Enter email addressInvalid email!

د سوریې ناورین په کوم پړاو کې دی؟
حزب التحریر | November 01, 2016

د سوریې ناورین په کوم پړاو کې دی؟

هغه اوربند چې امریکا او روسیې یې د جوړولو لپاره، اوږدمهاله ناستې کولې، حتا تر دې چې ځینو ناستو به یې د جان کیري او سرګي لاوروف ترمنځ تر لسو ساعتونو دوام کاوه، مات او له منځه ولاړ.

امریکا او روسیې د دغه اوربند لپاره ډېرې هلې ځلې کولې او ادعا یې کوله چې دا اوربند له  نورو اوربندونو سره توپیر لري. امریکا د ځان او مخالفینو له لوري د دغه اوربند اجرایي ضمانت پر غاړه اخیستی او پر وړاندې یې روسیې هم دغه ضمانت د ځان او سوري نظام له لوري منلی و، له همدې امله د دغه اوربند د نه عملي کېدو په اړه هېڅ شک نه و؛ خو له لنډې مودې وروسته دغه اوربند مات شو، امریکا او روسیې یو پر بل د دغه اوربند د ناکامولو تورونه ولګول. نو ایا دا په دې مانا ده چې، د بدنامه اوربند لړۍ پای ته ورسېده؟ او که دا لړۍ پای ته نه وي رسېدلې، نو د سوریې ناورین اوسمهال کې په کوم پړاو کې دی؟

ځواب

د بدنامو اوربندونو لړۍ د امریکایانو پر وړاندې پای ته نه ده رسېدلې؛ بلکې شته واقعیتونو دوی دې ته اړایستلي دي، چې د هغې د سمون لپاره بیا کتنه وکړي او نوې تګلاره غوره کړي. چې کولای شو هغه د (اوربندونو خوب) ونوموو، ترڅو له هغې څخه په ګتې اخیستنې د درنو بمباریو عملیات زیات کړي او مخالفې ډلې او خلک اړ کړي چې د اوربند د تعدیل شوي هوکړه لیک پربنسټ چې امریکا هڅه کوي د یاد خوب په بهیر کې د دې زمینه برابره کړي چې د لیدنو نوي پړاو او د نظام سره خبرو اترو ته غاړه کېږدي. دلیل یې دا دی چې اوباما غواړي د حکومت دوره یې د سوریې بحران ته په حللار موندلو او یا لږ تر لږه په یوه مېز باندې د نظام او مخالفینو په راټولو یې پای ته ورسوي او دغه بریالیتوب که څه هم کمزوری بریالیتوب دی، خو بیا یې هم د خپل حکومت په نامه کړي. اوباما د دې کار لپاره د فلسطین د قضیې اړوند د پخوانۍ ډیموکراټې ولسمشرې کلنټن هڅې بېلګه ګڼي؛ که څه هم کلنټن د فلسطین په قضیه کې ونشوای کولای خپلو موخو ته ځان ورسوي، خو په ښکاره اوباما له هغې څخه عبرت نه دی اخیستی او ګومان کوي چې داسې څه به وکړای شي چې له ده مخکني کسان پکې پاتې راغلي وو، دی نه پوهیږي چې ناکامي به یې د پخوانیو په پرتله درنه وي.

د موضوع د لا روښانتیا لپاره باید لاندې ټکي تر څېړنې لاندې ونیسو:

امریکا د اوربند موضوع هغه وخت جدي ونیوله، چې روسیې او د بشار نظام وکړی شوی چې د کاسټیلو سړک له لوري د حلب ښار له کلکو بمبارونو وروسته د مهمو سیمو په نیولو سره ښار ترکلکې کلابندۍ لاندې راولي داسې چې کلکه بمباري هم روانه وه. په همدې توګه د ۲۰۱۶.۰۷.۰۷مه د الجزیرې ټلویزیون د خبریال په وینا:( د هغو بریدونو شمېر چې د روسيې او بشار نظام الوتکو په حلب ښار ترسره کړي، تر سلو اوښتی. په همدې توګه د بشار نظام وکولای شول چې د مخالفینو له شاتګ وروسته، د حلب پر سړک واکمن شي.) د الجزیرې تلویزیون د ۲۰۱۶.۷.۱۰مه نېټه په خپل خبري اژانس کې وویل: ( د الجزیرې تلویزیون له نظامي سرچینو په حواله وایي؛ د سوریې دولت مخالفو وسلوالو ځواکونو د حلب پر شمال کې چې د کاستیلو پر سړک واکمن وو، د نظامي دلایلو له مخې په شاتګ کړی. له هغې وروسته هم پراخو هوایي بریدونو دوام وکړ، په پای کې د بشار دولتي ځواکونو د روسیې، اېران او ایراني ملیشو او د هغوی د پیروانو په ملاتړ و کولای شوی د حلب ښار کلابند کړي.)

