Enter email addressInvalid email!

ډیموکراتیکې ټاکنې، د اسلام او دیموکراسۍ د پخلاکونې د مدعیانو رسواینه او د ملګرو ملتونو منځګړیتوب
حزب التحریر افغانستان | July 19, 2014

ډیموکراتیکې ټاکنې، د اسلام او دیموکراسۍ د پخلاکونې د مدعیانو رسواینه او د ملګرو ملتونو منځګړیتوب

حزب التحریر– ولایه افغانستان؛ په تېره یوه لسیزه کې څو ځله، په ځانګړي ډول د (۱۳۸۸ او ۱۳۸۹ هجري شمسي) کلونو په پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو کې د افغانستان مسلمان او مجاهد خلک مخاطب کړي او د ډیموکراسۍ په کفري نظام کې یې د ګډون له سترې ګناه څخه خبر کړي دي. ځکه حزب التحریر، د اسلامي امت لپاره په ټولو اسلامي خاورو کې، په معروفو امر او له منکرو نهی خپله یوه اساسي وجیبه ګڼي، چې د کایناتو د پیداکوونکي - الله سبحانه و تعالی - له خوا فرض شوې ده.

 

 لکه چې روښانه ده، ډیموکراسي د 2500 کلنې تاریخي مخینې په لرلو سره په لرغوني یونان کې سیاسي نظام و، چې د پانګوالۍ – کپټېلزم – له اډیولوژۍ څّخه یې سرچینه اخیستې ده. کپټلېزم هغه اډیولوژي ده چې د هغې عقیده د اسلام له عقیدې سره مخالفه ده، یعنې پر منځني حل او د کلیسا او روشنفکرانو – فیلسوفانو – پر جوړجاړي ولاړه ده، چې د بشر له ذهن څخه منځ ته راغلې ده. پر دې سربېره پانګوال نظام په نورو اصولو کې، لکه د ازادۍ مفهوم او ډیموکراتیکې ازادۍ، له اسلام سره سخت تناقض لري. ځکه په غربي فرهنګ کې ازادي په دې معنی ده چې یو ملت کولی شي پر خپل لاس د جوړو شوو قوانینو پر اساس خپلې چارې تنظیم کړي. په داسې حال کې چې اسلام؛ انسان په دې نړۍ کې ازاد نه ګڼي، بلکې هغه بنده،، غلام یا عبد ګڼي، چې خپل ټول صلاحیتونه او واکونه یې خپل خالق ته سپارلي او هغه د خپل رب یا څښتن په توګه مني. په دې ترتيب اسلام پر انسان لازموي چې خپل ټول ژوند د الله سبحانه وتعالی د امر او نهی پر اساس جوړ کړي. په همدې حال کې ډیموکراسي هغه نظام دی چې بشر یوازینۍ هغه مرجع ګڼي چې د پارلمان او نورو بڼو په چوکاټ کې د خیر او صواب د تعین حق لري. په دې معنی چې ډیموکراسي هڅه کوي، انسان د خالق ځای ته راولي او هغه ته د قانون جوړونکي د حق په ورکولو سره د ژوند په چارو کې د الله سبانه وتعالی د امر او نهی مخنیوی کوي. الله سبحانه وتعالي په دې اړه فرمايي:  

 

... الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِيناً... مائده، 3 

نن مې تاسې ته ستاسې دین تکمیل کړ او خپل نعمت مې پر تاسې تمام کړ او د اسلام دین مې (د یوازیني مشروع دین په توګه) تاسې ته غوره کړ...

 

خو په تېره نږدې یوه نیمه لسیزه کې د څو ټولټاکنو په تېرېدو سره او په دې وروستیو کې د 1393 هجري شمسي کال په لومړي او دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو کې لاسپوڅو چارواکو اوسیاستوالو یو ځل بیا د افغانستان د مسلمانو او ځورېدلو خلکو په برخلیک لوبې وکړې او داسې یې وښوده چې ګواکي، 8.1 افغانانو په ټاکنو کې په بې مخینې ګډون سره وښوده چې په ډیموکراسۍ باور لري. له همدې امله د اسلامي سیاست پر بنسټ د عامه ذهنیتونو د روښانولو لپاره د افغانستان مسلمانو او مجاهدو خلکو ته لاندې ټکي بیانیږي:

 

