مهم

د امریکا جنګي پروژه او د اسلامپالو سياستوالو برخلیک

Enter email addressInvalid email!

د ترکیې او روسیې ګډه ناسته
حزب التحریر | October 15, 2016

د ترکیې او روسیې ګډه ناسته

(ژباړه)

پوښتنه:

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۲۰۱۶ زکال د ۸ مې میاشتې پر ۹مه په یو رسمي سفر روسیې ته ولاړ. دا سفر پر داسې مهال تر سره شو چې په ترکیه کې د کوداتا ټکانونه پای ته نه وو رسېدلي. پوښتنه دا ده چې دغه بېړنی اقدام د څه لپاره دی،بل دا چې د دې سفر اصلي موخه به څه وي؟ دې ته په کتو سره چې د ترکیې د بهرنیو چارو، اردو او اسخباراتو استازو هم روسیې ته سفر وکړ. همدارنګه دغه سفر د سوریې په کړکېچ پورې اړه لري او که یوازې د دې لپاره و چې د روسیېد جنګي الوتکې له نسکورېدو وروسته د ترکیې او روسیې اړیکې ښې شي.

ځواب:

د دې بیړني سفر د وسایلو او موخو د پوهېدو لپاره پر لاندې مواردو بحث کوو:

  1. د دغه سفر په اړه خبر د ۲۰۱۶ زکال د ۷ مې میاشتې د ۱۵ مې نېټې د کوداتا تر هڅو وړاندې شته وې. څنګه چې ټاکل شوې وه د دواړو ولسمشرانو تر منځ دغه لیدنې د شلمې ناستې په دوام کې تر سره شي؛ چې ټاکل شوې وه د ۲۰۱۶ ز کال د سپټمبر په میاشتې کې تر سره شي؛ خو د دواړو ولسمشرانو (پوتین او اردغان) تر منځ دغه لیدنه په بېړه په اګېسټ میاشت کې تر سره شوه. ځکه امریکا دا هوډ درلود چې د ایران، روسیې او نورو هېوادونو د د وسایلو تر ناکامېدو وروسته دا ځل ترکیه د یو ابزار په توګه د سوریې په کړکېچ کې ښکېله کړي.

د ترکیې د بهرینو چارو وزیر د دواړو ولسمشرانو تر منځ دغه لېدنه غوره او مهمه وبلله او اعلان یې وکړ چې دغه لیدنه به د اګېسټ د میاشتې په اوږدو کې په روسیه کې وشي. څنګه چې د العربیه انټرنېټي ویبپاڼې د ۲۰۱۶ زکال د ۷ مې میاستې پر ۲ یمه له انټرفکس اژانس نه په نقل خبر ور کړ چې د ترکیې د بهرینو چارو وزیر پخپلو څرګندونو کې وویل چې ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اګېسټ د میاشتې په اوږدو کې د روسیې په سوچي ښار کې له یوبل سره خبرې او لېدنې وکړي. په دغه سفر کې په سوله ییزه او د ملګرۍ په فضا کې خبر اترې وشوې چې ترکیه د امریکا د سیاستونو پر بنسټ د سوریې په حل کې رول ولوبوي.

د دې موضوع جزیات مو په هغه پوښتنه کې چې د ۲۰۱۶ زکال د ۷ مې میاشتې پر ۱۴ مه مو خپره کړې وه، واضح کړل. څنګه چې هلته مو ویلي وو: «اوس مهال له ترکیې څخه د امریکا غوښتنه داده چې پخپل ټول وس د سوریې پر مخالفینو فشار راوړي چې دې ته اړ شي چې د ژینو خبرو اترو ته بیرته ور وګرځي او سوله ییزه لاره ومني. د امریکا دغه غوښتنه وه چې د ۲۰۱۶ ز کال د ۲ یمې میاشتې پر ۲۷ مه خپره شوه.

ترکیه هم ګومارل شوې چې مخالفینو ته ګواښ وکړي چې د خبرو اترو له بهیر سره د نه یوځای کېدو په صورت کې به د دوی له ملاتړ څخه لاس واخلي او ترکیه دغه ګواښ د ترکیې او روسیې د مرستو له لارې مخالفینو ته کوي. څنګه چې العربیه نېټ د ۲۰۱۶ زکال د ۷ مې میاشتې پر ۲یمه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر نه په نقل خبر ور کړ: «هیله لرم چې د روسیې او ترکیې د اردو تر منځ په ځانګړي ډول د سوریې په قضیه کې ګډې اړیکې رامنځته شي». دا چې ترکیه اوس هم په سوریه کې د روسیې د لاسوهنې مخالفه ده او دې ته په کتو سره چې په ترکیه کې تروریستي بریدونه تر سره کیږي؛ د سوریې مخالفین اړ دي چې د تروریستي ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي او دغه مبارزه داسې وي چې امریکا، روسیه او ترکیه یې غواړي. په دې کې شک نشته چې د ترکیې دغه ګواښ به پر یو شمېر مخالفینو اغېز وکړي چې تر اوسه یې سترګې د ترکیې مرستې ته په لاره دي؛ هغه کسان چې باور لري اردغان به دې ته اجازه ور نه کړي چې د «حماة» د سیمې وحشیانه وژنه تکرار شي او هغوی چې اوس هم له ترکیې سره اړیکې لري. نو پر همدې اساس امریکا هیله لري چې دغه ډلې له نظام سره خبرو اترو ته چمتو کړي.