همداراز د الجزیرې تلویزیون خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۱۶.۰۷.۱۰ مه وویل:( د سوریې دولت ځواکونو وکولای شوای د حلب ښار د ختیځې برخې کلابندي له هغې وروسته چې د سه شنبې په ورځ یې د حلب ښار په شمال کې د کاسټیلو په غونډ ولکه پیدا کړه، لا کلکه کړې.» دا بدلونونه په داسې وخت کې پېښ شول، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د لائوس په پلازمېنه وینتیان کې لیدنه وکړه او خبریالانو ته یې ژمنه ورکړه چې « د ۲۰۱۶ کال د اګست میاشتې په لومړیو کې  به د سوریې د جګړه ییز وضعیت د بدلون په اړه خبر ورکړي.» جان کیري دا خبرې هغه وخت وکړي چې دی په دې ډاډمن شوی و، چې د سوریې دولت توانېدلی د روسیې او ایران په مرسته د کاسټیلو سړک پر شاوخوا سیمو کې پرمختګ وکړي او په دې توګه د حلب ښار کلابند کړي؛ ځکه چې جان کیري غوښتل د حلب ښار له کلابندی وروسته د اوربند پرېکړه وکړي، خو دا موخه یې د انقلابیونو د جدي خوځښتونو له امله ترسره نه شوه. انقلابیونو د دغو خوځښتونو په بهیر کې وکولای شوی د حلب په سویل کې د کلابندۍ تر ټولو مهمه برخه چې د نظامي اډو سیمه وه ماته کړي او دا بریالیتوب له هغه وروسته تر لاسه شو، چې انقلابیون توانېدلي وو د حلب په سویل کې د (راموس)” سیمه په خپله ولکه کې راولي او د کلابندۍ د ماتولو لپاره لار پرانیزي.

په همدې توګه؛ هغه عملیات چې د حلب ښار د کلابندۍ د ماتېدو لامل شول، هغه کلکه ضربه وه چې د امریکا پرېکړو او نقشو ته واردېده. هغه نقشې چې غوښتل یې د هغې پر بنسټ د سوریې انقلاب  په حلب کې په ترټولو ستونزمن او قوي پړاو کې موخه وګرځوي او له منځه ولاړ شي. دلته وو چې د امریکا او روسیې غوصه لا زیاته شوه. تر دې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د  انقلابیونو دغه خوځښتونه او لاسته راوړنې « بې شرمانه خوځښتونه» وبلل. دغه څرګندونې ښیې چې روسیې او امریکا ګومان کاوه، چې توانېدلي د سوریې انقلاب تر خپلې ولکې لاندې راولي او له منځه وړلو ته چمتو کړي.

د امریکا نقشې په اوس وخت کې په حلب را څرخي او د دې نقشو د بریالیتوب لپاره باید دغه ښار ژر تر ژره له سره تر کلابندۍ لاندې راغلی وی. امریکا د حلب د بیا کلابندۍ لپاره پر دوو برخو کې په فعالیت پیل وکړ:

لومړی: د سوریې د شمال له لوري د ترکیې د پوځ داخلول، چې د طرابلس له سیمې څخه یې پیل وکړ. ترکیې خپل عملیات (سپر فرات) ونومول او په ترکیه پورې تړلي انقلابیون یې د حلب له سوېل څخه را وغوښتل تر څو له اسلامي دولت ډلې سره جګړه وکړي او دا کار په حلب کې د جګړې د واقعي لیکو د کمزوري کولو، د کورنۍ جګړې د لاتازه کولو اوپه حلب کې د جګړې له اصلي لیکو څخه د انقلابیونو د لرې کولو په معنا دی.

دویم: د ایران د حکومت په واسطه د زرګونو ایرانیانو بسیج کول او د حلب سوېل ته د هغوی لېږل؛ همداراز هغه شورماشور چې د ایران حزب په لبنان کې جوړ کړ په دې مانا چې خپل ځانګړي ځواکونه به د حلب سوېل ته لیږي. سربېره پر دې د نجبآ په نوم عراقي ډلې هم په دې برخه کې ورسره د مرستې ژمنه کړې. په عین حال کې روسیې هم په راموسه سیمه خپلو بمباریو ته زور ورکړی.

