Enter email addressInvalid email!

د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سیالۍ انديښمن وي، نه د حزب التحریر له فعالیتونو!
سيف الله مستنير | February 12, 2017

د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سیالۍ انديښمن وي، نه د حزب التحریر له فعالیتونو!

د تخار والي: په دغه ولایت کې د حزب التحرير فعالیتونه زیات شوي او ځوانان د دولت ضد کړنو ته هڅوي.

د تخار والي محمدياسين ضياء د ۱۳۹۵ کال د دلوې په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې په نوموړي ولایت کې د حزب التحرير فعالیتونه زیات شوي او دی ترې انديښمن دی. ضياء زیاتوي چې دا ډله د دغه ولایت په ښوونیزو مرکزونو کې ډېره فعاله ده او نوي ځوانان خپلو مرکزونو ته جلبوي او وروسته يې د حکومت ضد فعالیتونو ته هڅوي. والي پر دې هم بسنه نه کوي او وايي: «موږ په دې اړه انديښمن یو، ځکه تخار له دې چارې اغېزمن شوی. په دې وروستیو کې مو د لوړو زده کړو وزارت ته یو لیک استولی چې اندیښنې، لاملونه او د خلکو، مدني ټولنې او مسولینو له لوري مو يې حل لارې مشخصې کړې دي. تر اوسه په دې اړه د لوړو زده کړو د وزیر ځواب ته په تمه یو.» نوموړي وویل چې په امنیتي ناسته کې دې موضوع ته په پاملرنې سره مو پتېلې ده، چې د اسنادو له تر لاسه کولو وروسته، په دې ډله پورې تړلي کسان ونیسو.

د اسلامي خاورو خاین چارواکي او د هغوی له ډلې د تخار والي عادتاً عامه افکار د امت له اساسي ستونزو او حل لارو څخه بلې خوا ته اړوي. په تخار کې د خلکو اساسي ستونزه او انديښنه؛ د جان کېري د حکومت له خوا دغه ولايت ته د ناامنیو تدریجي لېږد دی، تر څو د دغه ولایت د خلکو پر وینو، شتمنيو او نوامیسو د امریکا اوږدمهالې او ستراتیژيکې موخې لاس ته راوړي. په دې ډګر کې د تخار والي هغه څوک دی چې د امریکا د پروګرامونو لپاره په جزئياتو کې عیني او ذهني شرایط برابروي. نو د تخار والي باید د امریکا پالیسيو ته د لار هواروونکي په توګه په مسلمانانو کې له خپل شتون څخه انديښمن وي او باید له خپل ځان څخه خلکو ته خبرداری ورکړي، نه د حزب التحریر له فعالیتونو څخه!

د تخار والي د هغو وسله والو اسلامي ډلو له فعالیتونو څخه چې غواړي د افغانستان په شمال کې ناامني رامنځته کړي، ښه خبر دی. هغو استخباراتي بنسټونو چې غواړي د امریکا د ستراتيژیکو موخو د تعقيب او څارنې لپاره لار هواره کړي، په رسمي ډول ځينو والیانو ته ویلي تر څو دغو نظامي ډلو ته فرصت ورکړي چې د روسیې پر پوله او د افغانستان په شمالي سیمو کې خپل نفوذ  پراخ کړي. له همدې امله روسیه هره ورځ په دې اړه خپلې انديښنې څرګندوي. مهمه نه ده چې دا ناامنۍ د منځنۍ آسیا هاخوا ته لېږدول کېږي او که تر لېږد وړاندې، د داعش په اړه روان تبليغاتي هیاهو ... او په شمال کې روانې ناامنۍ د دې لامل کېږي، چې امریکا د روسیې تر نفوذ لاندې سیمو څخه امتیاز ترلاسه کړي او روسیه د هغې د «ګوښه ژوند» په سيمه کې مغلوبه کړي.

د تخار والي ښه خبر دی چې امریکا د افغانستان په شمال کې سخت او ناامنه پسرلی طرحه کړی او د ده په څېر د جان کېري دولت د ځينو والیانو په لاس د دې سیمې پر خلکو دا ډول ناوړه شرایط راولي او په خپله په جزئیاتو د قضیې مدیرت کوي. بل پلو، والي پر دې ښه خبر دی چې روسیه يو شمېر هغو عناصرو ته چې مخکې يې هم له هغوی سره اړیکه درلوده؛ نوې او مختلفې وسلې ورکوي او ځينو عناصرو ته یې ان د مسکو او تاجکستان بلنلیکونه ورکړي. یو شمېر يې روسیې ته په پټه سفرونه کړي، ترڅو له روسانو سره له نژدې اړیکه ټينګه کړي. دا مسئله تر دې کچې جدي ده چې امکان لري په ډېرو سختو ورځو کې د روسیې تر ملاتړ لاندې عناصر، له طالبانو سره لاس یو کړي او د داعش او جان کېري د دولت پر ضد وجنګېږي. ولې دغه والي له داسې ناوړه او کړکېچن وضعيت څخه نه دی انديښمن!؟