دا هم لرې نه ده چې ترکیه پر مخالفینو د فشار راوړلو په اعمالو کې له سیاسي ابزارو نه ګټه واخلي او نظامي اقدام وکړي او د تروریستي اقداماتو پر وړاندې د مبارزې په پلمه، داعش ډله د جګړې ډګر ته راودانګي او دا په داسې حال کې ده چې داعش له نورو مخالفینو سره نه تفکیک کیږي؛ دا په دې مانا چې ترکیه به د مخالفینو د بمبارولو پر وخت د داعش د موخو د له منځه وړلو پر اساس د روسیې دلیل مطرح کړي؛ د روسیې او ترکیې د اردو د اړیکو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې د دې احتمال ښکارندویي کوي.

همدارنګه موږ ویلي وو: «اباما غواړي چې د امریکا د پخواني ډیموکراټ ولسمشر کلنټن په څېر عمل وکړي. کلنټن د خپل حکومت په وروستیو کې هڅه وکړه چې د فلسطین قضیه د سازمان په واسطهحل کړي او یهودیان یې د یوې پرېکنده حل لارې او خبرو اترو پر اساس حل کړي، که څه هم نوموړی په خپلو هڅو کې بریالی نه شو، خو د فلسطین واکمن یاسرعرفات او د اسرایلو مشر ایهود بارک یې له یو بل سره کېنول. اباما همدارنګه هڅه کوي چې د سوریې مخالفین له نظام سره د اخبرو اترو مېز ته کېنوي چې په راتلونکي کې دا وویل شي چې نوموړي د خپل حکومت په وروستیو ورځو کې د قدر وړ کار تر سره کړ.

د کلنټن او اوباما د هڅو توپیر په دې کې دی چې کلنټن یې خپل هڅې د خپلو مزدورانو پر وړاندې په ښکاره تر سره کولې؛ خو اوباما د خپلو مزدورانو تر شاه ځان پټ کړی او کارونه د دوی په واسطه پر مخ وړي. امریکا د اوباما په حکومت کې نسبت پر دوی پورېتړلیو دلتونو ته ډېر باور ښیي. څنګه چې د ایران او د دوی د ملګرو له ناکامۍ او د روسانو له ماتې وروسته او دا چې امریکا په سوریه کې راګیر ده، امریکا اردغان ته امر کوي چې له روسیې سره خبرو ته کېني چې روسیه وهڅوي او همدارنګه د سوریې د انقلابیونو بمبارول ورته اسانه شي او پر همدې اساس پر انقلابیونو فشار راوړي چې له نظام سره خبرو ته کېني.

له هغه وروسته چې د سوریې په کړکېچ کې د ایران او روسیې لاسوهنې له خنډ سره مخ شوې؛ نو امریکا په دې هڅه کې ده چې ترکیه په سوریه کې د امریکا نفوس وساتي او د سوریې له انقلاب څخه اسلامي رنګ لرې کړي او په چټکۍ سره یې له ایران او روسیې سره کېنوي. دا چې روسیه شپه او ورځ سوریه بمباروي، نو په سوریه کې د تروریزم پر وړاندې جګړې کې له ترکیې سره ملګرې شوې او د دواړو خواوو تر منځ د نظرونو بدلون د ملګرۍ په فضا کې تر سره کیږي. تر دې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دې غوښتونکی کیږيچې د روسیې او ترکیې د اردو تر منځ په ځانګړي ډول د سوریې په کړکېچ کې دې اړیکې شته وي». (د ۲۰۱۶ زکال د ۷ مې میاشتې د ۱۴ مې نېټې له پوښتنې او ځواب نه اخیستل شوې)

 