د رایې ورکوونکو د واقعي شمېر په اړه څېړنه او د رایې ورکونې د وړ کسانو سره په پرتلنه د رایه ورکوونکو د شمېر ارزونه، دا پوره واضح کوي چې یاد شوی شمېر حقیقي نه دی او په واقعیت کې دا دیموکراتیکو ټاکنو ته د تبلیغاتو یوه برخه وه. د بېلګې په توګه د کابل ښار له ۵ میلیونو اوسیدونکو څخه یوازې څو سوه زره د رایو صندقونو ته ولاړل. پر دې سربېره هغو رایو ته په یوه لنډه کتنه کې چې کاندیدانو د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه لاسته راوړې، ښکاریږي چې خلکو دیموکراسۍ ته نه، بلکې خپل قوم ته رایه ورکړه. کاندیدانو یو ځانګړي قوم ته په منسوب کېدو سره وکولی شول چې له همغه خپل قوم څخه رایې واخلي. دا چاره د غرب ځپلو چارواکو او د هغوی د بادرانو هغه ادعا باطلوي چې وايي د افغانستان خلکو ښکاره کړه چې په دیموکراسۍ باور لري. داسې نه ده، بلکې رایه ورکوونکو خپلو قومونو ته رایې ورکړې. په دې ترتیب سره ډیموکراسي داسې نظام دی چې په طبیعي ډول د خلکو ترمنځ د قومي، سیاسي، ژبنيو او سیمه ییزو درځونو د زیاتېدو سبب کیږي. په داسې حال کې چې الله تعالی د خپل پیغمپر صلی الله عليه وسلم په ژبه په شدت سره له دې چارې منعه کړې ده:

 

(وَمَنْ قَاتَلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ يَغْضَبُ لِعَصَبَةٍ، أَوْ يَدْعُو إِلَى عَصَبَةٍ، أَوْ يَنْصُرُ عَصَبَةً، فَقُتِلَ، فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ) رواه مسلم 

هر کله چې یو څوک د یو لجوج او ناپوه ټولي په څنګ کې ودریږي، چې په ګټه یې وجنګیږي، د عصبیت (قوم پرستۍ او ملیت پالنې) په خاطر غوسه شي او یا نور عصبیت ته را وبولي او یا له عصبیت سره مرسته وکړي او په همدې هڅه کې ووژل شي، نو د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.

 

له بله اړخه، د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو په لومړي او دویم پړاو کې عجیبو او مسخره کوونکو سیاسي اېتلافونو او ټیم جوړولو ته مخه کړه. د دوی ځینو په لومړي پړاو کې خپل سیالان سپک کړل، تورونه یې پرې پورې کړل او ښکنځلې یې ورته وکړې، خو په دویم پړاو کې ګواکي د دوی د فکر ډول پوره دوې میاشتې وروسته داسې بدلون وکړ چې همغه کاندیدان چې یو بل ته یې ښکنځلې کړې وې، ملګرۍ ته یې را وبلل، یادګاري تصویرونه یې واخیستل او د افغانستان په ګڼو سیمو کې یې نصب کړل. په بل عبارت دغه فریب ورکوونکو ډیموکراتیکو ټاکنو صحنې ته داسې بدلون ورکړ چې دوې میاشتې وړاندینی دښمن یې دوې میاشتې وروسته په دوست او متحد بدل کړ. حتی ځینو دغو کاندیدانو هغه کسان چې کلونه وړاندې یې جنګي جنایتکاران ګڼل اوس یې خپلې مرستیالۍ او همکارۍ ته را وبلل. تر دې د تعجب وړ دا ده چې د دوی ډیری د پاک دولت د جوړولو شعار ورکوي، په داسې حال کې چې پاک دولت له (چټلو شریکو) چارواکو سره او د (چټلو قوانینو په لرونکي) نظام سره شونی نه دی. د یادو کاندیدانو دغه ډول چلند د افغانستان خلکو ته په ښه ډول روښانه کړه چې ددغو چارواکو یوازینی هدف د دوی د سیاسي بقا او شخصي ګټو د خوندیتوب ضمانت دی. دلیل یې هم روښانه دی او هغه دا چې په کپټلېزم کې د عمل معیار او ارزښت مادي ګټه ده.