دغو لاسپوڅو او خاینو چارواکو تل له مظلومو خلکو د خپلو او کافرو استعمارګرو د ګټو لپاره د قربانۍ پسونه جوړ کړي. دا ځل د جان کېري حکومت د امریکا په لارښوونه هوډ کړی چې د راتلونکي کال په پسرلي کې د افغانستان د شمال د مسلمانانو په ځانګړې توګه د تخار د اوسېدونکو په وینو استعماري لوبه او له روسيې سره د امریکا نیابتي جګړه پر مخ یوسي. په داسې حال کې چې حزب التحریر تل امت، د استعمارګرو کفارو او د دوی د قسم خوړلو مزدورانو له پروګرامونو څخه خبروي. د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره عيني او ذهني شرایط رامنځ ته کوي او د دې خاورې مجاهدو او اشغال ضد خلکو ته اسلام د ژوند په ټولو ډګرونو کې د یوازینۍ حل لارې په توګه وړاندې کوي. له همدې امله د حزب التحریر ويښوونکو؛ فکري-سیاسي فعالیتونو د افغان چارواکو له سترګو خوب وړی، ځکه نو د لېونیانو په څېر پر حزب التحریر خوله ورخلاصوي.

حزب التحریر په هغه موخه او لاره چې د هدایت او رهبرۍ نمونه یې یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم دی؛ د هېڅ ملامتوونکي له ملامتۍ اندېښنه نه لري، د اسلامي خاورو د ټولو طاغوتانو پر وړاندې يې تر ۶۳ کالو ډېره موده خپل ثبات ساتلی او هېڅکله يې امت ته دروغ نه دي ویلي. له همدې امله حزب التحریر نور د امت په سترګو، غوږو او هوښيارۍ بدل شوی. نو د تخار د والي او نورو دسیسې به هم تجربه کړي. په پای کې به حق کامیاب او خاینان به رسوا شي. د جابرو چارواکو پروګرامونه به له منځه ولاړ شي او د الله سبحانه وتعالی پروګرام به پلی او تطبیق شي.

﴿بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ﴾ [الأنبياء: ١٨]

‏بلکې (موږ داسې نه غواړو او) حق له باطل سره اخته کوو، حق د باطل مغز پاشي او باطل ډېر ژر محوه او له منځه ځي. افسوس دې وي پر تاسو، د هغه ستاینې له امله چې کوئ يې!

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر -ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس


PDF Print Email
Views [ 1580 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
د سوچي په کنفرانس مه غولېږئ
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د ۲۰۱۷م د نومبر په ۱۸مه به د سوریې د قضيې د حل لپاره په سوچې کې کنفرانس تر سره شي. د سوریې مخالفو ډلو او همدارنګه دې مستورا د دغه کنفرانس له ګډون څخه مخ واړوه. ...
حَبلُ‌المـَتین (5): آیا به حُکام و اهل قدرت می‌توان امید داشت؟
ما نباید در هنگام دعوت و حمل اسلام به دیگران دچار یأس و ناامیدی شویم، به‌خصوص زمانی‌که طرف مقابل ما انسان‌های فاسد، ظالم و شرارت‌پیشه باشد. چون ما از آینده و نتیجه‌ی کار آگاه نیستیم که آیا این فرد ظال...
په اردو کې امريکايي "اصلاحات" او په افغانستان کې د قدرت د جوړښت بدلون
د افغانستان امنیتي ځواکونه د شوروي اتحاد د اشغال پرمهال د انګلیس او امریکا د ځينو پاتې شونو په ګډون بشپړ د کمونېزم له بې تجربې شاګردانو څخه رامنځ ته شول؛ خو د شوروي اتحاد له سقوط او د مجاهدینو د دولت ...
"اصلاحات" امریکایی در اردو و تغییر ساختار قدرت در افغانستان
هرچند امریکا از اردوی افغانستان در جریان 17 سال جنگ، به بهترین وجه علیه مردم مسلمان این سرزمین استفاده نمود؛ اما در کنار این همه خدمات، باز هم امریکا از سیکولر و دموکرات بودن آنان رضایت نداشت و از احس...

موضوعات جدید ...

د سوچي په کنفرانس مه غولېږئ د سوچي په کنفرانس مه غولې...
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د ۲۰۱۷م د نومبر په ۱۸مه به د سوریې د قضيې د حل ...
ږیره او نقاب؛ ازادۍ ته ګواښ!...
په اردو کې امريکايي "اصلاحات" او په افغا...
"اصلاحات" امریکایی در اردو و تغییر ساختا...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

پیشنهاد روسیه برای مذاکرات صلح در افغانستان و ابعاد سیاسی آن
پیشنهاد روسیه برای مذاکرا...
با توجه به موقعیت جغرافیایی افغانستان در منطقه، این سرزمین از موقعیت خوبی برای کنترول...
پیامدهای سیاسی حمله بر هوتل کانتیننتال...
قاتلین اصلی مردم در افغانستان کی‌ها اند؟...
"اصلاحات" امریکایی در اردو و تغییر ساختا...
په افغانستان کې د خلکو اصلي قاتلین څوک د...