  1. ټاکل شوې وه چې ترکیه ژر خپل رول ولوبوي، خو هغه هڅې چې پر اتاترک پورې اړوند نظامیانو او انګلیس په واسطهد کوداتا لپاره تر سره شوې، د دې خنډ شوې چې د ترکیې رول د یو څه وخت لپاره ودریږي او  د ترکیې نظام له کورنیو ستونزو سره مخ شي. د دې امکان و چې دغه رول د لنډپارې کوداتا له ټکانونو څخه د ترکیې تر بشپړ خلاصون پورې ودریږي. څنګه چې اردغان هم هغه ته اشاره وکړه، خو هغه څه چې د ۲۰۱۶ زکال د اګېسټ د میاشتې په پیل کې رامنځته شول، د حلب ښار د کلابندۍ د ماتولو لپاره د انقلابیونو بریدونه او په دغه بریدونو کې د هغوی نسبي بریا امریکا دې ته اړ کړه چې له دې وخت نه ګټه واخلي او د ترکیې رول په بیړه ولوبوي. همدا دلیل و چې روسیې ته د اردغان سفر تر سره شو او له هغوی سره د اړیکو عادي کولو لپاره یې هڅې پیل کړې او  د امریکایي سیاسي حل لارې پر لور تګ، خو د ترکیې په فعاله رول سره تر سره شو. 

امریکا په دې هڅه کې ده چې د انقلابیونو بریدونه کومه پایله ور نه کړي او د دې پر ځای چې د جګړې په ډګرونو کې بریالي شي، د خبرو اترو د مېزونو تر شاه د هغوی بریا تر لاسه کړي. امریکا هڅه کوي چې دغه چانس د ځان لپاره پلمه کړي او هغه د ترکیې په واک کې ور کړي چې له هغه نه په ګټې اخیستنې متوازنې خبرې اترې پیل کړي چې اردغاون یادې کړې. ځکه امریکا په دې باور ده چې ترکیه به له ډول ډول اسانتیاوو نه په ګټې اخیستنې سره پر دې بریالۍ شي چې هغه دښمنان چې په دې ورځو کې د اوباما د ادارې له حاکمیت څخه پاته دي راټول کړي او د متوازنو خبرو اترو پر اساس به امریکایي حل لاره پرې ومني. څنګه چې د السوریه نېټ او الخلیج الجدید ویبپاڼو د ۲۰۱۶ زکال د ۸ مې میاشتې پر ۶ مه له اردغان څخه په نقل وویل: «د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن ورځ د سوریې د کړکېچ د حل په موخه د سیمییزې اجماع غوښتونکی دی. نوموړي د هغه څرګندونو په دوام کې چې د قطر هېواد له الجزیرې شبکې سره یې اوږدې خبرې در لودې او د شنبې په ماښام له همدې شبکې نه خپرې شوې زیاته کړه: هر څومره چې په حلب کې حالت ګواښونکی دی، خو مخالفین پر دې توانېدلي دي چې په دې وروستیو کې توازن وساتي».

همداسې وشول؛ یاد شوی سفر تر سره شو او اوباما اردوغان ته امر وکړ چې په بیړه کار پیل کړي او دښمنې خواووې د خبرو اترو په څلورم پړاو کې سره راټولې کړي. اوباما غواړي چې د خپل حکومت دوره د دغه خبرو اترو په پیلولو سره پای ته ورسوي او دا هغه خبرې اترې دي چې د ترکیې د بهرینو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ورته اشاره وکړه. څنګه چې د رویټرز اژانس عربي برخې د ۲۰۱۶ زکال د ۸ مې میاشتې پر ۵ مه د جمعې په ورځ له نوموړي څخه په نقل وویل: «د سوریې د راتلونکي لپاره باید له سره خبرې اترې پیل شي». هغه د ژینو د څلورم پړاو د خبرو اترو د پيلولو غوښتونکی شو. روسیې ته د اردوغان سفر او له پوتین سره د نوموړي لیدنه دا ډول تر سره شوه.

  1. د ترکیې او روسیې تر منځ له راپیداشوو ستونزو وروسته چې د ترکیې د نظامیانو په واسطه د روسیې جنګي الوتکه رانسکوره شوه؛ دا ناسته لومړی ګام بلل کیږي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کولو لپاره اخیستل کیږي. د دې اړیکو ښه کول داسې تر سره شول چې د ترکیې د ذلت سبب شول. څنګه چې اردوغان هغه شرطونو ته په سر ټیټولو سره چې پوتین د روسیې د الوتکې د راغورځولو پر سر اېښي وو د ۲۰۱۶ زکال د ۶ مې میاشتې پر ۲۷ مه په رسمي ډول بښنه وغوښته. همدارنګه اردوغان ډېر ژر د ۲۰۱۶ زکال د ۶ مې میاشتې پر ۲۹ مه د روسیې له ولسمشر سره ټلیفوني اړیکې ونیولې او د ملګرۍ خبرې وشوې. له نوموړي نه وروسته د ده د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر لاوروف سره د ۲۰۱۶ زکال د ۷ مې میاشتې پر لومړۍ نېټه د روسیې په سوچي ښار کې لیدنه او خبرې وکړي. نوموړي په دغه لیدنه کې د نورو مواردو تر څنګ په ځانګړي ډول د روسیې په سن پټرزبورک ښار کې د پوتین او اردغان د لیدنې په اړه خبرې وکړي. بل دا چې د ترکیې د بهرینو چارو وزیر په خپلو خبرو کې اشاره وکړه چې شونې ده چې روسیې ته په ترکیه کې نظامي اډې ور کړل شي چې له همدې ځایه په سوریه کې بریدونه تر سره کړي.