په همدې توګه امریکا وکولای شوی په دغو دوو برخو کې، د حلب ښار د بیا کلابندۍ زمینه د سوریې دولت او  ملګرو هېوادونو ته برابره کړي؛ خو د حلب د ختیځې سیمې ملکي وګړي د امریکا د نیرنګونو او د (تروریستانو د موخه ګرځولو) او بشري مرستو  شعار تر اغېزې لاندې راغلل. همدا وو چې امریکا چانس ترلاسه کړ چې له روسيې سره هوکړه او د (جګړې د درولو )اعلان وکړي. دغه کار په ژینو کې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدو کتو پر وخت ترسره شو، چې دغو لیدو کتو تر لسو ساعتو زیات دوام وکړ. جان کیري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې لیدنې په بهېر کې په پرلپسې توګه په واشنګتن کې د امریکا له امنیتي ادارو په ځانګړې توګه  پنتاګون سره په اړیکه کې و، ترڅو د روسیې غوښتنه چې د هغو ډلو پرو وړاندې چې د جګړې درولو ته لېوالتیا نه ښیي باید پر وړاندې یې د امریکا او روسیې د ګډو ښکاره عملیاتو لپاره قانوني او اجرایي ضمانت ترلاسه کړي.

امریکا او روسیې د ۲۰۱۶.۹.۱۲ په سوریه کې د جګړې د درولو ورځ اعلان کړه. البته باید دا په پام کې ونیسو چې دغه اعلان هغه وخت وشو، چې دواړه هېوادونه ډاډه شول چې د سوریې دولت او د هغوی ملاتړ کوونکو ایران او روسیې د حلب ښار بېرته کلابند کړی. بل مهم ټکی دا دی چې هغه نېټه چې دوی د جګړې د درولو لپاره ټاکلې وه، د لوی اختر له لومړۍ شپې سره یې سمون خوړ، تر څو له دې څخه په ګټې اخیستنې هغه درناوی او اهمیت چې مسلمانان یې اختر ته لري، په سوریه کې د جګړې درولو مفکورې ته لا ښه رویت ورکړي او د منلو زمینه یې لا پسې برابره کړي.

امریکا د دغه هوکړې د اجرا لپاره ډېره جدي وه، تر دې چې د الجزیرې تلویزیون د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د بیانیې په ژوندۍ بڼې له خپرولو څخه وروسته په یوه ریپوټ کې له ده څخه په حواله ویلي: ( د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د روسیې  او امریکې ترمنځ شوې هوکړه، د سوریې د سیکولر او یوموټي هېواد ساتلو لپاره غالبا وروستی فرصت وباله.) په دې هوکړې د امریکا ټینګار د دې لپاره دی، چې خپلو موخو ته چې هغه په سوریه کې د جګړې درول او د ژنیو ناستې ته د سوریې د مخالفانو اړ ایستل دي، ځانونه ورسوي.

لومړی؛ امریکا د خپلو ټولو جنایتونو سربېره ـ چې څه یې په مستقیمه توګه د جوړ کړي اېتلاف په واسطه او څه هم د خپلو هم پیمانانو لکه روسیې ، ایران، په عراق او لبنان کې ایراني ملیشو او نورو ملګرو په واسطه ترسره کړل، له دې سره سره چې د حلب د ستونزمنې او ګواښوونکې کلابندۍ پر مهال اوربند اعلان شوی و. امریکا، ملګرو یې او مزدورانو یې ګومان کاوه، چې د سوریې خلک به اوربند منلو ته اړ شي، خو هغه څه چې پېښ شول د امریکا د توقع خلاف و. که څه  هم خوراکي توکي نه وو او بمباریو هم دوام درلود، بیاهم خلک واټونو ته راووتل او په خپل ټول ځواک سره یې د اوربند هوکړه وغندله، د ګڼو خلکو لاریونونو یو شمېر ډلې دې ته وهڅولې ترڅو اعلان وکړي چې له اوربند سره موافق نه دي، که څه هم دغه ډلې عملا بې طرفه او منتظر پاتې شوې. یو شمېر نورې ډلې د روسیې سره د امریکا هغه پرېکړه وغندله چې د ځینو ډلو پر وړاندې چې دوی ورته تروریست ویل ګډ عملیات کوي، و نه منله او مخالفت یې ورسره څرګند کړ او یو شمېر نورې ډلې هم وې چې په بشپړه توګه یې له دې موافقې سره مخالفت وکړ.