 

د غرب دغه لاسپوڅي چارواکي یوازې د خپلو سیاسي ګټو د خوندیتوب په هڅه کې دي او د هغو د لاسته راوړلو لپاره، هر ډول عمل ته لاس اچوي. هغوی په دې چاره کې تر هغه بریده وړاندې ولاړل چې د افغانستان د مسلمانو خلکو وضعیت ته یې هېڅ پام ونه کړ. د تش په نوم ټاکنیزو بنسټونو د لانجو او چنو له امله تر څلورو میاشتو د زیات وخت لپاره د لومړنیو توکو بیې په شدت سره لوړې شوې او ددې لامل شوې چې سخت غربت او بې کاري د افغانستان د خلکو لمن همداسې ټینګه ونیسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ددغه ډول چارواکو په اړه فرمايي:

 

(سَيَأْتِي عَلَى النَّاسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَات، يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ، وَيُكَذَّبُ فِيهَا الصَّادِقُ، وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ، وَيُخَوَّنُ فِيهَا الأَمِينُ، وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ، قِيلَ : وَمَا الرُّوَيْبِضَةُ ؟ قَالَ :الرَّجُلُ التَّافِهُ يتكلم فِي أَمْرِ الْعَامَّةِ.) رواه الحاكم. 

په خلکو به دوکه بازې (چلي) ورځي راځي، (چې په هغو کې به) درواغجن ریښتیني وي، او ریښتیني به درواغجن (ګڼلی شي)، خائن به امانت دار او امین به خائن (شمېرل کېږي) او په هغه وخت کې به رویبضه خبرې کوي. خلکو پوښتنه وکړه، رویبضه څه شی دی؟ رسول الله وویل: هغه ناپوه او احمق سړی چې د خلکو په عامو چارو کې خبرې کوي (حاکم وي).

 

د غرب د لاسپوڅو چارواکو له خوا د جوړ شوي بحران له دوام او ددې ستونزې په حل کې د هغوی له پاتې راتلو وروسته، ملګري ملتونه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري منځګړی وټاکل شو، ترڅو د دوی په منځ کې حکم وکړي، په ځانګړي ډول په دویم پړاو ټاکنو کې. خو دغو رویبضاتو هېره کړه او یا یې ونه غوښتل چې په یاد راوړي، چې ملګرو ملتونو د یوه کفري سازمان او د امریکا د لاس د یوې الې په توګه د میانمار د مسلمانانو د ټولوژنې، د افغانستان او عراق د اشغال، د سوریې په روانه وژنه، د فلسطین په روان بحران، د سوډان په تجزیه او د مسلمانانو پر وړاندې د سپین فاسفورس د استعمال او د مسلمانانو په حق کې په لسګونو نورو مواردو کې څه شی ونه کړل. له دې امله یادو چارواکو ملګرو ملتونو ته د افغانستان د قضیې په وړاندې کولو سره ثابته کړه چې دوی د خلکو د چارو په تنظیم کې پاتې راغلي دي او هېڅکله نه شي کولی چې د خلکو چارې د اسلام په اساس معالجه کړي. دا په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې الله سبحانه و تعالی د شخړو حل او د قضیو د حل لپاره له اسلام پرته د نورو حل لارو لټول منه کړي دي. توپیر نه کوي چې حل لاره له کفري دولتونو او یا کفري سازمانونو څخه واخیستل شي. الله تعالی فرمايي:

 

... يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيداً ‏‏ نسأ، 65 

... غواړي خپل قضاوت طاغوت (امریکا او ملګرو ملتونو) ته یوسي (او هغوی د چارو سرپرست وټاکي) په داسې حال کې چې په تحقیق سره دستور ورکړل شوی دی چې په طاغوت ایمان ونه لري، له شک پرته چې شیطان غواړي هغوی په سختې ګمراهۍ سره ګمراه کړي.

 

اې د افغانستان مسلمانانو! 

هغه څه ته په پام سره چې یاد شول، په پوره ډول ښکاري چې د افغانستان تش په نوم ټولټاکنې داسې پروسه نه ده چې یوازې د افغانانو له خوا اداره او کنټرول شي، بلکې داسې پروسه ده چې وروستۍ خبره په کې د هغوی د بادارانو یعنی امریکا له خوا ده. دوه امریکايي سناتوران جان مکېن او کارل لیون د 1393 کال د سرطان د میاشتې په ۱۶ مه د لومړنیو پایلو له اعلان نه لږ وړاندې افغانستان ته راغلل، تر څو د خپلو لاسپوڅو غوږ تاو کړي او رامنځ ته شوی بحران پای ته ورسوي. د همدې لپاره لیون د 1393کال د سرطان په 15مه د لومړنیو پایلو له اعلان یوه ورځ مخکې په یوه خبري کنفرانس کې په ښکاره وویل چې لومړنۍ پایلې حتمي اعلانیږي او دواړه لوري (دواړه کاندیدان) به هغه ومني. 

 

نو اې د افغانستان زړورو مسلمانانو!

