Enter email addressInvalid email!

په تعلیم د اسلامي امت فرهنګ او هویت ساتل کېږي او خلافت يې تضمین او پلی کوي!
برائه مناصره | March 26, 2017

په تعلیم د اسلامي امت فرهنګ او هویت ساتل کېږي او خلافت يې تضمین او پلی کوي!

(ژباړه)

د اسلامي امت فرهنک د دغه امت د هویت یوه برخه ده، چې اسلامي تمدن پرې ولاړ دی او د همدغه فرهنګ په وسیله مسلمانان خپلې موخې ټاکي. په همدې توګه دغه فرهنګ یوازینی نظام لري چې د هغوی د ژوند بنسټ یې جوړ کړی او چارې یې تنظیموي.

د هر امت فرهنګ داسې عقیده لري چې له همدې عقیدې قوانین، حل لارې او نظام سرچینه اخلي او په تېر وخت کې علم، پوهې او پېښو هم پر همدې فرهنګ پورې تړاو درلود؛ لکه د اسلامي امت تاریخ او روایت. دا ټول فرهنګ دی. فرهنګ له تمدن سره توپیر لري؛ تمدن نړیوال وي او په کوم ملت پورې نه وی تړلی؛ خو فرهنګ د یو ملت د شخصیت ځانګړنه ده، چې په حقیقت کې د همغه ملت هویت ثابتوي. د بېلګې په توګه: د اسلام فرهنګ یا د غرب فرهنګ. ملتونه د دې لپاره چې فرهنګ او نظام يې واکمن وي، له یو بل سره جګړه کوي او په دې هڅه کې وي چې د خپل فرهنګ ساتنه وکړي، هغه ژوندی وساتي او تر راتلونکو نسلونو پورې یې ورسوي.

د دې لپاره چې یو ملت د خپل فرهنګ ساتنه وکړي، باید په پوهنتون او ښوونځیو کې یې د زده کړو له لارې د خلکو په زړونو او خاطرو کې ځای کړي؛ خو کله چې یو انسان د اسلامي خلافت په نشت کې په اسلامي هېوادونو کې د تعلیمي نظام واقعیت څېړي، نو دې پایلې ته رسېږي چې له زده کړې څخه اوس د اسلامي امت د ماشومانو په زړونو کې د اسلامي فرهنګ د له منځه وړلو لپاره ګټه اخیستل کیږي، نه د هغه د ژوندي کېدو لپاره.

لویدیځ هېوادونه د خاینو چارواکو په مرسته له یو منظم پلان سره په دې هڅه کې دي چې غربي فرهنګ د اسلامي فرهنګ ځای ناستی کړي. دوی خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي. هغوی حتی د زده کړو د پراخوالي، مدرسو او د پوهنتونو جوړلو په نوم اسلامي خاورو ته مبلغین رالیږي. پر دې سربېره ځینې ځوانان د زده کړو لپاره لویدیځو هېوادونو ته لېږي او کله چې د دوی فکرونه په غربي فکرونو بدل شي، نو بېرته یې خپلو هېوادونو ته رالیږي او دې ته یې هڅوي چې غربي فکرونه او زده کړې په مسلمانانو کې خورې کړي.

دوی اوس هم د خپلو بادارانو په امر هره شېبه ښوونیز مواد بدلوي، چې له زده کړو څخه ټول اسلامي مسایل لرې کړي. د دې لپاره چې زده کړې زموږ د ماشومانو په زړونو کې د اسلامي فرهنګ د ساتنې پر یوه لاره بدله کړو، نو باید داسې ښوونیز سیاست رامنځته کړو چې په ټولو جزیاتو کې یې اسلامي عقیده په پام کې ونیسو او کمزورې يې نه کړو.

د دغه سیاست بنسټیزه موخه د اسلامي شخصیتونو رامنځته کول دي؛ داسې شخصیتونه چې اسلامي عقیده د د ژوند په باب د فکر او مفاهېمو بنسټ کړي، چې په پایله کې یې د شخصیتونو ټول مفاهېم پر اسلامي عقیده درېږي. د هغو شخصیتونو بنسټ به له ټکر پرته سم وي، نو پر همدې اساس هغوی د عقیدوي مسایلو پر وړاندې سم مفاهیم درلودلی شي. همداراز یوه سمه تعلیمي پالیسي د اسلامي امت د هلکانو او نجونو په منځ کې یو ښه لیدلوری رامنځته کوي. نو پر همدې بنسټ د اسلام دین د امت د ژوند ټولو چارو او مسایلو لکه سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ته ځواب ویلی شي.

