Enter email addressInvalid email!

هغه ورځ چې خلافت او دولت مو درلود!
قسیم راحیل | May 06, 2016

هغه ورځ چې خلافت او دولت مو درلود!

د رجب ۲۸ مه د خلافت د (۹۵) مې کلیزې په پلمه

عربانو د جاهلیت په وختونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بعثت وړاندې تل قبایلي جګړې کولې. هر کله د دوی تر منځ جګړې او انقلابونه راتلل او په ډېرو وړو دلایلو يې په ناحقه یو د بل وینې تویولې. یو د بل سپکاوی يې کاوه او يو پر بل يې سخت بریدونه کول. دا هر څه يې د خپلو رومي او فارسي بادارانو د خوښۍ لپاره کول. هغه ښه خام مواد وو او د ژوند سړې تودې يې ليدلې وې تر څو یو ماهر استاد راشي، د جګړې له نازک حالته يې وژغوري، د نړۍ په قدرت يې وګوماري او دوی د دنیا او اخرت عزت تر لاسه کړي.

دا هغه څه وو چې د وحي په راتلو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت په پيل پېښ شول. همدا د تاریخ پاڼه وه چې د هر شي له پيروۍ يې لاس واخیست او سیادت ته ورسېدل، غلامي يې په ازادۍ بدله کړه او د ذلت پر ځای عزت تر لاسه کړ. تفرفه يې د تباهۍ لامل وګاڼه او له هغه لرې شول او د خپل کار بنسټ يې پر یووالي کېښود. له ټيټو او رذیلو قومي او نژادي افکارو څخه وژِغورل شول او د امت د قیادت یو عظیم فکر ورسره و.

هو! د دوی بدولون له یوه ناوړه ژونده یوه عزتمن ژوند ته یوازې په یوه برخه کې نه و، بلکې د ژوند ټول ډګرونه لکه فکري، عقیدتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز يې په بر کې نیول. حتی چې په خورا لویو سیاستوالو او عزتمنو مشرانو بدل شول. بشریت يې د بشر له بنده ګۍ د بشر د رب بنده ګۍ ته له مینې په ډک پيغام او ابدي دین ته او د جاهلیت له ناپاکۍ نه يې د اسلام پاکۍ او د ایمان سپېڅلتیا ته را واړول.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اسلامي دولت په مدینه کې تاسیس کړ او د اسلام احکام یو په بل پسې نازلېدل چې د واقعیت په ډګر کې د دې امت بچيان نېکمرغۍ ته ورسوي، داسې نېمکرغي چې هم ځان او هم نور پرې نېکمرغه کړي. د اسلام د مانۍ بنسټ يې د ایتونو په رڼا کې په عقیده او شریعت بشپړ کړ. جاهلي او شرکي عقیدې يې له منځه یووړې او د اهل کتابو د عقیدې دروغي او غیر حقیقي ادعا يې تصحیح کړه. بیا يې د اسلامي عقیدې ميوه لرونکي نیالګي د ټولو باطلو پر ځای کېښوول او د خپلو وینو په ویاله يې اوبه کړل. د دې حق غوښتونکې مبارزې یو اساسي محور د یهودو د عقیدې اصلاح وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قراني فرمانونو مطابق معامله ورسره وکړه.

اې مسلمانانو، هغه ورځ چې داسې حاکم مو درلود چې د قران او سنتو مطابق يې حکم کاوه!

یوه ورځ یوې مسلمانې ښځې د بني قینقاع بازار ته څه مال د پلورلو لپاره وړی و، د بني قینقاع د قبیلې یهودو يې سپکاوی وکړ او عورت يې ښکاره شو. یو غیرتمن مسلمان پورته شو چې یهودي ووژني، یهودنانو حمله پرې وکړه او مسلمان يې شهید کړ. دا خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېد او هغه صلی الله علیه وسلم د مهاجرینو او انصارو له لښکر سره جګړې ته راغی. د بني قینقاع یهود يې وشړل او د مسلمان وینه او د مسلمانې عفت يې وساته.

اې مسلمانانو، هغه ورځ چې داسې حاکم مو درلود چې د قران او سنتو مطابق يې حکم کاوه!

هغه وخت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د «بني عامر» د قبیلې د دو تنو د دیت لپاره چې عمرو بن امیه وژلي وو؛ ولاړ، یهودو د پيغمبر د قتل نقشه جوړه کړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی محاصره کړل او له مدینې منورې يې وایستل، دا د دوی د غدر او خیانت لپاره غاښ ماتوونکی ځواب و.