پوه شئ چې په اوسني نظام او چارواکو پورې په زړه تړلو سره هېڅکله د بري لاره نه پیدا کوئ، نه په دنیا کې او نه هم په اخرت کې. ځکه د بریالیتوب یوازینۍ لاره پر اسلامي نظام یعنې خلافت باندې منګولې لګول دي، چې تاسې ته به مسوول، ځواب ویوونکي او صالح چارواکي راوړي، چې د عمل یوازینی معیار به یې د حلالو او حرامو مرعاتول وي او هېڅکله به یې موخه یوازې واک ته رسیدل نه وي. نو د داسې نظام او چارواکو د رامنځ ته کیدو لپاره له حزب التحریر سره یو ځای شی او د خلافت د نظام د تاسیس لپاره خپلو هڅو ته قوت او وحدت ورکړئ.

 

حزب التحریر - ولایه افغانستان

د ۱۴۳۵ هـ ق کال د رمضان ۲۱

د 1393م کال د سرطان ۲۸مه


PDF Print Email
Views [ 2570 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
مه پرېږدئ چې د پنځلس کلن اشغال له امله رامنځ ته شوي ناورینونه نور هم ژور شي!
پنځلس کاله وړاندې د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر په اوومه نېټه امریکا او ناټو پر افغانستان باندې د بي ۵۲ الوتکو او کروز توغندیو په واسطه د امنیت، ملت او دولت جوړونې د شعارونو په بدرګه کولو سره وحشي بریدونه وکړ...
نگذاریم بحران‌های که در اثر پانزده سال اشغال به‌میان آمده عمیق‌تر گردد!
گسترش جنگ و ناامنی: جنگ افغانستان به طولانی‌ترین جنگ امریکا در خارج از مرزهای آن مبدل شده است. نیروهای امریکا و ناتو، با راه‌اندازی عملیات‌های نظامی، صدها هزار مسلمان را به خاک و خون کشانیده‌اند. با ا...
مه پریږدئ چې د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو په وینو د امریکا ګټې تامین شي!
په تورخم کې د پاکستان او افغانستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې د ډیورند د سرطاني کرښې دواړو غاړو ته مخلص مسلمانان اندېښمن کړي دي. په دغه نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلکو ته ځاني، مالي او ...
نگزارید منافع امریکا با خون مسلمانان افغانستان و پاکستان تأمین شود!
درگیری میان نیروهای مرزی افغانستان و پاکستان در منطقه‌ی تورخم، نگرانی مسلمانان مخلص هر دو طرف مرز سرطانی دیورند را برانگیخته است. در این درگیری‌، تعدادی از هر دو طرف کشته و زخمی شده، و مردم متحمل خسار...

دفتر مطبوعاتی مرکزی: دعوت فراقاره‏ ...

دفتر مطبوعاتی مرکزی: دعوت فراقاره‏ ئی حزب التحریر برای تاسیس دوباره خلافت برمنهج...

موضوعات جدید ...

دولت خلافت به نقشه های شیطانی حکومت های سرمایه داری فاسد، از جمله نابود ساختن زراعت خاتمه خواهد داد! دولت خلافت به نقشه های شی...
به تاریخ ۱ فبروری ۲۰۱۷م، روزنامه اخبار بنگله دیشی، در بسیاری از جاها گزارش دادند که ۸...
د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او د هغه پایل...
د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سی...
افزایش تلفات ملکی: نتیجه پیمان امنیتی یا...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره چهارم
ماهنامه تغییر - شماره چها...
ماهنامه "تغییر" شماره چهارم بار پرداختن به قضایای داغ امت اسلامی به خصوص برخورد نظامی افغانستان و پاکستان در سرحد تورخم و نزدیک شدن افغانستان با هند م...
گزیدۀ از پاسخ های امیر حزب التحریر جلد ا...
ماهنامه تغییر - شماره سوم...
ماهنامه تغییر - شماره دوم...
مجله خلافت - شماره بیستم...

پر خواننده ترین ها ...

...
...
...

پر بیننده ترین ها ...

والی تخار باید از رقابت امریکا و روسیه نگران باشد، نه از فعالیت های حزب التحریر!
والی تخار باید از رقابت ا...
محمدياسين ضياء والى تخار، به تاریخ ١٥ دلو ۱۳۹۵ هـ. ش در يک مصاحبۀ اختصاصى به آژانس خب...
د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او د هغه پایل...
تحلیل کاهش نفوذ امریکا و پیامدهای آن...
د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سی...
افزایش تلفات ملکی: نتیجه پیمان امنیتی یا...