نه یوازې دا؛ حتا تر دې چې د خلکو پراخو غبرګونونو د امریکا په مزدورانو پورې تړلو ډلو باندې هم فشار راوړ او هغوی يې دې ته اړ کړل، تر څو د رامنځته شوې موافقې په هکله له نظر څرګندولو ډډه وکړي او خپل درېځ له پردې ترشا پټ وساتي. دا کار د دې لامل شو، چې امریکا په دې پوهه شي چې د اوربند هوکړه د خلکو له ملاتړ پرته، ګټوره پایله نشي درلودای؛ خو هغه څه چې د امریکا توان یې د اوربند د هڅو لپاره کم کړ، هماغه د سوریې په شمال کې د امریکا یي ځانګړو ځواکونو له ښه راغلاست څخه د یو شمېر مخالفو ډلو انکار وو، چې امریکا  ترې دا هیله نه درلوده. لکه څنګه چې اردوغان د خپلو ځواکونو ـ چې سپر پرات نومیږي ـ د برید درېیم پړاو له امریکایي ځواکونو سره په ګډه پیل کړ او په دې توګه یې امریکایي ځواکونه د سوریې شمال ته د ننه کړل؛ خو په ناڅاپي ډول د بشار د دولت د مخالفو ډلو له سخت غبرګون سره مخ شول؛ نه یوازې هغو ډلو چې امریکایانو بنسټپالې بللې، بلکې هغو ډلو چې امریکایانو منځلارې ګنلې هم و نه منله، چې د امریکایي ځواکونو سره په څنګ کې جګړه وکړي.

دغه مخالفت یې په داسې چیغو اعلان کړ چې دغه ځواکونه یې (صلیبي) ګڼل. په همدې توکه رسنیو د ۲۰۱۶.۹.۱۶مه داسې خبرونه لاس په لاس کړل چې د دې پېښې بهیر یې ښوده. د تلګرام ورځپاڼې او بوابه انټرنیټي سایټ د ۲۰۱۶.۹.۱۶ مه داسې خبر ولیکه: ( په ویډیویي کلیيونو کې چې ځینو ورځپاڼه لیکونکو او د رسنیو فعالانو په ټوېټر کې لاس په لاس کاوه، ښودل کیږي چې یو شمیر ځانګړي امریکایي ځواکونه راعي ښار له هغه وروسته پرېږدي چې د وسلوالو ځواکونو له سپکاوي او توهین سره مخ کیږي او ګومان کیږي چې د (ازادې سوریې ډلې) اړوند ځواکونه به وي.) دغه کلیپونه په داسې حال کې خپریږي چې اوباما د سوریې په شمال کې د ترکي ځواکونو سره د مرستې لپاره د څلوېښتو  تنو ځانګړو ځواکونو له لېږلو سره موافقه وکړه.  یاد کلیپونه یو شمېر وسلوال کسان ښیي چې د امریکایي ځواکونو د کاروان د تېرېدو پرمهال، امریکایي ضد شعارونه ورکوي، په دې کلېپ کې د هغو خلکو غږ اورېدل کیږي چې وایي:( امریکایان زموږ په منځ کې ځای نه لري، هغوی غواړي د سوریې د نیولو لپاره صلیبي جګړې پیل کړي.)

لومړۍ مسئلې امریکا دې ته اړ کړه چې متوجه شي چې د سوریې له خلکو څخه ـچې په خپل ټول توان سره د امریکا د ګټو پر ضد ولاړ دي د غچ اخیستلو لپاره ( د اوربندونو درېدل) پرلاره واچوي او بمبارونه زیات کړي، داسې ګومان کوي چې د بمباریو زیاتول به دوی تسلیمۍ ته اړ کړي، خو د الله سبحانه وتعالی په غوښتنې سره به امریکا دغه ګومان قبر ته یوسي.

دویم: د اوربند له توافق نامې څخه موخه، یوازې ملکي وګړو ته مرسته او د نظامي عملیاتو درېدل نه دي، بلکې سیاسي حللارو ته د رسېدو د زمینې برابرول هم دي؛ ځکه چې اوباما تل د داسې یوه فرصت په لټه کې دی تر څو د حکومت دوره یې د سیاسي حللارې په موندلو سره پای ته ورسوي او وکولای شي د امریکا نفوذ په سوریه کې وساتي. دغه کار ده ته لاسته راوړنه ګڼل کیږي او په کارنامه کې یې اضافه کیږي او په عین حال کې د ډیموکرات ګوند له اوسني نوماند سره د راتلونکي ولسمشرۍ په ټاکنو کې مرسته وکړي.

د اوربند په توافقنامه پورې اړوندو خبرونو کې وویل شول، چې دا توافق نامه پنځه برخې لري. دوې برخې یې د نظامی عملیاتو درېدو او د خوراکي توکو د مرستو په هکله دي او دغه دوې برخې یې په رسنیو کې خپرې شوې، خو امریکا د درېیو نورو برخو له خپرولو څخه ډډه وکړه؛ ځکه چې داسې ښکاري دا درې برخې د سیاسی حللارې اړوند دي، په زیات احتمال سره د خپرېدو په صورت کې به يې د منځلارو مخالفانو سره د امریکا چل او فرېب چې ګواکي له دوی څخه ملاتړ کوي، څرګند شي. دا لرې نه ده چې په دې برخه کې دې له دې دا خبره نه وي چې خون خوار بشارالاسد کولای شي تر ټاکنو پورې، د انتقالي حکومت د مشر په توګه پاتې شي. له همدې امله امریکا نه غواړي چې د نظامي نیرنګ او بشري مرستو له لړۍ څخه یې چې د انقلابیونو د ارامه ساتلو لپاره  پر لاره اچولې پرده پورته شي. امریکا په دې کار کې له روسیې سره د نظر توافق درلود او په لومړیو کې کارونه په ارامۍ سره پرمخ روان وو.

