Enter email addressInvalid email!

د روژې د مبارکې میاشتې د را رسېدو له امله دعوتګرانو او ټول اسلامي امت ته د حزب التحریر د امیر، لوی عالم او سیاستوال عطاء بن خلیل ابوالرشته پیغام!
| June 30, 2014

د روژې د مبارکې میاشتې د را رسېدو له امله دعوتګرانو او ټول اسلامي امت ته د حزب التحریر د امیر، لوی عالم او سیاستوال عطاء بن خلیل ابوالرشته پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله رب العالمین و الصلوة و السلام علی رسول الله و علی آله و اصحابه اجمعین الی یوم الدین

اما بعد:

مخلصو دعوتګرانو او د نړۍ ټول اسلامي امته!

 السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!

 

د الله سبحانه وتعالی له درباره غوښتنه کوم چې د روژې په میاشت کې د ټولو مسلمانانو قیام لیل او روژه قبوله کړي او زموږ ټول پخواني ګناهونه ددې مبارکې میاشتې په برکت وبښي. بخاري او مسلم له ابو هریره رض څخه روایت کړی دی چې رسول الله ص وفرمایل:

 

«مَنْ صَامَ رَمَضَانَ، إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ» 

یعنې، هر چا چې د ایمان او احتساب پر بنسټ روژه ونیوله، نو ټول پخواني ګناهونه یې بښل کېږي.

 

پردې برسېره؛ له ابو هریره رض څخه روایت دی چې رسول الله ص وویل:

 

«مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»

هر چا چې په روژه کې د ایمان او احتساب پر بنسټ قیام الیل وکړ، الله سبحانه وتعالی به ورته ټول پخواني ګناهونه وبښي.

 

عزتمندو مسلمانانو! روژه یوه الهی فریضه ده، چې د هجرت په دوهم کال د شعبان په میاشت کې د الله سبحانه وتعالی له خوا فرض شوه. رمضان هغه میاشت ده چې قرانکریم په کې نازل شوی دی:

 

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِی أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَ بَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ

(البقره: 185)

یعنې؛ رمضان هغه میاشت ده چې قرانکریم مو په کې نازل کړ، چې د ټول بشریت له پاره بشپړ هدایت او فرقان دی.

 

همدارنګه؛ رمضان هغه میاشت ده چې الله سبحانه وتعالی په کې اسلامي امت ته لویې لویې فتحې په برخه کړې دي. په دې له برکته ډکه میاشت کې اسلامي امت لویې فتحې او لاسته راوړنې درلودې. د رسول الله ص لومړۍ غزا یعنې د بدر غزا هم د همدې میاشتې په ۱۷مه پېښه شوه چې په پایله کې یې د مکې ټولو مشرکینو ته سختې ماتې ورکړل شوه. همدارنګه په دې میاشت کې نورې لویې غزاګانې هم شوې دي، چې کولی شو د مکې فتحې ته چې د هجرت په اتم کال د همدې میاشتې په شلمه پېښه شوه اشاره وکړو. پردې سربیره غزوه البیوت ( کوفې ته نيږدې ښار دی) د ۳۱ هجري کال د رمضان د میاشتې په ۱۴ مه په یرموک کې د فارسیانو سره وشوه چې په دې جګړه کې د مثنی په مشرۍ مسلمانانو بری تر لاسه کړ. همدارنګه په ۲۲۳ هـ ق کال د روژې د میاشتې په ۱۷ مه د معتصم په مشرۍ د اموریه سیمه فتحه شوه او همدارنګه په ۶۵۸ هـ ق کال د روژې د میاشتې په ۲۵ مه د عین جالوت غزا چې تاتاریانو پکې سخته ماتې وخوړه او مسلمانان بریالي شول، وشوه. همدارنګه په دې مبارکه میاشت کې اسلامي امت نور ډېر بریالیتوبونه هم په برخه شوي دي.