باید پوه شو چې د روسیې پر وړاندې د ترکیې دغه له شرمه ډک دریځ (موقف) د دې لپاره نه و چې تر کیه پر انقره د مسکو له اقتصادي بندیزونو نه ځورېده، بلکې د دې لپاره و چې امریکا په سوریه کې ګیرپاته وه او بس. امریکا دا اراده لري چې ترکیه له روسیې او ایران سره یوځای کړي چې د سوریې د بحران د له منځه وړلو لپاره ګډ کار وکړي. نو د روسیې پر وړاندې د ترکیې منت منل او کوداتاه د همدې لپاره وو چې یاد مو کړل. نو پر همدې اساس د دې دلیل هغه اړیکي دي چې ترکیه یې له امریکا او د هغې د سیاستونو د تر سره کولو لپاره لري او په همدې ډول د امریکا امرونو ته ښه لاغلاست وایي.

  1. که څه هم چې اردوغان له لنډپارې کوداتا وروسته کورنۍ ستونزې حلولې او هڅه یې کوله هغه څه چې نوموړي زلزله یادوله او په دې پورې اړونده ستونزو ته ځان ورسوي. د هغې لیدنې په دوام کې چې د ۲۰۱۶ زکال د ۸ مې میاشتې پر ۷مه یې په استانبول کې د خلکو په منځ کې درلوده، له هغوی نه یې وغوښتل چې د چهارشنبې په ورځ به په همدې صحنه کې شته وي. همدارنګه د سوریې په حلب ښار کې د روسانو د وحشیانه جنایتونو په ډېرېدو سربېره بیا هم اردوغان ټینګار درلوده چې تر کوداتاه وړاندې سوریې ته سفر وکړي.

هو! اردوغان پر دې ټولو ستونزو سربېره بیاهم ټینګار درلوده چې له پوتین سره یې لیدنه تر سره شي او ونه ځنډیږي. دا ټنګار د دې لپاره وه چې اردوغان غوښتل چې ژر یې له روسیې سره د تېرو تیاره اړیکو پاڼه وتړل شي او همدارنګه په دې دلیل سره چې امریکا ترکیه د روسیې لور ته سوق کړي. څنګه چې پوتین پخپلو کنایه خبرو کې د دغه ټینګار په اړه له اردغاوان نه ډېر لیوال وو او وې وویل: «که څه هم چې د ترکیې ولسمشر د لنډپارې کوداتاه د تر سره شوو هڅو په شپو کې له سخت حالت سره مخ دی، خو بیا یې هم وخت پیدا کړ چې روسیې ته سفر وکړي». (۲۰۱۶ زکال د ۸ مې میاشتې پر ۹مه د نن ورځې له روسیې نه په نقل سره)

  1. ښکاره وه چې د پوتین او اردوغان تر منځ د ناستې موضوع د سوریې بحران و. څنګه چې دواړو ولسمشرانود دواړو خواوو د پلاویو غړو د خبرو اترو په دوام کې پر دغه موضوع خبرې ونه کړې او د سوریې په اړه خبرې یې د همغې ورځې په ماښام د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د استخباراتو د استازو په شتون کېوځنډولې چې په هغه کې د سوریې د بحران د یوې خواته کولو پر لارو خبرې وکړي. پوتین په ځانګړي ډول په دغه لیدنه کې وویل: «په دغه لیدنه کې به ځینې معلومات رد او ځینې به بدل شي او د حل لاره به ورته ولټوو».

د سوریې په اړه د همغې ورځې ماښام ته د خبرو ځنډول او د دواړو خواوو د پلاویو د غړو لرې کول د هغه اهمیت ښکارندویي کوي چې دواړه لوري یې د سوریې بحران ته ور کوي او دا ښیي چې دغه کړکېچ به د مخکنیو خنډونو له لرې کولو وروسته د دواړو خواوو لپاره لویه مسله وي. د امریکا موخه دا ده چې ټولې ښکېلې خواوې یعنې د سوریې نظام او مخالفین د خبرو پر مېز راټول کړي او دغه کار د اوباما د حکومت د دورې ښه پای او لاسته راوړنه وبولي.