اې مسلمانانو، هغه ورځ چې داسې حاکم مو درلود چې د قران او سنتو مطابق يې حکم کاوه!

د احزابو په غزا کې د «بني قریظه» یهودو وعده خلافي وکړه او تړون يې مات کړ، همداسې چې تړون ماتونه د یهودو عادت و. رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسالې په اړه د څېړنې او د خپلو پياوړو پوځیانو سعدبن معاذ (د اوس د قبیلې ریس) او سعد بن عباده (د خزرج ریس) او اسید بن حقیر ته ماموریت ورکړ چې مساله زیاته وڅېړي او که کولی شي له هغوی سره خبرې اترې وکړي چې له خپل تصمیمه واوړي. هغوی د مسالې سموالی کشف کړ. د الله تعالی د رسول صحابي یهودیانو ته په خدای او هغه تړون چې کړی يې و، قسم ورکړ، خو کعب فحاشي وکړه او ويې ويل: تړون مات شوی او بیا نه راګرځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغوی کلابند کړل، نظامیان يې دوزخ ته ولېږل او اولادونه يې په غلامۍ ونیول چې ابدي بدل يې ترې اخیستی وي او د دوی د ناوړه کړنو لپاره غاښ ماتوونکی ځواب وي.

اې مسلمانانو، هغه ورځ چې داسې حاکم مو درلود چې د قران او سنتو مطابق يې حکم کاوه!

د خیبر یهودو د مسلمانانو د جبهې د ماتولو لپاره د لښکر تجهیز ته له ټولو مشرکو عربو قبیلو مرسته وغوښته او غوښتل يې چې پر مدینه برید وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم مجهز لښکر چمتو کړ او د مکې په لور يې ولېږه او د مکې له مشرکانو سره يې د حدیبیې د سولې تړون لاسلیک کړ، وروسته يې دا پياوړې اردو د خیبر په لور روانه کړه. د هغوی کلاوې یې ونیولې او تر جګړو وروسته يې ماته ورکړه او خیبر فتحه شو. ځمکې او مالونه يې د مسلمانانو غنیمتونه شول، چې تر دې وروسته یهودو نور نه ځواک درلود نه شان شوکت.

اې مسلمانانو، هغه ورځ چې داسې حاکم مو درلود چې د قران او سنتو مطابق يې حکم کاوه!

یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل سفیر د روم پاچا ته ولېږه، رومیانو د پاچا په امر د رسول الله صلی الله علیه وسلم جلیل القدر صحابي شهید کړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم منظم لښکر چمتو کړ چې د خپل سفیر د وینو غچ واخلي او داسې ادب ورکړي چې نور د خپل ژوند په اوږدو کې دا ډول جرم ونه کړي. دا هماغه د «موته» غزا وه چې مسلمانانو د رومیانو نړیوال هیبت مات کړ او له رومیانو وېره د مسلمانانو له زوړنو ووته او دا فتحه د اسلام په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوې.

اې مسلمانانو، هغه ورځ چې داسې حاکم مو درلود چې د قران او سنتو مطابق يې حکم کاوه!

هغه وخت چې قریشو د حدیبیې تړون (د حدیبیې سوله) مات کړ او د بنو بکر قبیلې د شپې پر خزاعه قبیلې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پيمانه وو، برید وکړ او په خپل وعده کې يې خیانت وکړ. د خزاعه قبیلې استازي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر ورساوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې مشهوره وینا داسې ناره وکړه: «اې عمر بن سالم، ژر به مرسته در سره وشي!» بیا يې يو پياوړی لښکر مجهز کړ او د مکې په لور يې ولېږه او دا هماغه غزا ده چې د اسلام ځلانده تاریخ هغه د مکې په فتحه پېژني. بالاخره قریش کمزوري شول او عزت او شوکت يې له منځه ولاړ. د مکې تر فتحې وروسته هم د دوی سره ناسم چلند ونه شو او نه يې سپکاوی وشو او هغه څه يې وکړل چې د یو نبي رسالت يې مني.

اې مسلمانانو، هغه ورځ چې داسې حاکم مو درلود چې د قران او سنتو مطابق يې حکم کاوه!

یوه مسلمانه ښځه د معتصم د خلافت په دوره کې له رومیانو سره بندي شوه. ښځې د مسلمانانو خلیفه ته فریاد وکړ: «اې معتصمه! ما ازاده کړه او عزت مې را وګرځوه!»

