Enter email addressInvalid email!

په ما أ‌نزل الله باندې د حکومت کولو اخروي اغيزې (دوهمه برخه)
| September 28, 2013

په ما أ‌نزل الله باندې د حکومت کولو اخروي اغيزې (دوهمه برخه)

4.لعنت او مختوري:

کله چې الله سبحانه و تعالی انسان مکرم وګرځولو او په تر ټولو غوره بڼه يې خلق کړ، د دویم ځل لپاره يې هغه وخت مکرم کړ کله يې چې ورته ترټولو غوره شريعت واستاوه، نو انسان د دغه تکریم د نعمت په ناشکرۍ سره په فطرت کې خپل اصل ته ورګرځېدونکی ؤ او په مخ باندې ځواب ويونکی، په آخرت کې د خپل ځان د بصیرت له منځه تلل د خپلو سترګو له منځه تلو ته وړاندې کوي، په حقیقت کې دا د هغو کسانو شان او حالت دی چې د الله سبحانه و تعالی د نازل شوي شريعت څخه مخ اړوي. الله سبحانه و تعالی بشر د دغه شريعت حکم او فیصلې ته د غاړې اېښودو لپاره را بولي او فرمايي:

 ‏ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ آمِنُواْ بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقاً لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهاً فَنَرُدَّهَا عَلَى أَدْبَارِهَا أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ وَكَانَ أَمْرُ اللّهِ مَفْعُولاً ‏(47) النساء، 47

اې هغو خلکو چې کتاب درکړ شوی ؤ! هغه کتاب ومنئ چې موږ اوس نازل کړی دی، چې د هغه کتاب تصديق او ريښتينه کوي چې له پخوا نه له تاسې سره موجود ؤ، پر ده ايمان راوړی مخکې له هغه چې موږ مخونه مسخ کړو او څټ لوري ته يې وګرځوو يا دوی په هغه شان لعنتيان کړو لکه چې د سبت خاوندان مو کړي وو او (په یاد ولرئ چې) د الله سبحانه و تعالی حکم نافذيږي او هغه ډېر سخت او وېروونکی عذاب دی چې د هغو کسانو انتظار باسي کوم چې په ما انزل الله احکامو باندې له ایمان راوړلو څخه مخ اړوي.

 ابن جرير په خپل تفسیر کې د دې آيت په اړه وايي:پپپپپپ

... مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهاً ...ځينو بيا ويلي، چې مخونه يې بې نوره او له منځه لاړ شي، آنه تر دې چې بې مخه شي او ځينو نورو بیا د دې معنا داسې کړې: چې ړانده به ګرځول  کيږي.

او همداراز لعنت – د الله سبحانه و تعالی له رحمت څخه شړل دي – چې د الله سبحانه و تعالیپه شريعت باندې لوبو کوونکو ته انتظار باسي، د هغوی تر ټولو لومړني سلف اصحاب السبت دي، هغه کسان چې په شنبې ورځ کې يې زیاتی وکړ، په شريعت کې يې حيلې ولټولې، نو د شاديانو اوخنزيرانو څېرې ته په شکل مسخ شول.

 کله چې کعب الاحبار اسلام راووړ، هغه د یهودو له علماوو څخه ؤ، خو کله يې چې دا آیت واورېد، نو له خپل ځان څخه داسې کیسه کوي: زه د ښار لور ته سپور شوم، هلته یو کس د قرآن شریف تلاوت کوونکی ؤ او دا آیت به يې ويلو:

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ آمِنُواْ بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقاً لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهاً فَنَرُدَّهَا عَلَى أَدْبَارِهَا ...
بيا مې اوبو ته مخه کړه او هغه مې ووينځه او مخ مې له توروالي او بې نوره کيدو له ويرې په لاسونو کې نيولی ؤ او بيا مسلمان شوم.