  1. د ناستې په دوام او له هغه نه وروسته د ترکیې رول په دغه دلیلونو سره په ښه ډول څرګندیږي:

الف. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د جمعې په ورځ پخپلو څرګندونو کې وویل چې د سوریې د راتلونکي په اړه باید له سره خبرې وشي نوموړی همدارنګه د ژینو د سولې د خبرو د څلورم پړاو غوښتونکی شو. (۲۰۱۶ زکال د ۸ مې میاشتې ۵ مه له عربي رویټرز نه په نقل سره)

ب. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د سوریې د کړکېچ د حل لپاره د سیمې د هېوادونو د ناستې غوښتنه وکړه. نوموړي چې له الجزریرې خبري شبکې سره د شنبې په ماښام اوږده مرکه کوله زیاته کړه: «په حلب کې حالت ګواښونکی دی، خو د دولت مخالفینو په دې وروستیو کې توازن پیل کړی دی».

ت. له بل لوري د نن ورځې روسیې خبرې اژانس په روسیه کې د ترکیې له سفیر «اومیت یاردیم» نه په نقل سره وویل: «ترکیه په دې باور ده چې د سوریې د اوسني دولت رهبري کولای شي په هغه خبرو اترو کې چې د سوریې د کړکېچ د حل لپاره پیل شوي، ګډون وکړي». همدارنګه د تاس خبري اژانس له یاردیم نه په نقل سره وایي: «انقره په قدرت کې د سوریې د اوسنۍ رهبرۍ د برخې اخیستلو له طرحې سره مخالفه نه ده».

ث‌. د ترکیې لومړی وزیر له دې ټولو نه وړاندې شوی و. څنګه چې نوموړي له روسیې سره تر خبرو وړاندې چې د دغه هېواد له لنډپارې کوداتاه نه لږ مخکې  پیل شوې وې؛ له حاکم نظام سره د سوریې د موضوع ډیپلوماټیک حل ومانه.

څنګه چې د العربیه انټرنېټي ویبپانې د ۲۰۱۶ زکال د ۷ میاشتې پر ۱۳ مه د دې خبر تر عنوان لاندې «ترکیه په غیر مترقبه ډول د سوریې د اړیکو د عادي کولو خبرې کوي» وویل: «د ترکیې لومړي وزیر علی بن یلدریم نن چهار شنبه څرګنده کړه چې نوموړی ډاډه دی چې له سوریې سره به د دوی د هېواد اړیکې عادي حالت ته راوګړځي». همدارنګه د بي بي سي عربي څانګې دغه خبر د ۲۰۱۶ زکال د ۷ مې میاشتې پر ۱۳ مه خپور کړ: «د ترکیې لومړي وزیر علی بن یلدریم وویل چې ترکیه له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره په خپل تازه ګام کې د ښو اړیکو د پراخولو په هڅه کې ده».

  1. په دې ډول ترکیه د سوریې کړکېچ ته دننه شوه؛ خو د سوریې د خلکو د ملاتړ لپاره نه او نه هم د ایران او روسیې له وحشت څخه د هغوی د ژغورنې لپاره؛ بلکې د یو شیطاني مثلث لپاره چې د هغوی لپاره جرمونه اسانه کړي او له هغوی سره د امریکا د ناوړې برنامې د تر سره کولو لپاره چې هغه د شام له ظالم نظام سره خبرې دي؛ مرسته وکړي. دغه دوه اړخیزه غونډه چې د پوتین او اردوغان په ګډون ونیول شوه، هېڅ بختوره نه وه، ځکه ترکیې په ښکاره ډول د سوریې له انقلاب څخه د ملاتړ پر اساس له خپل دریځ (موقف) نه په شاه شوه او دا په شاتګ تر دې حده و چې د ترکیې د بهرینو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې وویل: «روسیه د انقلابیونو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره له ترکیې نه غوښتي چې هغه اطلاعات چې د انقلابیونو د پټنځایونو په اړه د دوی د هېواد استخباراتو راټول کړي، دوی ته ور کړي. د امریکا د دغه ټینګار لپاره روسیه چې څه ته اړتیا لري، باید ترکیه یې په واک کې ور کړي. نېږدې و چې د استخباراتو پلاوی له دې ناستې یوه ورځ وروسته یعنې ډېر ژر مسکو ته سفر وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۱۶ زکال د ۸ مې میاشتې پر ۱۰ مه له اناتولي خبري اژانس سره په څرګندونو کې وویل: «د اوربند د اړیتا، د انساني مرستو د رسولو او د سوریې بحران ته د ډیپلوماټیک حل په اړه زموږ لیدلوری له روسیې سره یو ډول دی او د دغه ملګرتیا قوي میکانیزم به ډېر ژر تر سره شي». نوموړي زیاته کړه: «د ملي امنیت عمومي رییس، د بهرینو چارو وزارت استازي او د ترکیې اردو به نن ورځ پر دغو پروندو په «سان پټرزبورګ» کې خبرې وکړي». (۲۰۱۶ زکال د ۸ مې میاشتې پر ۱۱ مه الجزیره خبري شبکه)