دغه پالیسي هغوی له اسلام سره داسې اشناکوي چې اسلام د خپل ژوند او شخصیت په ټولو مسایلو کې معیار کړي. دا ډول پالیسي د اسلامي علومو لکه فقه، حدیث، تفسیر، اصولو او د داسې نورو زده کولو ته لومړیتوب ورکوي او هغه په ښوونه او روزنه کې په یوه خاصه ځانګړنه لکه طبي علوم، انجینري او چاپېریال ساتنه بدلوي. دغه پالیسي عربي ژبې ته لومړیتوب ورکوي او د زده کړې ملاتړ یې کوي او د نورو مضمونو په څېر وخت ورکوي. په دغې پالیسۍ کې په ابتدایي پړاو کې د نورو ژبو زده کولو ته اجازه نشته چې ماشومان په بشپړه توګه عربي زده کړي او دغه پالیسي په تعلیمي نظام کې د نورو ملتونو د فرهنک دننه کېدو ته اجازه نه ورکوي. دا د دې لپاره چې هسې نه پر زده کونکو نور فرهنګونه اغېزه وکړي او پر خپله عقیده او فرهنګ شک وکړي.

که په ښوونیز نظام کې د غرب د فرهنګونو په اړه معلومات دننه شي، د هغه تدریس په منځنۍ دوره کې په یوه ځانګړې پالیسۍ چې له اسلام او د اسلام له قوانینو سره په ټکر کې نه وي، سرته رسیږي؛ د بېلګې په توګه: د فلسفې په نوم مضمون له ټولو نیمګړتیاوو سره تدریس کېږي او د هغه هېڅ برخه د نیمګړتیاوو له بیان پرته نه تدریسېږي. دغه پالیسي دا مانا نه لري چې د ازمایښتي مضمونو تدریس لکه کمیا، فزیک، طب او انجینري په نظر کې ونه نیسي؛ بلکې هغوی ته هم ځانګړی ارزښت ورکوي او د تدریس په مختلفو پړاوونو کې د زده کوونکو د عمر په نظر کې نیولو سره ځای پر ځای کیږي او د هغوی لپاره ځینې برخې په ښوونیز ثانوي پړاو کې هم چمتو کوي. په دغو مضمونو کې د نورو ملتونو پایلې هم راتلی شي، په هغه صورت کې چې د داروین د تکامل تیورۍ په څېر له اسلام سره په ټکر کې نه وي.

د دې همغږۍ لپاره موږ پر ځان مسلط دولت ته اړیتا لرو، چې ټولو ستونزو ته زموږ له قوانینو سره سم چې زموږ پر عقیدو ولاړ دي، حل لاره پیدا کړي. داسې دولت چې د اسلامي زده کړو پالیسي پلې کړې او د تېر په څېر د امت فرهنک او هویت وساتي. اسلامي دولت به د دې ټولو ساتونکی وي، ټولو ملتونو ته به یې رسوي، هغوی ته به قناعت ورکوي او له ځانه به یې اغېزمنوي؛ په داسې حال کې چې خپله به هېڅکله تر اغېزې لاندې نه راځي او پر خپل ځای به کلک ولاړ وي.

اسلامي دولت به فتحه شوو هېوادونو ته داسې علما او نظامیان لېږل، چې د هغو سیمو خلکو ته اسلام او عربي ژبه ورزده کړي. د جماعتونو تر څنګ به یې ښوونځي هم جوړول او پر دغو ښوونځیو به یې د خلافت د مشهورو رهبرانو نومونه ایښودل؛ لکه په قدس کې د صلاح الدین رحمه الله ښوونځی. اسلامي دولت په تېرو وختونو کې له فتحه شوو هېوادونو څخه علمي او تمدوني څېړنې چې له اسلام سره به په ټکر کې نه وې، اخیستې. رسول الله صلی علیه وسلم به هم خلک نورو هېوادونو ته د علومو او فنونو د زده کړې لپاره لېږل؛ لکه د منجنیق علم او داسې نور او هېڅ وخت یې خلکو ته دا نه ویل چې د روم او فارس فرهنګ زده کړي.

حضرت عمر رضی الله عنه دیوان اسلامي دولت ته د مدیریت د سبک په توګه معرفي کړ او هېڅ وخت یې د پارسیانو فرهنګ خپل نه کړ. د اسلامي دولت حاکم تعلیم ته لومړیتوب ورکاوه او هغه يې خپل لوی مسولیت باله؛ لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د بدر د جګړې بندیان په هغه صورت کې خوشي کول چې هغوی به ۱۰ تنو مسلمانانو ته لیکل او لوستل ورښودل.