داسې ښکاري چې امریکا هېره کړې چې هغه اروپا چې دوی د سوریې له روانو بدلونو څخه لرې ساتلې، د امریکا پر وړاندې به خنډ جوړولو له هېڅ ډول هڅو څخه لاس وانخلي، حتا که دا ښکاره وي چې اروپا هېڅ ډول رول د سوریې په کړکېچ کې نه لري، خو امریکا ته د مزاحمت کولو امکان لري. لکه څنګه چې اروپا هڅه وکړه له دې ټکي څخه کار واخلي او امریکا ته خپل مزاحمت وښیي، داسې چې فرانسې په لوړ غږ له امریکې څخه وغوښتل تر څو د توافقنامې بندونه خپلو هم پیمانانو ته ښکاره کړي .همدا راز د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر له امریکا څخه وغوښتل چې د سوریې د اوربند په هکله له روسیې سره د شوي هوکړه لیک په هکله یې خپلو هم پیمانانو ته معلومات ورکړي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان مارک ایرولت د سپټمبر په ۱۵مه د پنجشنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل(فرانسه دا غواړي چې په سوریه کې د اوربند د هوکړې متن چې امریکا او روسیې تر منځ شوی معلومات ترلاسه کړي، تر څو هغه کسان چې موخه ګرځول کیږي، په هکله یې غلط فهمي ونه شي.(سرچینه DW: عربي، ۲۰۱۶،۹،۱۵)

داسې ښکاري چې اروپایان په قصدي توګه امریکا او روسیې ته مزاحمت کړی او ادعا یې کړې چې هوکړه لیک خطرناک بندونه لري، تردې چې په روسیې دې مزاحمت اغېزه وکړه او هڅه یې وکړه ځان له هغې څخه وژغوري او د امنیت شورا د اضطراري ناستې غوښتنه یې وکړه ترڅو د امریکا او روسیې ترمنځ شوي هوکړه لیک ته نړیواله بڼه ورکړي. په عربي ژبه د المان غږ خبري شبکې د ۲۰۱۶.۹.۱۶خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر زاخاروفا څخه په نقل، له دې موضوع څخه د مسکو موخه بیان کړې او داسې اشاره یې ورته کړې ( دا هوکړه لیک له څو بندونو څخه جوړ شوی او د خبرو اترو پر مهال د هغې په هکله د نظر توافق او اعتماد شوی.) همداراز ویې ویل: ( روسي لوري د خبرو په سر منځ او له پای ته رسیدو وروسته امریکایي لوري ته وړاندیز او حتا هغوی یې دې ته هڅول چې هوکړه لیک بندونه باید خپاره شي، تر څو د دې هوکړې پټ ساتل د شکونو او غلط فهمۍ زمینه برابره نه کړي.

دویمې مسئلې هم امریکا دې ته اړ اکړه چې د دې مزاحمتونو د جبرانولو لپاره له غنایمو لاس واخلي او ځانونه په سلامتۍ سره له صحنې وباسي او دې پایلې ته ورسېد چې د هوکړه لیک جوړښت ته بدلون ورکړي او په دې توګه، اوباما د اوربند په یوه برخه بسنه وکړي چې حللارې ته د ورته څیز لامل شي او هغه کولای شي د بشار د دولت او مخالفینو ګډه ناسته وي او په دې توګه به نوی هوکړه لیک له ازار ورکونکې برخې څخه خالي وي.

 دغو دوو مسئلو ته په پام سره چې د امریکا پروړاندې ودرېدې، دایې غوره وبلله چې د اوربند د بندولو مسئله مطرح کړي، ترڅو له هغې څخه په ګټې اخیستنې د بمباریو عملیات زیات کړي او په نظامي ډلو او خلکو فشار راوړي تر څو د اوربند اصلاح شوې هوکړه چې امریکا به یې د اوربند په بهیر کې چمتو کړي او د بشار د دولت او مخالفانو ترمنځ نوې هوکړې ته غاړه کېږدي. امریکا د لنډمهالي اوربند د توجیه کولو لپاره چې په لنډه توګه مخکې ورته اشاره وشوه او همداراز د شک او شبهې د لرې کولو چې ګواکي امریکا د روسیې او د بشار له دولت سره په همغږۍ د اوربند د درولو او بمباریو د دوه برابره کولو ترشا لاس لري لاندې ګامونه واخیستل.