هغه څه چې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په څرګندونو کې د سوریې د اوربند د ټنګښت، د انساني مرستو رسولو او د ډیپلوماټیکې حل لارې پر اساس وویل شو؛ معلومه ده چې دا د امریکا دریځ دی او په رښتیا سره چې هغه حل لاره ده چې په وار وار یې روسیې غوښتنه کړې ده او د رښتیا کولو لپاره یې اوس هم جګړه کوي. دا چې ترکیې یاد پلاوي له مسکو څخه د اردوغان له راستنېدو څخه ژر دغه ښار ته ولېږل، دا پخپله د دې ښکارندویي کوي چې ترکیې د ایران، روسیې او ترکیې درې ضلعي مثلث بشپړ کړ. (۲۰۱۶زکال د ۸ مې میاشتې پر ۸مه له الجزیرې خبري شبکې نه په نقل سره).

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ابراهیم رحیم پور ټنګار وکړ چې سیمه اړه ده چې هېواد یې له روسیې او ترکیې سره ښې اړیکې ټنګې کړي. نوموړی همدارنګه د «ترکیې، روسیې او ایران» تر فرمول لاندې د نویو مرستو غوښتونکی شو او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې چمتو دی چې دغې لارې ته په همدې ډول دوام ور کړي. همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ۲۰۱۶ زکال د ۸ مې میاشتې پر ۱۲ مه د جمعې په ورځ په انقره کې د ترکیې هېواد له مسولینو سره وکتل. یادو کسانو ټینګار وکړ چې د سوریې د کړکېچ د حل لپاره له ایران سره ګډې هڅې به ډېرې شي. همدارنګه اردوغان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې درې ساعته د پټو دروازو تر شاه او له رسنیو څخه لرې له جواد ظریف سره لیدنه در لوده. که څه هم چې د دغې ناستې له پایلې څخه رسنیو ته څه ونه ویل شو، خو دغه پټه لیدنه د هغه ټینګار او بیړې ښکارندویي کوي چې امریکا یې د سوریې په کړکېچ کې د ترکیي د ښکېلولو په موخه او په دغه هېواد کې د امریکایي پرګرامونو د تر سره کولو لپاره له ایران او روسیې سره مرسته ده.

۱. له دې ټولو نه داسې معلومیږي چې ترکیه په بیړه او ټول وس په امریکایي طریقې سره په سوریه کې د نوې سیاسي حل لارې د رامنځته کولو پړاو ته دننه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې ترکیي له لنډپارې کوداتاه وروسته پر خپلو کورنیو حالاتو سر نه دی ګرځولی. داسې تر سترګو کیږي چې ترکیه د هغې نقشې پر اساس چې امریکا طرحه کړې، پر یو وخت له ایران او روسیې سره پر مخ ولاړه شي. د دغې ادعا جزیات په لاندې ډول دي:

الف. له سیاسي پلوه: د انقلابیونو لپاره به ښه ښکاره شي چې ترکیې خپل سیاست بدل کړی دی او د سوریې د نظام، ایران او روسیې لوری یې نیولی دی. انقلابیون به دعوت کړي او پر هغوی به فشار راوړي چې په ژینو کې امریکایي حل لاره ومني او هغه حل لاره د خبرو مېز ته کېناستل، د سوریې د راتلونکي نظام پر سر هوکړه او د انقلابیونو او نظام تر منځ په کډ حکومت کې له ګډون څخه عبارت ده. همدرانګهپر انقلابیو د فشار عملونه د انسان دوستۍ په پلمې سره چې په حلب کې د نظام تر ادارې لاندې سیمو څخه د انقلابیونو محاصره لرې کوياو په خبرو کې د توازن رامنځته کول؛ په دې باور چې انقلابیونو ځینې بریاووې په لاس راوړې او همدارنګه د یو خپلواک قدرت له ادرس په خبرو کې ګډون کوي. امریکا اراده لري چېدغه اسلوب د فشار د عملونو له وسایلو سره یوځای کړي او په همدې ډول د اوربند زمینه برابره شي؛ هغه اوربند چې د سیاسي منسجمې طرحې مدیریت به له ځان سره ولري. د اوباما لپاره دغه سیاسي طرحه د نوموړي د حکومت د دورې له پای ته رسېدو وړاندې د یوې لاسته راوړنې په ډول شمېرل کیږي. دغه لاسته راوړنه هغه څه ده چې د ترکیې لومړي وزیر علی بن یلدریم په خپلو څرګندونو کې په اشارې سره په راتلونکو شپږو میاشتو کې له هغه څخه یادونه وکړه؛ هلته یې وویل: «ټاکل شوې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په سوریه کې مهم بدلونونه ښکاره شي».