 ۵. د سپک والي او زیان عذاب
وروسته له هغې چې الله سبحانه و تعالی د شريعت د احکامو ځينې اړخونه يې په النساء سورت کې ذکر کړي، الله سبحانه و تعالی فرمايلي:

‏ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ‏(13)النساء 13 

 دا د الله سبحانه و تعالی ټاکل شوې پولې دي، څوک چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صل الله علیه وسلم  اطاعت وکړي الله سبحانه و تعالی به هغه داسې باغونو ته ننباسي چې تر هغه لاندې به ويالې بهيږي او هغوی به د تل لپاره پکې استوګن وي او همدا ستر برياليتوب دی. بیا يې د هغه چا د جزا په بیان کې آیتونه را استولي دي، څوک چې له دغه احکامو او حدودو څخه سرغړونه کوي ...

وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَاراً خَالِداً فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ ‏(14)النساء،14

 ژباړه: او څوک چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه له پیغمبر صل الله علیه وسلم  څخه سرکشي وکړي او د هغه له ټاکل شوو حدودو نه تيری وکړي الله سبحانه و تعالی به هغه په اور کې وغورځوي چې په هغه کې به د تل لپاره استوګن وي او د هغه لپاره رسوا کوونکې سزا ده. او هغه وېروونکی او د فرياد وړ عاقبت دی، چې د بنده د ورتګ ځای داسې ګرځوي چې قهار او جبار رب به هغه اور ته داخلوي او په برحال عذاب او همیشني سپکاوي کې به ورپسې دروازې تړي. نو هر هغه کس چې د الله سبحانه و تعالی په دغه حدودو باندې تېری وکړي، په دروغ ګڼلو، جحد (د حقانیت د درک ترڅنګ انکار)، تبديل او یا تبعیض سره، نو هغه ته د دغه سپکوونکي عذاب وعده ورکړل شوې ده «ځکه نوموړي هغه څه چې الله سبحانه و تعالی ورته ورباندې حکم کړی، تغییر کړي او له الله سبحانه و تعالی سره يې په حکم کې ضد کړی، دا له دې امله چې نوموړی په هغه څه چې الله سبحانه و تعالی تقسیم کړي او حکم يې ورباندې کړی راضي نه دی، نو له دې امله په همیشني عذاب کې په توهين سره جزا ورکول کيږي».

 د الله سبحانه و تعالی حدود هغه څه دي چې سرغړوونکو ته يې د عذاب وعده ورکړل شوې، هغه په ټوليز ډول د الله سبحانه و تعالی احکام دي او هغه هر هغه عمل دی چې مخالفت يې جایز نه دی، له همدې امله په آیتونو کې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صل الله علیه وسلم د اطاعت نوم ورکړل شوی، نو د دې آيت ومن یطع الله و رسوله معنی دا ده چې: د هغه د حدودو پیروي وشي، لکه څنګه چې په مقابل کې يې د الله سبحانه و تعالی دې قول ورته اشاره کړې ده وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَاراً او الله سبحانه و تعالی په بل آیت شریف کې فرمايي:

 أَلَمْ يَعْلَمُواْ أَنَّهُ مَن يُحَادِدِ اللّهَ وَرَسُولَهُ فَأَنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِداً فِيهَا ذَلِكَ الْخِزْيُ الْعَظِيمُ ‏(63)التوبة، 63

آیا دوی ته معلومات نشته چې څوک له الله سبحانه و تعالی او پیغمبر صل الله علیه وسلم سره مقابله کوي، د هغه له پاره د دوزخ اور دی، چې په هغه کې به هغوی د تل لپاره اوسيږي، دا ډيره لويه رسوايي ده.

او الله سبحانه و تعالی ځينو ګناهکارانو ته د عذاب او د لويې بدبختۍ وعيد ورکړی او د دوی ګناه يې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صل الله علیه وسلم سره جګړه بللې، سره له دې چې ځينې د دغو ګناه کوونکو څخه مسلمانان دي. الله سبحانه و تعالی فرمايلي:

 إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَاداً أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ (33)المائدة، 33

کوم خلک له الله سبحانه و تعالی او د هغه له پیغمبر صل الله علیه وسلم سره جنګیږي او په ځمکه کې د دې لپاره منډې ترړې کوي چې فساد راولاړ کړي، د هغو سزا داده چې ووژل شي، یا په دار وځړول شي، یا د هغوی لاس او پښې ردې بدلې غوڅې کړل شي، يا له وطنه وشړل شي، دا ذلت او سپکاوی خو د هغوی لپاره په دنيا کې دی او په آخرت کې د هغو لپاره تر دې لويه سزا ده. 