 

سربیره پر دې چې په دې مبارکه میاشت کې اسلامي امت روژه نیوله، قران کریم یې هم تلاوت کاوه او جهاد ته هم تلل او لویې فتحې یې پر برخه کېدلې. همدارنګه روژې له خپل ځان سره د الهي قوانینو پلي کېدل هم درلودل او ټول اسلامي امت په دې باور و چې د الهی قوانینو ترمنځ تفکیک نشته او د الهي قوانینو په پلي کولو کې یې هېڅ ځنډ نه کاوه. یعنې د روژې په مبارکه میاشت کې یې هېڅ ډول الهی دستور او قانون نه ځنډاوه او په پلي کېدنه کې یې د کومې ټنبلۍ او ستړیا احساس نه کاوه. دوی به هم روژه نیوله او هم به یې په جهاد، معاملاتو او اخلاقیاتو کې الهی حدود پلي کول او ټول الهی احکام او قوانین به یې داسې پلي کول لکه څنګه یې چې غوښتنه ده.

 

نو پر همدې بنسټ ټول الهی قوانین له یوې منبع څخه سرچینه اخلي او هر حکم ځانګړی ځای لري او هر څوک چې د قران کریم ایتونو او د رسول الله ص احادیثو ته په تدبر سره وګوري، نو په څرګنده د هر الهی حکم ځای په کې پیدا کوي. ځکه کله چې موږ په قرانکریم کې د «وَأَقِيمُوا الصَّلَاة» آيت ( یعنې لمونځ وکړئ) تلاوت کوو په همدې وخت ګورو چې الله سبحانه وتعالی فرمایي: «وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ» یعنې ای د الله ج رسوله! د دوی تر منځ په هغه څه باندې حکم وکړه چې الله ج درباندې نازل کړي دي. همدانګه کله چې قران کریم تلاوت کوو، نو د الله سبحانه و تعالی د «كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ» (یعنې، په تاسو باندې د رمضان د میاشتې روژه فرض شوه) له قول سره به مخامخ کېږو او همدارنګه دا هم پیدا کولی شی چې: «كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ» ( په تاسو باندې جهاد فرض شو).


د حج د مناسکو په اړه رسول الله ص فرمایي: «خُذُوا عَنِّی مَنَاسِكَكُم» یعنې له ما څخه د حج مناسک واخلئ.

 

بیهقي په خپل کتاب السنن الکبری کې له جابر رض څخه نقل کوي چې رسول الله د حدودو په اړه وویل:

 

«خُذُوا عَنِّي، خُذُوا عَنِّي، قَدْ جَعَلَ اللهُ لَهُنَّ سَبِيلًا، الْبِكْرُ بِالْبِكْرِ جَلْدُ مِائَةٍ وَنَفْيُ سَنَةٍ، وَالثَّيِّبُ بِالثَّيِّبِ جَلْدُ مِائَةٍ، وَالرَّجْمُ»

یعنې؛ له ما څخه یې واخلئ، له ما څخه یې واخلئ ( له وحی څخه). الله ج فرمان کړی چې که یو مجرد سړی له یوې مجردې ښځې سره زنا وکړي، باید ۱۰۰ درې ووهل شي او یو کال تبعید شي. که یو متاهل نر او ښځه د زنا مرتکب شي، نو باید ۱۰۰ درې ووهل شي او وروسته سنګسار شي.

 

پردې سربېره؛ مسلم په خپل مسند کې له عبیده بن صامت رض څخه د معاملاتو په اړه روایت کړی دی:

 

«البَيِّعَانِ بِالخِيَارِ مَا لَمْ يَتَفَرَّقَاأو قال حتى يتفرقا» 

یعنې؛ بایع او مشتری تر هغې معامله مستردولی شي چې مال بیل کړی او جلا کړی نه وي.