د سوریې دولت ته یې امر وکړ چې د اوربند پای اعلان کړي او بمبارۍ له سره کړي. او وروسته یې روسیې ته هم همداسې دستور ورکړ، چې بېلابېلو رسنیو دا خبر لاس په لاس کړ، له هغې ډلې څخه الجزیره تلویزیون په یوه خبر کې داسې وویل:( د سوریې دولت نن دوشنبه اعلان وکړ چې هغه اوربند چې د امریکا او روسیې په منځګړیتوب ترسره شو او اووه ورځې یې دوام وکړ، نن پای ته ورسېد چې د بشار دولت بیا اوربند ته هېڅ کومه اشاره و نه کړه.)

امریکا داسې وښوده چې ګواکي له روسیې سره د نظر اختلاف لري، داسې چې هر یوه یو پر بل تور لګاوه، چې د اوربند د ناکامولو تر شا لاس لري. داسې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبر پاڼه کې داسې اعلان وکړ:( امریکا د روسیې له لوري د اوربند د هوکړې د یو شمېر مادو د ښکاره نقض له امله له روسیې سره د سوریې اړوند په خپلو ټولو اړیکو له سره کتنه وکړي.) (سرچینه: د الجزیرې انټرنټي پاڼه، د ۲۰۱۶،۹،۱۶)

د خلیج انلاین انټرنټي پاڼې هم د ۲۰۱۶/۹/۲۴ په یوه خبر پاڼه کې داسې لیکلي و:(  څو ورځې کیږي چې روسیه او امریکا یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي. داسې چې مسکو په دې باور دی چې واشنګټن د اوربند په هکله په خپلو کړو ژمنو نه دی درېدلی، په ځانګړې توګه د مخالفو ډلو او فتح الشام ډلو د سیمو د پېژندلو په برخه کې. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن ګواښ وکړ چې کلابندو سیمو ته د انسان دوستانه مرستو له داخلېدو پرته به خپل نظامي اقدامات له روسیې سره همغږي نه کړي.)

د امریکا بهرنیوچارو او دفاع وزارت ترمنځ د نظر اختلافات خلکو ته په خوله ورکړل او داسې یې وښوده چې ګویا پنتاګون د اوربند پر شرایطو نیوکه لري، ځکه چې د دې اوربند پرسر هوکړه د یوې شپې او ورځې په موده کې شوې او پنټاګون ورڅخه بې خبره دی. د یادولو وړ ده چې دغه خبرې اترې د دوی د غوږونو او سترګو لاندې روانې وې. نو که نیوکه یې هم درلودای باید مخکې یې مطرح کړې وای، نه د اوربند د مودې له پوره کېدو وروسته. هغه اوربند سربېره چې د ۲۰۱۶.۹.۱۲ نېټه ترسره شو، څه موده یې د پنتاګون په موافقه د همدې میاشتې تر۹مې وغځول شوه. همداراز العربیه تلویزیون د ۲۰۱۶.۹.۱۴ ام په یوه خبر کې داسې وویل :( العربیه تلویزیون په واشنګتن کې وایي، چې پنتاګون د چهارشنبې په ماښام په سوریه کې د راتلونکو ۴۸ ساعتونو لپاره د اوربند د مودې له غځولو څخه ملاتړ وکړ. د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې د ورځې د اوربند څخه د سرغړونو سربېره د چهارشنبې په ورځ بیاهم په سوریه کې تر ۴۸ ساعتونو پورې د اوربند له غځولو خبر ورکړ.)

په همدې ترتیب په سوریه کې اوربند له شپږو ورځو وروسته رسماً نقض شو او له منځه ولاړ. دا اوربند له پیل څخه یې د امریکا او روسیې د تحمیل په واسطه  یوازې شپږ ورځې دوام وکړ، دا په داسې حال کې ده چې امریکا او روسیې غوښتل چې د اوربند له اوه ورځني توافق د مودې له پوره کېدو وروسته، د ترورېزم پر وړاندې د جګړې تر عنوان لاندې د سوري انقلابیونو بمبار په ګډه بیا پیل کړي؛ خو د امریکا د ښکاره ستونزو جوړولو له امله دا هوکړه عملي نه شوه. امریکا له هغې وروسته د )اوربندونو د بندولو( او بمباریو د زیاتولو مسئله پیل کړه تر څو د پخواني اوربند په نوي اوربند د اړولو لپاره چانس ترلاسه کړي، دوی داسې فکر کوي، چې وبه کولای شي د اوباما د حکومت تر پایه  د بشار د دولت او مخالفینو ترمنځ ناسته ترسره کړي.