دا دولت د بیت المال په لګښت خلکو ته وړیا زده کړې وړاندې کوي او همداراز لابراتوار، کتابتون او نورې ښوونیزې اړتیاوې برابروي. په دغه دولت کې به د خصوصي او دولتي پوهنتونونو او ښوونځیو تدریس یو ډول وي. اسلامي دولت په اسلامي خارو کې د غرب د فرهنګ تدریس ته اجازه نه ورکوي. پر دې سربېره د غربي مبلغانو د تبليغاتو مخه نیسي، چې زموږ د ماشومانو د بې لارې کېدو سبب کیږي.

دغه ټول د هغې خاورې د خلکو لپاره دي چې عقیده یې د اسلام د ایډیولوژۍ پر بنسټ وي او دغه دولت به د امت ستونزې حلوي او د امت له ماشومانو سره مرسته کوي چې د ژوند په هره برخه کې پوهه تر لاسه کړي او ښه عالمان ترې جوړ شي او د دې ترڅنګ اجتهاد، فقه او شریعت د نورو مضمونو په څېر لکه انجینري، فزیک، کمیا، طب او داسې نور زده کړي. داسې علما چې اسلامي شریعت او اسلامي امت پر خپلو اوږو ږدي او په ټوله نړۍ او نسلونو کې يې لومړی درجه کوي. 

اسلام له خپلې ځانګړې ایډیولوژۍ سره یو ځواکمن او موثر دولت دی، نه یو پاشل شوی او د نورو تابع دولت. دغه حالت بیا ځل خلافت دی چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته به د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره رامنځته شي.

حزب التحریر د ښوونیزو او روزنیزو پالیسیو په اړه یو روښانه تصویر لري، چې موږ خپلې ځانګړې موخې ته رسوي او دا ټول يې په اساسي قانون کې لیکل شوي او د «خلافت دولت تحصیلي او ښوونیز نظام بنسټونه» په نامه کتاب لري.

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

برائه مناصره

۱۴۳۸ د جمادي الثاني لومړۍ

۲۰۱۷، د فبروري ۲۸مه


PDF Print Email
Views [ 542 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
اې د اسلامي امت پوځونو! قدس د اسلامي خلافت د پلازمېنې په توګه له تاسو غوښتنه لري!
فلسطین په عمومي توګه او بیت المقدس په ځانګړې توګه یوه اسلامي موضوع ده چې له جاکارتا نیولې تر مراکشه پورې په ټول اسلامي امت پورې اړه لري. همدارنګه دا ناروا خبره ده چې څوک د فلسطین موضوع یوه نیشنلیستي م...
نظری گذرا بر انقلاب‎های جهان عرب علیه حکام‎شان
جهان اسلام در حال حاضر واقعیت بس دردآوری را تجربه می‎کند و به جائی رسیده که نیاز به شفقت و مهربانی دارد؛ در حالی‎که باید دیگران به آن حسادت می‎ورزیدند. متأسفانه پسوند ...
د ټېلرسون له سفره موخه د قدرت غوښتنې ستراتېژي ده!
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسون څو اسیایي او عربي هېوادونو ته خپل هدفمندانه سفر اعلان کړ، چې له دغو سفرونو څخه د ټرامپ د ادارې بهرنی سیاست، چې د دغو هېوادونو لپاره یې پام کې لري، په ډاګه کېږي...
ایالات متحده امریکا و آیندۀ افغانستان
تداوم جنگ و گستردگی بحران از یک‎سو و نیز دخیل بودن قدرت‎های منطقه و جهان از سوی دیگر، پیچیدگی این بحران را بیشتر ساخته که برای بسیاری ابهام و سردرگمی را بوجود آورده است. چنین وضعیت و نیز دشواری‎های نا...

موضوعات جدید ...

ټرمپ په امریکا کې له کډوالو څخه وېره لري، چېرته چې ښوونکي د مسلمانو نجونو له سرونو څخه حجاب لرې کوي! ټرمپ په امریکا کې له کډوا...
همدا راز دغې زده کوونکې په خپله ټوېټر پاڼه کې زیاته کړې، چې دا له خپلې يوې ملګرې سره...
اې د اسلامي امت پوځونو! قدس د اسلامي خلا...
الله سبحانه و تعالی اسلام د حاکمیت لپاره...
د مسلمانانو اسلامي ژوند په خطر کې دی، نه...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

تاجکستان دولت خپلو هغو پوله ساتو ته چې د افغانستان اوسېدونکي وژني، ترفیع ورکوي
تاجکستان دولت خپلو هغو پو...
د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو د افغانستان دوه تنه اوسېدونکي د بدخشان ولایت په اسکشمین ...
زندگی اسلامی مسلمانان در خطر است، نه اسل...
ابتلاء در نعمت و تنگ‌دستی...
د مسلمانوژنې روانه لړۍ دا ډول پای ته ورس...
نظری گذرا بر انقلاب‎های جهان عرب علیه حک...