 

همدارنګه؛ بخاري په خپل مسند کې له حکیم بن هیثم څخه روایت کړی دی چې رسول الله د خلیفه سره د بیعت په اړه وویل:

 

«وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً» 

یعنې؛ هر څوک چې په داسې حالت کې مړ شي چې د خلیفه سره یې بیعت په غاړه کې نه وي، نو د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.

 

دا حدیث مسلم په خپل مسند کې د عبدالله ابن عمر رض څخه هم را نقل کړی دی.

 

نو پردې بنسټ؛ اسلام یو بشپړ دین دی او تجزیه او تفکیک نه مني. اسلام باید په شخصي ژوند، ټولنه او دولت کې پلی شي. نو که څوک د دین او دولت بېلتون ته بلنه کوي او د الله ج د ایتونو ترمنځ په تفکیک باندې قایل وي او د دین او دولت د بېلتون په هڅه کې وي، نو له شک پرته چې لویه ګناه او جرم یې کړی دی او دا کار یې د دنیا او اخرت د تاوان سبب ګرځېدلی او په اخرت کې یې دردونکی عذاب په تمه دی.

 

الله سبحانه وتعالی د مبارکې روژې په میاشت کې د تضرع، استدعا او د دعا د استجابت په اړه د بقرې د سورې په څلورم آیت کې د روژې په اړه داسې وایي:

 

وَ إِذَا سَأَلَكَ عِبَادِی عَنِّی فَإِنِّی قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِی وَلْيُؤْمِنُوا بِی لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ

(البقره: 186) 

یعنې؛ ووایه (ای محمده!) کله چې زما بندګان له تا څخه زما په اړه پوښتنه کوي، نو زه ورته ډېر نېږدې یم. زه د خپل بنده دعا تر هغه وخته منم تر هغه چې له ما څخه غوښتنه کوي. نو له ما څخه دې وغواړي او په ما دې باور ولري او دا ډله د هدایت شوو له ډلې څخه ده.

 

الله سبحانه وتعالی لکه څنګه يې چې روژه پر موږ فرض کړې ده، نور پاتې احکام یې هم راباندې فرض کړي دي او د الهی احکامو ترمنځ هېڅ تفکیک نشته. نو، په دې مبارکه میاشت کې الله سبحانه وتعالی تضرع او دعا مني. نو کوښښ وکړئ چې په دې مبارکه میاشت کې دعا وکړئ.

 

احمد په خپل مسند کې له ابوهریره رض څخه روایت کوي چې رسول الله ص وفرمایل:

 

«ثَلَاثَةٌ لَا تُرَدُّ دَعْوَتُهُمْ: الْإِمَامُ الْعَادِلُ، وَالصَّائِمُ حَتَّى يُفْطِرَ، وَدَعْوَةُ الْمَظْلُومِ تُحْمَلُ عَلَى الْغَمَامِ، وَ تُفْتَحُ لَهَا أَبْوَابُ السَّمَاوَاتِ، وَ يَقُولُ الرَّبُّ عَزَّ وَجَلَّ: وَ عِزَّتِي لَأَنْصُرَنَّكَ وَ لَوْ بَعْدَ حِينٍ»

د درېیو کسانو دعا نه ردېږي: د عادل امام، د روژه لرونکي، تر هغې چې افطار کوي او د مظلوم دعا. الله ج د آسمانونو او جنتونو دروازې د دوی په لوري پرانیزي او الله سبحانه وتعالی فرمایي: په خپله بزګۍ او عزت مې دې قسم وي چې ستاسو سره مرسته کوم که څه هم وروسته له څو شیبو وي.

 

له پورته ایتونو څخه څرکندېږي چې الله سبحانه وتعالی د روژې په میاشت کې دعا ډېره ژر قبلوي او الله سبحانه وتعالی په دې میاشت کې د هېڅ غوښتونکي دعا بې ځوابه نه پرېږدي. نو باید هڅه وکړو چې په دې میاشت کې د الله ج تقرب لاسته راوړو، ځکه چې الله ج د خپلو مخلصو او مقربو بندګانو دعا ډېره ژر قبلوي.