دا هغه څه و چې اوسمهال په سوریه کې روان دي او دا دي هغه موخې چې امریکا هڅه کوي د خپلو هم پیمانانو او اوباشانو په مرسته یې ترلاسه کړي. البته دا هغه ارمانونه دي چې د رښتیا کولو په لټه کې یې دي، خو رښتیا دا دي چې د سوریې کړکېچ په یوه اغزي حتا د اغزیو په ونه بدل شوی، چې د اوباما، ملګرو یې او لارویانو په ستوني کې په سختۍ سره نیښتی، که څه هم اوباما له اوس څخه پخوا له زیات وخت او ځواک څخه برخمن و. همدارنګه په خپلو ویناوو کې یې د هغو ستونزو په هکله چې قدرت له رسېدو څخه تر اوسه ورسره مخ شوی، ویلي:) چې د سوریې جګړې او ناستې چې د دې هېواد د کړکېچ له امله ترسره کیږي د سر وېښتان مې یې سپین کړي.( همداراز روسي تلویزیون د ۲۰۱۶.۸.۵ ویلي و چې ده د مطبوعاتي کنفرانس په بهیر کې چې د ملي امنیت له مسولینو او د امریکا د دفاع وزارت له امنیتي چارواکو سره یې د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په څلورمه جوړه کړې وه وویل: ) په پوره ډاډ سره ویلی شم چې ووایم چې د وېښتانو زیاته سپینه شوې برخه مې د هغو ناستو له کبله ده چې د سوریې په هکله مې ترسره کړې دي!) که اوباما مخکې د سوریې د کړکېچ په هکله دا ډول څرګندونې کړې وې، نو له شک پرته دی په اوس وخت کې ځان په لا تندو او خشنو الفاظو نفرین او ملامت کړي او توره ماڼۍ به یې په داسې حال کې پرېږدي چې په لوړ غږ به ووایي؛ «سورېې مې زړه خولې ته راووست(!

هو! اوباما حق لري چې دا ډول څرګندونې وکړي، ځکه چې که څه په سوریه کې نړیوال کشمکش نه دی روان، دا یوازې امریکا ده چې هم په نړیواله، هم په سیمه ییزه او هم په کور دننه د سوریې کړکېچ اداره کوي.لکه څنګه چې په نړیواله کچه یې له روسیې څخه کار اخیستی او د اروپا لاس یې له دې قضیې څخه لنډ کړی، په سیمه ییزه کچه یې له : ترکیې، سعودي عربستان او ایران څخه ګټه اخلي. په سوریه واکمن نظام او یو شمېر مخالفې ډلې یې د امریکا په خدمت کې واقع دي؛ خو له دې هرڅه سره سره تر اوسه امریکا نه ده توانېدلې په سوریه کې خپلې نقشې د خپلو ملګرو، هم پیمانانو او ورپورې اړوندو ډلو په مرسته ترسره کړي.

پوره پنځه کاله کیږي چې امریکا په سوریه کې له سختو کشمکشونو سره لاس او ګرېوان ده، او په دې کشمکشونو کې یې یوازینی مخالف لوری هماغه د سوریې مخالفې ډلې دي. له همدې امله دا عجیبه نه ده چې اوباما په سوریه کې د خپلو نیرنګونو د نه عملي کېدو له امله په رواني ناروغۍ اخته شي. څنګه به دی په دا ډول ناروغیو نه اخته کیږي، په داسې حال کې چې د ابر ځواکۍ سره سره یې بیا هم ځانګړي ځواکونه د ترک سرتېرو سره په څنګ کې د سوریې خاورې ته د ننه شوي وو، له یو څو ورځو زیات یې په دغه خاوره کې تاب را نه وړ او په داسې حال کې له سیمې څخه وتښول چې له دوی سره ددوی د نفرین او غندلو چیغې مل وې. هغه هم دغه چیغې د هغه چا له خولې څخه وتلې چې خپله امریکایانو هغوی ته نظامي زده کړې او تمرینونه ورکړي وو او ګمان یې کاوه چې دغه ډلې دوی ته تسلیم شوې دي.

