چې یوازې د دیموکراسۍ په څېره کې بدلون راغلی؛ خو دیموکراسي پر خپل ځای پاتې ده. هغه وخت چې نواز شریف په ۱۹۹۰م کال کې ګوښه کړل شو، خوښ شوو او د مشرف تود هرکلی مو وکړ. بیا...
په نوي ډېزاین د (Khilafah.net) وېبپاڼې د جوړېدو اعلان
حزب التحریر د الله سبحانه وتعالی په فضل او اراده او د جلیل القدر عالم عطا بن خلیل ابو رشته حفظه الله تعالی په لېوالتیا او غوښتنه له ټولو قانوني لارو چارو او شته وسایلو څخه ګټه اخلي او د یوې نوې پاڼې د...
په سوډان کې مالیاتي دولت د بېکارۍ ستونزه نه ده حل کړې!
په سوډان کې د ځوانانو د بېکارۍ کچه ۳۴ سلنه او د فارغو شوو کسانو ۴۸ سلنې ته رسېدلې ده. دغه شمېرې ډېرې وحشتناکې دي او پر مهاجرتونو نېغ اغېز لري. د ځینو حل لارو د تر سره کولو پر ځای دغه چارواکي راغلي او ...

موضوعات جدید ...

بازار گرم ائتلاف‌های سیاسی و پالیسی امریکا بازار گرم ائتلاف‌های سیاس...
از سوی دیگر، اگر بصورت عمیق به روند تشکیل این ائتلاف‌های دقت شود روشن می‌گردد که تشکی...
نگرانی امریکا در مورد سیاست افغانستان...
خصوصی سازی جنگ افغانستان؛ وحشت مضاعف...
د استعمار بله ډالۍ؛ په نشه یي توکو د روږ...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

زیانکارانی که خود را برنده می دانند!
زیانکارانی که خود را برند...
امرالله صالح دقیقاً حقیقت سیاسی اسلام را درک می کند، اما وی می خواهد از طریق این چنین...
موقف ما در قبال فتنه و جنگ موجود افغانست...
اسلام سیاسی چیست، و آیا اسلام سیاسی مردو...
سیاسي اسلام څه ته وايي او ایا سیاسي اسلا...
هغه بايلونکي چې ځانونه ګټونکي ګڼي!...