 

نو موږ باید له خپلې روژې څخه ساتنه وکړو، ځکه الله سبحانه وتعالی له موږ څخه خوشحاله کېږي او موږ ته عفوه کوي. پردې سربېره، موږ باید د اسلامي ژوند د بېرته راګرځېدنې او د اسلامي خلافت د بیا تاسیس له پاره کار وکړو، تر څو وکړی شو چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته دوهم راشده خلافت تاسیس کړو او په دې لاره کې له لومړیو فاتحینو او اتلانو څخه وشمیرل شو او یو له بل سره یوځای د ژوند په ټولو چارو کې د رسول الله ص تر بیرغ لاندې چې رایه العقاب دی، اسلام پلی کړو او همدارنګه د اخرت په ورځ لویه کامیابي لاسته راوړو او په دې ورځ د الله سبحانه وتعالی د عرش تر سیوري لاندې چې بل هېڅ سیوری نه وي، ځای ونیسو.

 

نو د ژوند په ټولو چارو کې د اسلام په بشپړ پلي کولو سره به په دواړو دارینو کې بریالیتوب زموږ وي او له شک پرته چې دا لویه کامیابي ده.

 

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ستاسو ورور

عطاء بن خلیل ابو الرشته د حزب التحریر امیر


PDF Print Email
Views [ 2449 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
زيرى! د خلافت مجلې 1۹مه ګڼه له چاپه را ووته
زيرى! د خلافت مجله ۱۹ ګڼه له چاپه را ووته. د خلافت مجلې ۱۹ ګڼه چاپ شوه او دا ده اوس يې د چاپ کړې بڼې ترڅنګ پر انټرنټ هم په غوره شکل سره کتلى او لېږدولى شى...
شماره نزدهم مجله خلافت جدیداً از چاپ برآمد!
شماره نزدهم مجله خلافت، در برگیرنده ای موضوعات و تحولات جدید کشور، منطقه و جهان است که برادران مخلص شما موضوعات داغ روز را با درک دقیق و فهم عمیق از اسلام به بررسی گرفته اند. تا برادران ما با استفاده ...
رساله: آزادی
رساله ی جدیدی از سوی حزب التحریر ولایه افغانستان تحت نام (آزادی) برای مردم مسلمان افغانستان تهیه و تقدیم گردید. این رساله روی مفاهیمی ازقبیل واقعیت آزادی، انواع آزادی، چگونگی ظهور، رشد و تکامل آزادی، ...
باز بخش جریده الرایه
دفتر مطبوعات مرکزی حزب التحریر، با خرسندی تمام برای دنبال کنندگان و بازدید کننده گان صفحات خویش، از نشر دو باره جریده «الرایه» خبر می دهد. این جریده برای اولین بار در سال 1954م توسط حزب التحریر آغاز ب...

موضوعات جدید ...

په افغانستان کې د کم عمرو ودونه که په امریکا کې د ماشومانو ځانپلورنه! په افغانستان کې د کم عمرو...
د افغانستان دولت هڅه کوي چې یو ځل بیا له افغان مېرمنو غلا شوې خوښۍ داسې ورکړي، لکه دو...
د امریکا متحده ایالات به د شمالي کوریا ...
له کابل څخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د...
ترکیه پس از نظام ریاستی به کدام سو تحول ...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

اگر اوباما اردوغان را در باره ی حزب کارگر کردستان فریب داد؛ پس امت اسلامی را چه کسی فریب می دهد؟
اگر اوباما اردوغان را در ...
این اظهارات اردوغان که پس از سه روز از موفقیت اش در همه پرسی تعدیل قانون اساسی و اعطا...
رادیکالیزم؛ طرح سرمایه داری به منظور جنگ...
مبارزه میان امریکا و انگلیس در قبال بهتر...
ترکیه پس از نظام ریاستی به کدام سو تحول ...
وابستگی امارات و موقف گیری های آن در برخ...