 د (تحذير أهل الإيمان عن الحكم بغير ما أنزل الرحمن) د رسالې ليکوال په دغه آیت باندې په تبصره کې ويلي: «نو کله چې د امام له طاعت څخه د وتلو محاربينو باغیانو حکم دا وي، د هغه کسانو جزا چې له جماعت څخه يې سرغړونه کړې وي او هغه يې ټوټه کړی وي، نو څه فکر کوې چې د هغو کسانو ګناه چې ډله-ډله عرب او عجم وګړي، مؤمن او کافر ټول هغه قانون ته رابولي چې ده او ده ته ورته نورو له خپلو باطلو خيالونو څخه جوړ کړی او په هغې سره د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صل الله علیه وسلم له پیروۍ څخه وتلی او له هغوی سره يې جګړه روانه کړې، له هغوی څخه د هغوی له امر سره د مخالفت له امله جدا شوی، آیا دا ترهغه هم زیاته ګناه نه ده..؟ ستا په رب هو! دا د فساد، شرارت او خبائثو... بنسټ دی ... چې پرته له علماوو څخه بل څوک نه ورباندې پوهيږي».

 ۶. دايمي حق ژوند
چا چې په دنيا کې د خپل مولی تر ولکې لاندې ژوند وکړ، نو هغه ته به په ژوند کې عزت ورکوي، کله چې مړ شي... هغه د نوموړي ژوند دی. یوازې مؤمنان دي چې د مقتدر پاچا په حضور کې د مطلق ژوند د ختمولو لپاره هڅې کوي، اما نور کسان یوازې په مطلق ژوند باندې قناعت کوي، الله سبحانه و تعالی د یهودو او مشرکينو په اړه فرمايي:

 

وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَى حَيَاةٍ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِ مِنَ الْعَذَابِ أَن يُعَمَّرَ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ (96)‏البقرة، 96 

 ژباړه: ته به ارو مرو دوی له بل هرچا نه د ژوند حریصان ومومې آن تر دې چې دوی په دې کار کې له مشرکانو نه هم وړاندې شوي دي، د دوی هر يو دا غواړي چې کاشکي زرکاله ژوند وکړي، په داسې حال کې چې اوږد عمر خو دوی له عذابه لرې غورځولای نه شي، څه عملونه چې دوی کوي الله سبحانه و تعالی هغه ويني. او الله سبحانه و تعالی فرمايي:

قُلْ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ هَادُوا إِن زَعَمْتُمْ أَنَّكُمْ أَوْلِيَاء لِلَّهِ مِن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ‏(6)‏ وَلَا يَتَمَنَّوْنَهُ أَبَداً بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ ‏(7)الجمعة، 6-7 

ژباړه: دوی ته ووايه اې هغو خلکو چې یهوديان شوي يی، که تاسې په دې انګيرنه مغرور يی چې له نورو ټولو خلکو پرته فقط همدا تاسې د الله سبحانه و تعالی نازولي یاست، نو د مرګ هيله وکړی، که تاسې په خپلې دغې انګيرنې کې ريښتوني يی. خو دوی به هېڅکله د هغه هيله ونه کړي، د خپلو کړنو له امله چې دوی په خپلو لاسونو وړاندې ليږلي دي او الله سبحانه و تعالی دغه ظالمان ښه پيژني. 

 اما د ايمان خاوندان، د دې طالع لري چې په دنيا کې د طاعت ژوند وکړي، کوم چې هغوی په آخرت کې د حق ژوند اهل ګرځوي، نو په تحقيق سره الله سبحانه و تعالی هغوی دې ته را بللي دي او هغې ته يې لارښوونه کړې ده. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

 ‏ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ‏(24)الأنفال، 24 

 ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی، د الله سبحانه و تعالی او د رسول صل الله علیه وسلم هغه بلنې ته چې تاسې ته ژوند درکوي لبيک ووايی او پوه شی چې الله سبحانه و تعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځ پرده اچوي او په حقيقت سره ټول ده ته حشر کيږی. 