کله چې معتصم عباسي خلیفه ته د هغې ښځې مظلومانه اواز ورسېد. خلیفه داسې ځواب ورکړ:  

"لبیک یا اختاه!"

«مرستې ته دې چمتو یم، اې خورې!»

پياوړې اردو يې چمتو کړه او خپله يې مشر شو، روم ته يې ماته ورکړه او «عموریه» يې فتحه کړه، مسلمانه ښځه يې ازاده کړه او عزت او کرامت يې را وګرځاوه.

اې مسلمانانو، هغه ورځ چې داسې حاکم مو درلود چې د قران او سنتو مطابق يې حکم کاوه!

یو ځل د روم پاچا «نقفور» وغوښتل چې نوره اسلامي دولت ته جزیه ور نه کړي، بلکې هغه څه چې مخکینیو پاچاهانو ورکړي وو، بېرته يې واخلي. په دې دلیل چې مخکې پاچا ښځه وه او له کمزورۍ يې جزیه ورکوله او زه نر یم او پياوړی، جزیه نه ورکوم.

هارون الرشید د مسلمانانو خلیفه په یوه لیک کې داسې ځواب ورکړ: «له هارون الرشید د مومنانو د امیر له خوا «نقفور» د رومیانو سپي ته! ځواب په سترګو وینې او په غوږونو يې نه اورې!» لښکر يې جوړ کړ او رومیانو ته يې ماته ورکړه. نفقور يې محاکمې ته راوست او مجبور يې کړ چې جزیه ورکړي او د مسلمانانو پر وړاندې خپله کمزوري حس کړي.

اې مسلمانانو، هغه ورځ چې داسې حاکم مو درلود چې د قران او سنتو مطابق يې حکم کاوه!

یوه ورځ المانیانو د فرانسې پاچا ونیو، فرانسویان د پاچا د ازدۍ لپاره عثماني خلیفه ته راغلل. ځکه پوهېدل چې د مسلمانانو له خلیفه پرته هېڅوک د دوی د پاچا د ازادۍ توان نه لري. عثماني خلیفه د المان پاچا ته داسې لیک ولېږه: «ژر يې ازاد کړه! که نه نو ماڼۍ به دې د خلافت د لښکر د اسونو تر پښو لاندې په خاورو بدله شي.» د المان پاچا هم ژر هغه ازاد کړ، ځکه پوهېده چې مسلمانان هغه څه چې په خبرو کې يې وايي په عمل کې يې هم ښيي.

اې مسلمانانو، هغه ورځ چې خلافت او دولت مو درلود!

مسلمانانو په عزت او کرامت کې ژوند کاوه؛ خو کله يې چې د فرضونو تاج له لاسه ورکړ، دولت او خلافت يې له منځه ولاړ، د ټولو ملتونو پر وړاندې سپک شول؛ حتی د دې کرې ټيټو او رذیلو انسانانو (یهودو) پر وړاندې.

اسلامي امت خپل هغه عزت او کرامت لاس ته نشي راوړی، مګر د هغه څه په تاسیس چې له لاسه يې ورکړی. د اسلامي خلافت په تاسیس به یو ځل بیا د نړۍ حاکمان شي. تر هغې چې د دې نظام جرړې ونه ایستل شي او دا خاین او مزدور حکام  چې اسلامي امت د دې ټولو ستونزو او ناورینونو لامل شوي؛ له منځ ولاړ نشي، خلافت نه راځي.

اې مسلمانانو، هغه ورځ چې خلافت او دولت مو درلود!

ایا کافر غرب جرات درلود چې د فلسطین یو متر مربع خاوره غصب کړي او یهودو ته يې وسپاري؟

ایا کافر غرب جرات درلود چې تر ټولو خاین حکام ستاسو پر برخلیک حاکم کړي؟

اې مسلمانانو، هغه ورځ چې خلافت او دولت مو درلود!

ایا یهودو ستاسو وینې او ابرو تویولو او ستاسو مقدساتو د سپکاوي وړتیا لرله؟

ایا یهود هغه څه چې نن يې په غزه کې سر ته رسوي، د ماشومانو، سپين ږیرو او ښځو وژنه او په غزه او دیر یاسین کې يې د کورونو د ورانولو جرات درلود؟

که ستاسو نني حاکمان د عمر بن خطاب راشدي، عمر بن عبد العزیز اموي، هارون الرشید عباسي او محمد فاتح عثماني په څېر وای؛ ایا کافر غرب ستاسو د خلافت دې له منځه وړلو او ویجاړولو فکر کاوه؟

اې مسلمانانو!

