Enter email addressInvalid email!

د سولې خبرې اترې؛ له اشغالگرو سره خونړۍ ملگرتيا
سيف الله مستنير | March 17, 2018

د سولې خبرې اترې؛ له اشغالگرو سره خونړۍ ملگرتيا

       په افغانستان کې د امریکايي جګړې د شدت او د طالبانو پر سنګرونو د هوايي بريدونو د بې ساري زياتوالي سره په یوه وخت، په عامه افکارو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه انګازو سخت زور اخيستی او هسې يوه لويه غوغا یې جوړه کړې. پخوا د امریکا او افغان دولت له خوا له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته درې اساسي شرطونه وړاندې شوي وو: وسله پر ځمکه اېښودل (د جګړې درول)، له نړیوال تروریزم څخه جلا کېدل او د هغه غندل، اساسي قانون منل او د ۱۷ کلونو په اوږدو کې د تر لاسه شوو لاسته راوړنو ساتنه او د هغو درناوی. په داسې حال کې چې اشرف غني د  "کابل پروسې" په دویم کنفرانس کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پيل له هر راز مخکیني شرايطو پرته اعلان کړ؛ مګر په کنفرانس کې يې د رسمي وینا په ترڅ کې اوو ټکو ته چې په حقیقت کې يو لړ مخکيني شرطونه دي، داسې اشاره وکړه: «د سولې سیاسي اډانه بايد جوړه شي، اوربند اعلان شي، طالبان د یو سیاسي حزب په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات پيل شي، آزادو او عادلانه ټاکنو ته لاره هواره شي، د سولې لپاره حقوقي اډانه وضع شي او د غوښتنې په صورت کې د اساسي قانون د پروسې له لارې اساسي قانون بیا وکتل شي.»

       طالبانو هم د هوايي بریدونو د شدت او د دغو او دې ته ورته وړاندیزونو په پايله کې د سولې خبرو اترو ته یو څه تمایل ښودلی او یو لیک یې هم د امریکا کانګرس ته لېږلی دی.

       د سولې لپاره د مخکينیو او اوسنیو شرایطو له تجزیې او تحلیل څخه دا په ډاګه کېږي، چې د امریکا او افغانستان دولتونو په ایډيولوژیک دریځ کې کوم اساسي بدلون نه دی راغلی، بلکې ټول پخواني شرطونه يو ځل بيا د نوو الفاظو په اډانه کې وړاندې شوي، چې د طالبانو پر بې قیده او شرطه تسلیمېدو باندې دلالت کوي. لکه څنګه يې چې تېر کال د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب هم بې له کوم قید او شرطه سیکولر اساسي قانون او ۱۷ کلنو ډیموکراتیکو ارزښتونو ته تسلیم کړ.

       بل پلو د سولې له مفهوم څخه د عامو خلکو، افغان دولت او امریکایانو تعبير يو نه دی، بلکې يو له بل څخه پراخ توپير لري. د افغانستان عام خلک سوله د "د جگړې پای ته رسول" ګڼي؛ په داسې حال کې چې امریکایان سوله د خپلو سفارتونو، نظامي اډو او خپلو اتباعو او ملکي ادارو د امنیت له نظره ویني. له سولې څخه د دغو متضادو تعبيرونو نه درک، خلک او آن ځينې سطحي فکره سیاسي شنونکي هم د سولې بهیر ته هيله‌من کړي دي.

       له همدې امله لکه څنګه چې د حکمتیار له اسلامي حزب سره سولې، په افغانستان کې د جګړې پر شدت او بهیر کوم اغېز ونه کړ، په ورته بڼه که له ځينو طالبانو او يا طالب ډلو سره سوله هم وشي، پر روان تاوتریخوالي به کومه مثبته اغېزه ونه کړي. ځکه له یوه لوري طالبان اوس د پخوا په څېر یوه متحده ډله نه ده. که له یوې ډلې سره سوله وشي، نورې ډلې يې مخالفت او جګړو ته ادامه ورکولی شي او له بله اړخه له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې د داعش فعالیتونو هم فضا نیولې او هره کړنه يې د ځانګړيو استخباراتي کړيو له خوا ستره ښودل کېږي، په داسې حال کې چې دا ډول غټ ښودنه د ځمکې پر سر له ريښتيني واقعیت سره سمون نه لري. د داعش تر څنګ د افغانستان دولت په افغانستان کې د شلو نورو تروریستي ډلو د شتون خبره کوي. البته دا شل ډلې روښانه نه دي، چې کومي دي. نو په ډاګه کېږي، چې د افغانستان جګړه د ستراتیژیکو موخو لپاره د سترو نړیوالو قدرتونو جګړه ده، چې د سولې له بهیر سره به د ځينو طالبانو یو ځای کېدل ورباندې هېڅ کوم اغېز ونه لري او د دې تر څنګ نورې بالقوه ډلې شته، تر څو روانه ناامني و غځوي.