  نو دا هغه ژوند ته بلنه ده چې د قربانۍ له امله منځ ته راځي او هغه استجابت دی. که د مفسرينو اقوال د استجابت لپاره د مامور به څيز په اړه مختلف هم وي، هغه که اسلام، حق، قرآن، جهاد او د الله سبحانه و تعالی د دښمنانو سره جګړه ... او نور وي، نو دا ټول د نوعې اختلاف دی، چې په پایله کې ټول په قرآن او محکم شریعت باندې په منګولو لګولو باندې پای ته رسیږي او د نفس او نورو ټولو ارزښمندو څیزونو قربانول دي ترڅو دغه لوی کتاب نصرت ومومي.

 ابن جرير ويلي: «او ترټولو غوره قول په دې کې په نېکۍ او صواب باندې دی، قول د هغه چا چې وايي: معنی يې دا ده چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه رسول صل الله علیه وسلم ته په طاعت سره ځواب ووايی، کله چې رسول صل الله علیه وسلم تاسو له حق څخه هغه څه ته راوبولي کوم چې تاسو ته ژوند درکوي او دا هغه څه دي چې معنا به يې داسې وي: چې د جګړې امر او جهاد ته به يې مثبت ځواب وايی او کله يې چې د قرآن حکم ته مو راوبولي ورته اجابت ووایي». نو د قرآن حکم ته بلنه، ژوندانه ته بلنه ده، چې په دنيا کې کريم مؤمن غواړي او په آخرت کې د هغه په واسطه په دايمي نعيم کې ژوند کوي.  طبري ويلي: «د دغه ټولو د اجابت په پایله کې مجيب ژوند دی. اما په دنيا کې د جميل یاد او ذکر پرېښودل دي او په دې کې هغه ته ژوند دی، اما په آخرت کې بیا ابدي ژوند دی، په جنتونو کې او په هغو کې خلود دی». 

 له الوعی مجلې څخه


PDF Print Email
Views [ 2085 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
خشونت کورکورانه مغایر منهج پیامبر صلی الله علیه وسلم برای تاسیس دولت خلافت است
بعد از این که کفار دولت خلافت را نابود کردند و سیطره ی شان را بالای سرزمین های اسلامی گسترش دادند، تقاضا برای دین و تسلط آن به تعویق انداخته شد و قانون ساخته ی بشر بالای شان تحمیل گردید. این طبیعی بود...
ده روز اول ذی‌الحجه: فرصت طلایی برای مسلمانان
پس شايسته است که ما مسلمانان از ده روز اول ذی‌الحجه هم‌چو شب‌های اخیر ماه رمضان استقبال نمائیم و با توبه نصوح و انجام اعمال خیر در راستای رهایی از دوزخ و رفتن به جنت بکوشیم؛ زیرا زندگی ما کوتاه‌تر از ...
فرضیت تأسیس دولت اسلامی
زمانی که از اسلام و نظام اسلامی صحبتی و یا هم دعوتی به عمل میاید، تنها به احکام مربوط به...
مفاهیم مختلفی که مجتهدین از آن متأثر اند
هدف ما در این مبحث از مفاهیم، آنچه معنی متداول و معروف مفاهیم در میان مردم است؛ نمی باشد، چه مردم گاهی مفهوم را...

موضوعات جدید ...

مفهوم حقیقی استقلال نزد امت مسلمه مفهوم حقیقی استقلال نزد ا...
استعمار غربی سرزمین های اسلامی را نخست اشغال و سپس نیروهای شان را از آن خارج نمود، مگ...
استقلال خواهی چیست و آیا به آن دست یافته...
بازار گرم ائتلاف‌های سیاسی و پالیسی امری...
د امریکا جنګي پروژه او د اسلامپالو سياست...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

موقف ما در قبال فتنه و جنگ موجود افغانستان چه باید باشد؟
موقف ما در قبال فتنه و جن...
هر نوع موقف‌گیری ما در این همچو وضعیت وخیم باید بسیار دقیق، سنجیده و حساب شده باشد. ب...
اسلام سیاسی چیست، و آیا اسلام سیاسی مردو...
سیاسي اسلام څه ته وايي او ایا سیاسي اسلا...
دلایل نزدیک شدن امریکا با فرانسه...
آیا ائتلاف‌ها و محورهای فعلی کارساز است؟...