مهم

د امریکا جنګي پروژه او د اسلامپالو سياستوالو برخلیک

Enter email addressInvalid email!
دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۱۶/۱۴۳۷ دوشنبه ۱۹ ذوالقعده ۱۴۳۷هـ ۲۲-۰۸-۲۰۱۶م

مطبوعاتي اعلاميه

امريکا جګړه ييز جنايتونه بيا پیل کړل

کله چې د جان کيري د کرغېړنې اعلاميې پر بنسټ رامنځ ته شوي جمهور رییس د تش په نامه آزادۍ د جشن په مراسمو کې په زوره چيغې وهلې او ويل يې: «افغانستان به خپل بهرنی سیاست هېچا ته ونه سپاري». امریکايي يرغلګرو ځواکونو د ناروا ستراتيژيک او امنيتي تړون خلاف يو ځل بيا د افغانستان د مظلوم او مجاهد ولس پر وړاندې، له ډېرو جګړه ييزو صلاحيتونو سره د جګړې ډګر ته ستانه شوي او له «B-52» ډوله الوتکو څخه يې کار اخيستل پيل کړي دي.

د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال «جوزف ډانفورډ» په دې وروستيو کې ويلي چې امريکايي ځواکونه وروسته له لسو کلونو يو ځل بيا د «تروريستانو» پر وړاندې له «B-52» الوتکو څخه کار اخلي. امريکا تر دې وړاندې هم ويلي و چې د افغانستان په ختيځ کې يې د «تروريستانو» پر وړاندې له «کروز» توغنديو کار اخیستی. د يادونې وړ ده چې امريکايي يرغلګرو ځواکونو د روان ميلادي کال له جون مياشتې تر اوسه پر افغانانو باندې د ۱۴۰ هوايي بريدونو له لارې شاوخوا ۸۰۰ بمونه غورځولي او د (Cost of War) پروژې د وروستي رپوټ له مخې امريکا په تېرو ۱۵ کلونو کې ۱۷۳ زره انسانان په افغانستان او پاکستان کې وژلي او دې ورته د ملګرو ملتونو د وروستي رپوټ له مخې يې د ۲۰۱۶م کال د لومړيو شپږو مياشتو په اوږدو کې ۱۶۰۱ تنه ملکي وګړي وژلي او ۳۵۶۵ تنه نور ټپيان کړي دي چې تقريبا دريمه برخه يې يوازې ماشومان جوړوي.

د حزب التحرير ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر د يرغلګرو ځواکونو دغه کړنې او د لاسپوڅو چارواکو دا ډول غولوونکې څرګندونې په سختو ټکو غندي او په ډاګه کوي چې امريکا د «ملي وحدت» د حکومت له لارې غواړي په افغانستان کې عام ولس په قومي، ژبنيو، سمتي، حزبي او د ښکېلاکګرانو په نيابتي رقابتونو او خپل منځي کړکېچ کې بوخت وساتي، ترڅو له دې لارې د خلکو اذهان مغشوش او په سيمه کې د امريکا له اوږدمهالي شتون او د هغې د سيمه ييزو او ستراتيژيکو استعماري موخو څخه د خلکو پام واړوي.  

دا د تعجب وړ موضوع نه ده چې د امريکا هېڅ کړنې لا تر اوسه د افغانستان د نظامي بنسټونو او وسله والو ځواکونو د پياوړيتوب او سنبالښت سبب نه دي شوې، بلکې هڅه کوي، ترڅو افغانان په کورنۍ جګړه کې بوخت وساتي او يرغلګر په افغانستان کې پیاوړی نظامي او استخباراتي شتون ولري، ترڅو له دغه ځايه خپلې سيمه يیزې او ستراتيژيکې موخې تعقيب کړي.

امريکا د دغه موخې لپاره د افغانستان زړور ولس د «ملي وحدت» د بُزدله حکومت له لارې کنټرولوي. د تعجب خبره خو لا دا ده چې د جان کيري له خوا ټاکل شوی جمهور رييس خپل حاکميت د امريکايي «B-52» الوتکو په واسطه ټينګوي، مګر بيا عامه افکارو ته د يرغلګرو پر وړاندې د شته وسله وال مقاومت په اړه وايي چې "دا فکر مه کوئ چې د زمري کور ته راشئ او د ګیدړ غوندې چلند درسره وشي."

د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر


PDF Print Email
Views [ 942 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان عید سعید فطر را از صمیم قلب به کافه‌ی امت مسلمه تبریک عرض می‌دارد
روزهای عید روزهایی مملو از خوشی، سرور، همدلی و مهربانی است. اما زندگی مسلمانان تحت چتر نظام‌های طاغوتی و غیر اسلامی مملو از جنگ، فتنه، فحشا، ذلت، توهین به مقدسات و گمراهی گردیده است. چنان‌چه، مسلمانان...
حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د زړه له کومي ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه فطر عيد مبارکي وايي
د عيد ورځې له خوښۍ، خوشالۍ، مينې او مهربانۍ څخه ډکې ورځې دي. مګر اوس د غير اسلامي او طاغوتي نظامونو تر سيوري لاندې د مسلمانانو ژوند له جګړو، فتنو، فحشا، ذلت، سپکاويو او مقدساتو ته له توهين او ګمراهۍ څ...
کابل پروسه؛ د سولې د ناکام بهير ادامه ده
حزب التحریر-ولايه افغانستان، د «کابل پروسې» ناسته، د سولې په اړه د مسکو د هڅو پر وړاندې امريکايي ابتکار ګڼي او د شاوخوا تېرو ۴۰ بېلابېلو غونډو او کنفرانسونو په توګه يې يوه بله ناکامه او د عامه افکارو ...
پروسه کابل؛ ادامه‎ی روند ناکام صلح است
حزب‌التحریرـ ولایه افغانستان، کنفرانس "پروسه کابل" را ابتکار امریکایی در مقابل تلاش‌های صلح مسکو می‌داند که این نشست همچو 40 نشست و کنفرانس دایر شده‌ای دیگر در مورد افغانستان، یک نشست ناکام و تلاش برا...

موضوعات جدید ...

بازار گرم ائتلاف‌های سیاسی و پالیسی امریکا بازار گرم ائتلاف‌های سیاس...
از سوی دیگر، اگر بصورت عمیق به روند تشکیل این ائتلاف‌های دقت شود روشن می‌گردد که تشکی...
نگرانی امریکا در مورد سیاست افغانستان...
خصوصی سازی جنگ افغانستان؛ وحشت مضاعف...
د استعمار بله ډالۍ؛ په نشه یي توکو د روږ...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

زیانکارانی که خود را برنده می دانند!
زیانکارانی که خود را برند...
امرالله صالح دقیقاً حقیقت سیاسی اسلام را درک می کند، اما وی می خواهد از طریق این چنین...
موقف ما در قبال فتنه و جنگ موجود افغانست...
اسلام سیاسی چیست، و آیا اسلام سیاسی مردو...
سیاسي اسلام څه ته وايي او ایا سیاسي اسلا...
هغه بايلونکي چې ځانونه ګټونکي ګڼي!...