|
دفتر مطبوعاتی حزب التحریر ولایه افغانستان
|
|
ګڼه: ح.ت.افغ ۱۷/۱۴۳۷ |
۱۱-۰۹-۲۰۱۶م |
۰۹ ذوالحجه ۱۴۳۷هـ | |
مطبوعاتي اعلاميه
حزب التحریر - ولایه افغانستان، د نړۍ مسلمانانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وايي!
حزب التحریر ـ ولایه افغانستان، ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وړاندې کوي. عيد د اسلام له سياسي مانورونو څخه يو ستر سياسي مانور دی، چې بايد تر واحده رهبرۍ لاندې له ګډ غم او خوښۍ سره و لمانځل شي. مګر دا څه ډول عيد دی چې د ګډو احساساتو پر ځای، د تعصب بېلابېلو ډولونو ته لمن وهل کيږي؟!
په افغانستان کې د جان کري د دولت د مشرانو تر منځ رقابت د قومونو تر منځ د تعصب او نفرت درزونه رامنځ ته کړي دي. همداراز د امريکا د دسيسې له امله افغانان پاکستانيانو ته د دښمن په سترګه ګوري او پاکستانيان له افغان مهاجرينو سره ظالمانه چلند کوي او د هغوی له دغه تعصب او دښمنۍ څخه امريکا او هند ګټه پورته کوي.
تر دې لا تريخ واقعیت خو دا دی چې سعوديان د فلسطينيانو او يمنيانو درد او رنځ نه احساسوي او ترکان د خپلو سوريه يي وروڼو د دردناک وضعيت پر وړاندې چې د غربي ځواکونو تر سخت بمبارد لاندې واقع دي، د سختې بې غيرتۍ چوپتيا غوره کړې ده. امت ته واجبه ده، ترڅو له دغه انحطاط څخه ځان خلاص کړي، تعصب څنګ ته پرېږدي او خپل وروستي عيدونه د نبوت پر منهج د راشده خلافت تر سيوري لاندې د اسلامي ورورولۍ په فضا کې په خوښۍ سره ولمانځي.
د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر
|
|
|
Views [
1541
]
|
|
|