یلدریم دغه څرګندونې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر «مولود چاووش اغلو» او د نوموړي ایراني سیال محمد جواد ظریف له ګډ مطبوعاتي کنفرانس نه وروسته چې د جمعې د ورځې تر ماسپښین وروسته ونیول شو، وکړې. پر وړاندې یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې هېواد یې د روسیې او ترکیې له نېږدې اړیکو خوښ دی او ټینګار یې وکړ چې د سوریې د کړکېچ په اړه له ترکیې سره د اختلافونو حل ته لاس رسی د خبرو د ډېرېدو له لارې شونی دی. ده همدارنګه ټینګار وکړه چې د سوریې په اړه د ایران او ترکیې مرسته به د سوله ییزې لارې د برابرولو فرصتونه برابر کړي». (۲۰۱۶ زکال د ۸ مې میاشتې ۱۳ مه د العربیه نېټ انټرنېټي ویبپاڼه).

 

ب- له نظامي پلوه: ترکیه به له روسیې سره په ګډ تړون او له اسلامي دولت سره د جګړې په پلمه د سوریې په جکړه کې ښکېله شي او وروسته به ډېر ژر د اوربند په ګډو ځواکونو سره بدل شي. په سوریه کې د ترکیې رول د روسیې لپاره اسانتیاووې برابروي چې د روسیې جنګي ځواکونه د انقلابیونو اډې په نښه کړي؛ هغه اډې چې روسیه نه وه ترې خبره او د ترکیې استخبارات تر خبر دي. دا هم لرې نه ده چې تر کیه روسیې ته نظامي اډې ور کړي چې د خپل جنایت پر اساس مسلمانان تر تېغ تېر کړي. ایران هم همداسې کوي او خپلې اډې د روسیې په واک کې ور کوي چې په اسانۍ سره یادو موخو ته ورسیږي؛ څنګه چې د دې هېوادونو ترمنځ همغږي رامنځته شوې ده.

چاووش اغلو وویل: «د ترکیې الوتکې به د اسلامي دولت پر وړاندې جګړې کې له ګډو عملیاتو سره یوځای شي. نوموړي زیاته کړه: موږ هغه دام چې له روسیې نه مو وغوښت چې د اسلامي دولت پر وړاندې ګډ عملیات پیل کړي، نو طبعي خبره ده چې ټول جزیات به یې وګورو». (۲۰۱۶ زکال د ۸ مې میاشتې لومړۍ نېټه الجزیره نېټ). نو د روسیې دلیل ته په کتو سره دغه عملیات به ټولې نظامي ډلې په نښه کړي، ځکه د دوی اډې له یو بل نه بېلې نه دي.په هغه بیانیه کې چې د روسیې له دفاع وزارت نه خپره شوې ویل شوي چې «ټوـ۲۲ ام ۳» او «سوـ۳۴» ډوله الوتکو د ۲۰۱۶ زکال د اګېسټ پر ۱۶ مه د یکشنبې په ورځ د ایران له همدان هوایي ډګر نه الوتنې وکړې او د سوریې پر حلب، دیر الزور او ادلب ولایتونو کې یې د تروریستانو (داعش او جبهه النصره) ډلو پر اډو بمبارۍ کړې دي. په عین وخت کې رسنیو وړاندې راپور ور کړی و چې په روسي ځواکونو پورې اړونده "تو- 22 ام 3" ډوله بم اچونکې الوتکې د ایران په همدان هوایي ډګر کې کېناستې چې د داعش تروریستي ډلې د اډو د له منځه وړلو په عملیاتو کې ګډون وکړي. (۲۰۱۶ زکال د ۸ مې میاشتې پر ۱۶ مه له نن روسیې څخه په نقل سره)

 