ستاسې ټولې بدبختۍ ستاسو د خاینو حکامو په موجودیت کې نغښتې دي. که دا ستاسو څخه وای، ایا په هغه څه چې په غزه، مصر، برما، مرکزي افریقا، قرغېزستان، ازبکستان، بنګله دیش او افغانستان کې کېږي، راضي کېدل.

دا ټول ستاسو د شر او بدبختۍ اساس دی. دوی دي چې ستاسې د کمزورۍ او تفرقې او ستاسو د وینې تویونې لامل کېږي. دا ټول مړه دي، یوازې مړينې او خښولو ته يې بيړه وکړئ. هېڅکله افسوس مه کوئ؛ مګر ومو نه لیدل چې د مبارک او بن علي برخلیک تر یوې میاشتې په لږ وخت کې په خالي لاسونو څنګه شو؟

اې مسلمانانو!

د دنیا او اخرت نېکمرغي مو د دې خاینو حاکمانو او ستاسو په برخلیک حاکمو نظامونو په له منځه وړلو کې ده؛ هغوی چې د امریکا او غرب وفادار دوستان لاسپوڅي او مزدوران دي. نو یوه شېبه هم مه ناوخته کوئ، بېړه وکړئ د خلافت او د پروردګار د رضا د لاس ته راوړلو په لور!

الهي! خلافت ته انتظار سترګې مو د خلافت په نور روښانه کړه! امین

قسیم راحیل


PDF Print Email
Views [ 1459 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
خلافت؛ علم بردار اسلام و سپر پولادین برای امت!
دقیقاً 95 سال قبل در28 رجب سال 1342 قمری مطابق سوم مارچ سال 1924 میلادی، امت مسلمه رهبری مقتدر خود یعنی خلافت را از دست داد. این ماه مبارک شاهد یکی از حوادث دردناک و غم انگیز در تاریخ امت مسلمه می باش...
به بهانه‌ی 28 رجب: چشم‌ها را باید شست و جور دیگر باید دید
در نودوپنجمین سال بعد از سقوط خلافت، ما شاهد ادعاهایی هستیم که «امت اسلامی ضعیف است»، « ما نمی‌توانیم خود را از این حالت اسفبار نجات دهیم»، « ما توان ایستادگی و مقاومت در برابر غرب را نداریم»، « امت ا...
بیست و هشت رجب؛ روز سیاه و فاجعۀ بزرگ
در تاریخ دوصد و پنجاه سال پسین امت اسلامی روز های سیاه فراوان است، فاجعه های بزرگی را نیز امت اسلامی طی این مدت سپری کرده است. اشغال سرزمین مصر برای نخستین بار از جانب نیروی های فرانسوی در سال 1798، ب...
رجب مياشت او درې عظيمې پېښې!
الله جل جلاله خپل انسان په ډېرو نورو مخلوقاتو غوره ګڼلى دى، لكه چې فرمايې: وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً، ۷۰ آيت الإسراء سورت. يعنې: انسانانو ته مو په نورو ډېرو مخلوقاتو...

موضوعات جدید ...

يرغلګر او وسله وال مخالفین د روانو خونړيو بريدونو د شدت له امله څه غواړي؟! يرغلګر او وسله وال مخالفی...
د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره د ټرمپ د ستراتيژۍ له اعلان وروسته په افغانستان کې د ا...
د بنګله دېش خلک د شریعت تطبیق غواړي، نه ...
جواب به ادعای برادر نور ...
اهداف پشت‎پرده‎ای کنفرانس‎های "علمی" سی ...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

روزمره‌گی، یکنواختی، پوچی و نهایت خودکشی یک جوان هراتی؛  کجایِ کار می‌لنگد؟!
روزمره‌گی، یکنواختی، پوچی...
طرز دید خوشبختی و لذت نسبت به زندگی باعث شده که تعدادی زیادی از جوانان را در دام خود ...
سلمان و درخواست تأسیس مرکز جهانی برای مب...
نامه سرگشاده حزب التحریر–ولایه سوریه به ...
د جان کيري د حکومت عورت بايد نور ټولو ته...
خلافت اسلامی و مهدی علیه السلام...