ټول دغه واقعیتونه دا ښیي چې اسلامي احساسات د سوریې د خلکو په پوست او وینه کې را ټوکیدلي او له رښتینو ځواکونو څخه اغېزمن کیږي، چې د دوی روحیه او نړۍ لید ځواکمنوي او را ویښوي یې تر څو د خاینو مزدورانو او ښکېلاکګرو( استعمارګرو) بادارانو پر وړاندې په خپله اسلامي خاوره کې ودریږي او د غره په شان ثابت پاتې شی. که د سوریې او د هغې د خلکو واقعیت په اوس وخت کې داسې وي لکه یادونه یې چې وشوه، نو اوس تصور وکړئ چې کوم لوی بدلون به راولي؟ که اسلامي افکار په دوی کې را ټوکیدلي وي او د یوه رښتیني او مخلص اسلامي واکمن په واسطه هدایت او رهبري شي- هغه واکمني چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه وینا په رښتیا بدله کړي، په المعجم الکبیر کتاب کې د طبراني په روایت حدیث کې د سلمه بن نفیل په روایت سره راغلي، وېې فرمایل:

عقر دار الإسلام بالشام

د اسلامي خاورو مرکز په شام کې دی.

هو! همدلته به وي چې د نبوت پر منهج د خلافت دولت ځلانده لمر د دوی په منځ کې راخیژي او یو ځل بیا به د نړۍ رهبري هغوی ته سپارل کیږي تر څو اسلام او مسلمانان یو ځل بیا خپل له لاسه ورکړی عزت او سرلوړي ترلاسه او کفار د ذلت او خوارۍ په ټغر کښېنوي. له شک پرته چې دغه کار به د الله سبحانه وتعالی لپاره ستونزمن نه وي.

وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ

(روم: ۴-۵)

او په هماغه ورځ به وي چې مسلمانان د الله سبحانه وتعالی له مرستې او یارۍ خوشاله کیږي، هر څوک چې وغواړي مرسته ورسره کوي او هغه دی ماته نه مننونکی او مهربانه.

د ۱۴۳۷ه ق د ذی الحجې ۲۳ ام

د ۲۰۱۶م کال د سپټمبر ۲۵

ژباړونکی: جاهد زیار


PDF Print Email
Views [ 1085 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
په سعودي عربستان کې څه تیریږي؟ او په اړه یې د امریکا دریځ څه دی؟
1. ال سعود یا د سعود کورنۍ د خپل خوځښت له پیله د یوه اسلامي دولت په حیث د عثماني خلافت پر وړاندې د ښکېلاکګرو کفارو ملاتړي وو. دوی د انګرېز ښکېلاکګرو پر مټ په ۱۷۸۸ م کې پر کویټ، او د ۱۸۰۳ او ۱۸۰۴ م کې ...
در سعودی چه جریان دارد و امریکا در کجای آن استاده است؟
سایت "مدن" به تاریخ ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۷م نوشت: «تبلیغات مبارزه با فسادی‎که هم اکنون در سعودی غوغاء برپا نموده است، ابتداء دامن دوایر نظامی را گرفت؛ چنان‎چه مسئول اطلاع‎رسانی مخصوص این دستگیری‎های "مبارزه ب...
تحولات جدید سیاسی در لیبیا
اما امریکا این قضیه را از این زاویه می‎دید که اگر پس از آن‎که اروپا راه‎حل سیاسی را ترویج نموده، اعتراضی داشته باشد، به مصلحت‎‎اش نخواهد بود و در عین زمان موضع موافق به توافق‎نامه صخیرات را اتخاذ نمود...
تحولات سیاسی در اقلیم کاتالونیا
در اکتبر ۲۰۱۲م یک همه‎پرسی سمبولیک برگزار شد و ۳۷ درصد از ساکنان اقلیم کاتالونیا در آن اشتراک کرده و به نفع استقلال از دولت اسپانیا رأی دادند. در جنوری ۲۰۱۵م "آرتورماس" رئیس حکومت کاتالونیا انتخابات ز...

موضوعات جدید ...

ټرمپ په امریکا کې له کډوالو څخه وېره لري، چېرته چې ښوونکي د مسلمانو نجونو له سرونو څخه حجاب لرې کوي! ټرمپ په امریکا کې له کډوا...
همدا راز دغې زده کوونکې په خپله ټوېټر پاڼه کې زیاته کړې، چې دا له خپلې يوې ملګرې سره...
اې د اسلامي امت پوځونو! قدس د اسلامي خلا...
الله سبحانه و تعالی اسلام د حاکمیت لپاره...
د مسلمانانو اسلامي ژوند په خطر کې دی، نه...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

تاجکستان دولت خپلو هغو پوله ساتو ته چې د افغانستان اوسېدونکي وژني، ترفیع ورکوي
تاجکستان دولت خپلو هغو پو...
د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو د افغانستان دوه تنه اوسېدونکي د بدخشان ولایت په اسکشمین ...
زندگی اسلامی مسلمانان در خطر است، نه اسل...
ابتلاء در نعمت و تنگ‌دستی...
د مسلمانوژنې روانه لړۍ دا ډول پای ته ورس...
نظری گذرا بر انقلاب‎های جهان عرب علیه حک...