  1. دا داسې نقشه ده چې امریکا طرحه کړې او اراده لري د خپلو مزدورانو په واسطه یې په سوریه کې پلې کړي. دا د هغوی چل دی او دا چل له منځه تلونکی دی، ځکه په شام کې داسې خلک شته چې هېڅ ډول سوداګرۍ هغوی د الله سبحانه وتعالی له ذکر څخه نه شي ګرځولی. هغوی پر خپل کار ښه پوهیږي او د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه به هغه څه ته اجازه ور نه کړي چې د شام د انقلاب بریاوې د خبرو لارې ته بوځي. هغه مثلث چې د شام د خلکو پر وړاندې جنایت دی او د واشنګټن له لوري اداره کیږي، هېڅ وخت به پر هغه څه بریالی نه شي چې غواړي د شام له خاورې څخه یې تر لاسه کړي. همدارنګه د امریکا پخواني ابزار ناکام شول او نوي ابزار یې د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه ناکامیږي. ښکلاکګر د تېرو پنځو کلونو په دوام کې پر دې پوه شوي دي چې په شام کې مخلص او رښتني کسان شته چې امریکا، ایران، روسیه او نور کسان د دوی هوډ نه شي کمزوری کولای او حتی پر دې به هم بریالي نه شي چې له هغوی نه د یو شمېر مسلمانانو ملاتړ واخلي. هغوی به د الله سبحانه وتعالی په حکم سره پر خپل ځای پاته او چاته سر نه ټیټوي. دغه الله سبحانه وتعالی ته مخلصې او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته صادقې ډلې به د الله سبحانه وتعالی شریعت (راشده خلافت) تاسیس کړي او روسته به اسلامي خاورې د اسلام له ټولو دښمنانو څخه پاکې کړي. الله سبحانه وتعالی له هغه ځای نه د دوی مرستې ته رسیږي چې شک نه کیږي.

وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ

[حج: 40]

له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی له هغه چا سره چې د حق په لاره کې هڅې کوي، مرسته کوي او الله سبحانه وتعالی قوي او غالب دی.

۱۴۳۷هـ.ق کال د ذوالقعدې ۱۳ مه

۲۰۱۶ زکال د اګېسټ ۱۶ مه


PDF Print Email
Views [ 829 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
دلایل نزدیک شدن امریکا با فرانسه
رییس جمهور ترامپ به تاریخ ۱۳ جولای ۲۰۱۷م از پاریس بازدید کرد که از طرف ماکرون رییس جمهور کنونی فرانسه با استقبال گرم مواجه شد، این در حالی است که رییس جمهور اسبق فرانسه هولاند، از رییس جمهور امریکا اظ...
د سعودي او قطر د کړکېچ تر شاه!
ټرامپ په یو خبري کنفرانس کې چې د ۲۰۱۷م د جون پر ۹مه په سپینه ماڼۍ کې جوړ شوی و، له خپل روماني سیال سره وویل: «ټول هېوادونه د ټروریزم د ملاتړ پر بندولو توافق لري، هغه که مالي ملاتړ وي او یا نظامي او اخ...
پشت پردۀ بحران سعودی و قطر!
و این موقف در کشورهای خلیج ادامه پیدا کرد تا که ملک سلمان قدرت را دریافت نمود، و از آن به بعد سعودی با امریکا شد، و در آن زمان اداره اوباما در نظر گرفت تا نقش مهمی را برای اجیرش سلمان در منطقه بدهد تا...
د ټرامپ، اروپا او په ځانګړي ډول المان تر منځ سیاسي او اقتصادي کړکېچونه
د امریکا ولسمشر د ناټو تړون غړو په ناسته کې چې د ۲۰۱۷ م د مې پر ۲۵مه وشوه، د اروپایي هېوادونو پر وړاندې یې د تړون په لکښت کې د برخې په اړه تندې څرګندونې وکړې. ټرامپ په هغه بیانیه کې چې د ناټو غړو هېوا...

موضوعات جدید ...

بازار گرم ائتلاف‌های سیاسی و پالیسی امریکا بازار گرم ائتلاف‌های سیاس...
از سوی دیگر، اگر بصورت عمیق به روند تشکیل این ائتلاف‌های دقت شود روشن می‌گردد که تشکی...
نگرانی امریکا در مورد سیاست افغانستان...
خصوصی سازی جنگ افغانستان؛ وحشت مضاعف...
د استعمار بله ډالۍ؛ په نشه یي توکو د روږ...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

زیانکارانی که خود را برنده می دانند!
زیانکارانی که خود را برند...
امرالله صالح دقیقاً حقیقت سیاسی اسلام را درک می کند، اما وی می خواهد از طریق این چنین...
موقف ما در قبال فتنه و جنگ موجود افغانست...
اسلام سیاسی چیست، و آیا اسلام سیاسی مردو...
سیاسي اسلام څه ته وايي او ایا سیاسي اسلا...
هغه بايلونکي چې ځانونه ګټونکي ګڼي!...