       له دې امله اوسمهال په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي د جګړې د دوام ستراتيژي ده، نه د سولې. ځکه هغوی له یوې خوا د افغانستان له جیوپولیټیک موقعیت څخه په سیمه کې د چین او روسیې پر وړاندې د امریکا د جنګي پروژې په توګه ګټه اخلي او له بلې خوا د جګړې تر ګواښ لاندې سیمې د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د ځمکو په توګه کاروي، تر څو له نفتو او وسلې وروسته د درمل او اعتیا لپاره د نشه‌يي توکو د خورا ستر نړیوال مارکېټ اړتیاوې پوره کړي او له دې لارې د امریکا د مخ پر زوال اقتصاد د رغولو لپاره ښې پرېمانه پيسې ترلاسه کړي.

       نو د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس باید دا درک کړي، چې د یوې اسلامي خاورې مستقیم اشغال؛ د اشغال شوې خاورې آزادۍ او د اشغال دفع کولو ته اړتیا لري، نه خبرو اترو ته. حال دا چې اوس اسلامي امت په ټولو اسلامي خاورو کې داسې دولت نه لري، چې د اسلامي عقیدې پر بنسټ رامنځ ته شوی وي او د دوی د وینو، مال، نوامیسو او خاورې دفاع وکړي. نو له اشغالګرو سره هر ډول خبرې اترې له هغوی سره خونړۍ ملګرتيا ده او له تسلیمۍ او د استعمار د رېښو له ټينګولو پرته امت ته بل څه نه شي ورکولی. نو موږ باید د اسلامي دولت (خلافت) او د هغه د بهرني سیاست په اړه خپل اوسنی لیدلوری تصحیح کړو، تر څو هسې نه د اسلامي نړۍ د ډېرو نورو غیر سیاسي ډلو په څېر د امت او دولت په استازولۍ له اشغالګرو سره خبرو اترو ته کېنو او بالاخره له استعمار سره د مبارزې پر ځای د کفري نظامونو د مشروعیت لامل او د استعمار رېښو ته اوبه ورکړو.

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير - ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس


PDF Print Email
Views [ 656 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
روایتِ دو دولت: کجاست دولت من؟
بحران نبود یک دولت کارا و مسوولیت پذیر، جدی ترین مشکلی است که ما امت مسلمه امروز با آن دست و پنچه نرم می کنیم؛ مشکلی که شاید کم تر به آن پرداخته شود و یا هم اصلأ بحثی در این مورد صورت نگیرد. این در حا...
خلافت نشنلېزم له منځه یووړ؛ راځئ نشنلېزم له منځه یوسو!
په ۱۶۴۷ز کال کې د وېسفالیا هوکړه لیک په اصل کې ملي دولتونه وزېږول او په اورپا کې ټول دولتونه د همدغه هوکړه لیک د مفاداتو پر بنسټ چې قوم، ژبه او ګډ مذهب و، جوړ شول او یو نوی نظم یې جوړ کړ. که څه هم له ...
د کندوز پر غمیزه د مزدورو چارواکو غبرګون!
د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ پر هاشميه دارالعلوم د دوشنبې په هوايي بريدونو کې سلګونو عامو خلکو ته مرګژوبله واوښته. د دشت ارچي ولسوال نصرالدين سعدي له قوله په دې خونړۍ پېښه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ش...
ترکیه او اروپایي اتحادیه؛ هغه له سپکاوي ډک موقف چې وځنډېد
د اروپایي اتحادیې هسته د تېرې پېړۍ د پنځوسمې لسیزې په اوږدو کې د څو دولتونو په یوځای والي سره رامنځته شوه، چې وروسته د وخت په تېرېدو له هغې سره د اوسنۍ اروپا یو شمېر غربي او شرقي ملاتړي دولتونه یو ځای...

موضوعات جدید ...

با سقوط خلافت، نیروهای مسلح مسلمان به جای دفاع از امت، حیثیت ابزار را برای کشتن آن‌ها بخودگرفته اند! با سقوط خلافت، نیروهای مس...
در شب دوم ماه اپریل، در اثر بمباردمان نیروهای هوایی افغان بر یک گردهمایی از علمای دین...
خلافت نشنلېزم له منځه یووړ؛ راځئ نشنلېزم...
د صليبي اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو ترو...
د کندوز پر غمیزه د مزدورو چارواکو غبرګون...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

د خلافت په نشت کې به د سريلانکا مسلمانان تل د بودايي تندلارو له تاوتريخوالي څخه په وېره کې وي
د خلافت په نشت کې به د سر...
د مارچ پر ۶ مه، د سريلانکا حکومت په ټول هيواد کې د بودايي تندلارو له لوري د کنډي (Ka...
روایتِ دو دولت: کجاست دولت من؟...
خلافت نشنلېزم له منځه یووړ؛ راځئ نشنلېزم...
د سعودي عربستان لخوا د اټومي وسلو هڅې د ...
سعودي مېرمنې د ريښتینې آزادۍ لپاره راشده...