Enter email addressInvalid email!

د کانونو د چور نوى انځور
زمرى | November 17, 2013

د کانونو د چور نوى انځور

د افغانستان روڼتيا د څار بنسټ ويلي چې اوسمهال ۱۴۰۰ شرکتونه د افغانستان کان ايستلو ناقانونه چارو کې ښکېل دي. د دغه بنسټ د چارواکو په وینا دغه شرکتونه تر ‌ډېره د زورواکانو، سيميزو قومندانانو او ان د افغانستان ملي شورا د يو شمېر غړو دي. د روڼاوي د څار دغه بنسټ يوه تن چارواکي جاويد نوراني بي بي سي ته وويل چې دغه ۱۴۰۰ شرکتونه تر ډېره، په ناقانونه ‌ډول په دغه هېواد کې له بېلو سيمو سره زر، مالګه، د ډبرو سکاره، ارزښتناک او ودانيز کاڼي او نور وباسي او بهرنيو هېوادونو ته یې لېږدوي. ښاغلي نوراني وويل چې دغه شرکتونه له زورواکانو، سيمزو قومندانانو او ان د افغانستان د ملي شورا له یو شمير غړو سره تړاو لري.

له همدې سره په يوه وخت داسې اسناد خپاره شول چې ښيي په کونړ کې يو سيمه ييز پوليس د امريکا د دفاع وزارت په مرسته قيمتي ډبرې په ناقانونه ډول را وباسي او بهرنيو هېوادونو ته يې ليږدوي. دغه راز دا هم ثابته شوه چې دغه سيمه ييز پوليس ته وسايل او ماشينونه د امريکا د دفاع وزارت له خوا ورکړل شوې دي. نوموړي پوليس کلونه کلونه دغه کار په خلاص مټ کړى دى او اوس هم دوام لري.

افغانستان تر ځمکې لاندې داسې پراخې زيرمې لري چې تر اوسه پورې نه وي را سپړل شوې، خو په تېرو دوولسو کلونو کې زورواکو او چارواکو د امريکا او نورو بهرنيانو په مرسته ددغه زيرمو په لوټ او تالان پيل کړى او ويل کيږي چې ګڼې زيرمې په ناقانونه او غير مسلکي ډول ايستل شوې چې نه جبرانيدونکي زيانونه يې اړولي دي. دا هم روښانه ده چې په دغو ناقانونه کړنو کې ښکېل کسان له امريکا او ناټو سره په افغانستان کې نږدې اړيکې لري. ناټو او امريکايي ځواکونه ددغو کسانو ملاتړ کوي او هغوى يې په بدل کې امريکايي ګټې او اهداف خوندي کوي. د کانونو ناقانونه کيدونکي او د نشه يي توکو مافيا له امريکايي ځواکونو سره يو ناوړه ايتلاف رامنځ ته کړى چې له مخې يې دواړه لوري د افغانستان د اسلامي خاورې شتمني لوټي او په پراخه کچه په چور او چپاول کې سره شريکان دي. دغه راز دغه اېتلاف د امريکا د سياسي موخو لپاره هم کارول کيږي.

په افغانستان کې د امريکا د پاليسۍ يوه مهمه برخه دا وه چې په افغانستان کې دننه يې ځينې ځان پلوري پيدا کړل. امريکا دغه کسان په تدريج سره په ګڼو ناقانونه کارونو کې ښکېل کړل. د نشه يي توکو قاچاق، د کانونو ناقانونه ايستنه، فساد، وژنې، اخلاقي فساد او نور جنايتونه د دوى ورځنۍ چارې وګرځېدې. دغه کسان اوس هغه حد ته رسېدلي چې که وغواړي له دغو کارونو را وګرځي هم ورته ستونزمنه ده، ځکه امريکا د دوى د ناقانونه کړنو په اړه پوره اسناد لري او که دوى دغه کارونه پريږدي او يا د امريکا هرې غوښتنې ته منفي ځواب ووايي، نو امريکا به يې پر ضد اسناد خپاره کړي. دوى اوس د سريښو په يوه داسې ډنډ کې بند دي چې يوازې په مرګ ترې راوتلى شي.

 موږ په تېرو دوولسو کلونو کې په افغانستان کې ځيني کسان وينو چې په حيرانوونکي او ناڅاپي ډول د پراخې شتمنۍ خاوندان شول. ددغو کسانو لويه برخه له امريکا سره په همدغو چټلو او ناوړه کړنو کې ملګري دي. دوى خلک وژني، فساد کوي، غلا کوي، په ناقانونه توګه د افغانستان کانونه وباسي او د نشه يي توکو کاروبار کوي. امريکا د دوى ملاتړ کوي، له همدې امله يې څوک پر وړاندې درېدلى هم نه شي. دوى په سرعت سره د لويې پانګې خاوندان شول او اوس يې سيورى پر سياست، اجتماع او د ټولنې په نورو اړخونو هم خور دى. دغه کسان اوس ددې ټولنې د واکمنانو په توګه رامخکې شوي او غواړي چې په بشپړ ډول د خلکو سياسي واک هم په خپل لاس کې واخلي.

زموږ اقتصاد، سياست، حکومتوالي، فرهنګ او نورې ټولې چارې د امريکا او له هغوى سره د څو ملګرو چټلو، مفسدو او خاينو کسانو له خوا يرغمل شوي دي او زموږ هر څه له لوټ تالان او نابودۍ سره مخ دي. د امريکا او د هغوى د مزدورانو جنايتونه روښانه دي، خو هره ورځ د دوى نوي جنايتونه هم افشا کيږي. له دغو مزدورو کسانو څخه د خلاصون لپاره بايد ګامونه پورته کړو، که نه بيا به له نه جبرانيدونکي زيان سره مخ وو.

زمرى


PDF Print Email
Views [ 2251 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
بلند رفتن نرخ سود در امریکا، دلایل و اهداف آن
نرخ بهره(سود) در جریان بحران اقتصادی امریکا در سال ۲۰۰۸م تا قریب به صفر کاهش یافت و تا هفت سال کامل به همین صورت باقی ماند، یعنی تا آخر ماه دسمبر ۲۰۱۵م. یلین اشاره نمود که نرخ بهره(سود) در جریان سال ...
سرزمین های عربی دارای ثروت های بی شمار و واقعیت شرم آور
مساحت تقریبی منطقه عرب نشین به ۱۳.۳ میلیون کیلومتر مربع می رسد که ۹.۶درصد مساحت تمام جهان را احتوا می کند. تعداد ساکنین جوامع عربی به ۳۷۰ میلیون شده که معادل ۶.۵درصد از ساکنان زمین می باشند. تعداد کار...
کاهش تولیدات نفت
تولید کننده گان عمده نفت، جدیداً در تلاش اند تا با پایین آمدن تولیدات نفت قیمت آن را افزایش دهند، این درحالیست که اولین کاهش تولیدات نفت در سال ۲۰۱۷م باعث بلند رفتن قیمت هر بشکه نفت به ۵۰ دالر گردید، ...
عوامل بحرانِ بازارهای سهام ونظر اسلام در این مورد
به تاریخ 24 اگست 2015م، بازارهای جهانی بورس به شدت افت نمود. دلیل آن کاهش 9 درصدی سهام چین وکاهش فروش در بازارهای نفت بود. بازارهای بورس سراسر جهان از داوجونز تا نصدق، از یوروفرست تا ام‌ اس‌ سی ‌آی، ب...

موضوعات جدید ...

د فلیپین ولسمشر خپلو عسکرو ته امر وکړ، چې وړاندې لاړ شي او پر مسلمانو ښځو تېری وکړي د فلیپین ولسمشر خپلو عسکر...
دوترته زیاته کړه: «که مو پر دریوو ښځو تېری وکړ، هغه وخت به ومنم چې ما غوندې یاستئ او ...
لندن پل؛ د موټر او چاړو له بریدونو وروست...
د دوو غلامانو بلال او وحشي رض الله عنهما...
افغانستان له اشغال پنځلس کاله وروسته!...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

افزایش تنش ها میان امریکا و کوریای شمالی
افزایش تنش ها میان امریکا...
بلی، تنش ها میان امریکا و کوریای شمالی بعد از به قدرت رسیدن اداره ی ترامپ در ایالات م...
د آلمان سفارت ته څېرمه د خونړي بمي بريد ...
ابعاد سیاسی انفجار خونین بمب در نزدیکی س...
دلایل سفر ترامپ به سعودی و فلسطین اشغالی...
ترور، وحشت، فحشا، فساد، ناامنی و تعصب نت...