Enter email addressInvalid email!

په ما أ‌نزل الله باندې د حکومت کولو اخروي اغيزې
| September 28, 2013

په ما أ‌نزل الله باندې د حکومت کولو اخروي اغيزې

کله چې موږ هغه قرآني نصوصو ته کتنه وکړو، کوم چې د شریعت د تحکیم په اړه راغلي دي، مومو چې ګڼ شمېر اغیزې لري او کولای شو هغه تر یوه عام صفت او لوی عنوان (فلاح او بریالیتوب) لاندې راوړو او دغه دواړه له دې امله د مؤمنانو لپاره دي، چې هغوی په دنيا کې د الله سبحانه و تعالی شریعت حاکموي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:


إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ‏(51) وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ (52)‏النور، 51-52
"د مؤمنانو قول خو دا دی چې کله د الله سبحانه و تعالی او د رسول صل الله علیه وسلم لوري ته وبلل شي، ترڅو رسول صل الله علیه وسلم د هغوی ترمنځ حکم وکړي نو هغوی ووايي چې موږ واورېدله او ومومنله. همدغه راز خلک د بري او نجات موندونکي دي او هماغه کسان بريالي دي چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صل الله علیه وسلم امر ومني او له الله سبحانه و تعالی څخه وويريږي او د هغه له نافرمانۍ څخه ډډه وکړي."

 نو آيا تر دې عظیم آیت او تر دې قیمتي زیری شته؟ دا موږ ته واضح کوي چې سمع او اطاعت څنګه وي او عاقبت يې څنګه کیږي، د مفلحو مؤمنانو شان، سمعې او اطاعت ته بیړه ده:


إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ

 "د الله سبحانه و تعالی کتاب او د رسول الله صل الله علیه وسلم حکم ته بلنه"، الله سبحانه و تعالی هم په دې سره وعده ورکړې چې وَمَن يُطِعِ اللَّهَ په هغه څه کې چې فرض شوي دي رَسُولَهُ په هغه څه کې چې سنت شوي وَيَخْشَ اللَّهَ په هغه څه کې چې له عمر څخه يې تېر شوي Ï وَيَتَّقْهِ په هغه څه کې چې له عمر څخه يې پاتې دي َأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ .

او فائز (بريالی) هغه څوک دی چې له اور څخه يې خلاصون موندلی وي او جنت ته داخل شي. دغه جامع آیت د حضرت عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه په زمانه کې د اورېدو پرمهال د یوه نصراني د اسلام راوړلو سبب وګرځېد او تنها دا یوازینی عظیم آیت نه دی چې قرآن په هغې کې په دنیا کې د الله سبحانه و تعالی او رسول صل الله علیه وسلم د اوامرو او نواهيو د احتکام په اړه اخروي زيري ورکړي، بلکې ډېر نور آیتونه شته چې دا ډول زیري له ځان سره لري:

1. مغفرت او د ګناهونو له منځه تلل:
دا یوه لویه اخروي لاسته راوړنه ده، چې خلک يې د اسلامي شریعت له حاکمیت پرته په بله لاره نشي ترلاسه کولای. یوازې اسلامي ټولنه د خپلو شرايعو تر سیوري لاندې د خلکو د دنیا له صلاح څخه وروسته آخرت صالح کولای شي. نو کله چې وضعي تشریعات د خلکو ژوند ته ورګډ شول په ځينو برخو کې یې یوڅه رفاه، تنعم او نېکمرغي راوړه او د دنيا ځينې برخې یې ورغولې، خو د دنيا د یوې برخې صلاح څه فایده! چې آخرت ورباندې ضایع شي؟ د طاغوتانو سره مينه او د هغوی پیروي ګناهونه نشي بښلی، بلکې د نورو ګناهونو د ارتکاب سبب کیږي، اما د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صل الله علیه وسلم سره مینه او په څه چې هغوی امر کړی د هغو پیروي، د الله سبحانه و تعالی د محبت لاره ده او د ګناهونو د تویېدو سبب کیږي، الله سبحانه و تعالی فرمايي:

‏ قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (31)‏

 ‏ قُلْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ فإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْكَافِرِينَ ‏(32)آل عمران، 31-32
"اې پيغمبره! خلکو ته ووايه چې: که تاسې په رښتيا له الله سبحانه و تعالی سره مينه لری نو زما د پيروۍ لاره غوره کړئ، الله سبحانه و تعالی به له تاسې سره مينه وکړي او ستاسې خطاګانې به دروبښي، هغه ډېر بښونکی او د رحمت څښتن دی. هغو ته ووايه چې: د الله ÷سبحانه و تعالی او د رسول صل الله علیه وسلم اطاعت ومنئ، بيا که هغوی ستا دا بلنه ونه مني، نو دا بيا بيخي نشي کېدای چې الله سبحانه و تعالی له داسې خلکو سره مينه وکړي، چې د هغه او د هغه د رسول صل الله علیه وسلم له اطاعت نه انکار کوي."

دغه مغفرت معنی دا نه ده چې اسلامي ټولنه به خامخا له ګناهونو څخه پاکیږي، بلکې دا به داسې ټولنه وي چې له نورو ټولنو سره به توپیر ولري، کومې چې په هغو کې د شریعت د ليرې کېدو لپاره لاره پرانستل شوې وي او خلک په ګناهونو کې یو له بل سره مسابقه کوي. اسلامي ټولنه د نورو ټولنو په څېر نه ده، ځکه د اسلامي شريعت تطبیق د ګناهونو د مرتکبینو لپاره داسې فضا برابروي چې جاهلي ټولنې يې نه پیژني او هغه مخکې له دې چې له دنيا څخه دارالبقا ته لاړ شي د توبې لپاره د ګناهګار حرص، کوښښ او هڅه ده ترڅو د ګناهونو له چټلۍ څخه پاک شي.

د شریعت تحکیم په دنیا کې د توبه کوونکو د توبه کولو سبب کیږي او همدغه توبه په آخرت کې قبلیږي، چې د مغفرت او ګناهونو د منځه تلو سبب کیږي. رسول الله صل الله علیه وسلم به له مؤمنانو او مؤمنو ښځو سره پر همدې بیعت کاوه ترڅو د شریعت د حاکمیت لپاره خپل موقف ثابت کړي او له سره شریعت ته تسلیم شي او الله سبحانه و تعالی ورته امر وکړ، کله چې مؤمنانو د شریعت په تحکیم سره له هغه صل الله علیه وسلم سره بیعت کولو، هغوی ته دې له الله سبحانه و تعالی څخه مغفرت وغواړي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

‏ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَن لَّا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئاً وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ الممتحنة، 12
"
اې پیغمبره! کله چې تا ته مؤمنې ښځې د بيعت کولو لپاره راشي او د دې خبرې ژمنه وکړي چې هغوی به له الله سبحانه و تعالی سره کوم شی نه شريکوي، غلا به نه کوي، زنا به نه کوي، خپل اولاد به نه وژني، د خپلو لاسونو پښو په وړاندې به کوم بهتان جوړ کړی نه راوړي او په کوم معروف کار کښې به ستا نافرماني نه کوي له هغوی نه بیعت واخله او د هغوی په حق کښې له الله سبحانه و تعالی نه مغفرت وغواړه، په يقيني ډول الله سبحانه و تعالی بښونکی او رحم کوونکی دی."

 په دغه شرطونو سره ښځو ته ځانګړې نه ده، بلکې دا د رسول الله صل الله علیه وسلم بیعت له نارینه ؤ سره هم دی. بخاري له عباده بن الصامت رضی الله عنه څخه روایت کړی، وايي: موږ له نبي کريم صل الله علیه وسلم سره په یوه مجلس کې وو، هغه وویل:
بايعوني على أن لا تشركوا بالله شيئاً ولا تسرقوا ولا تزنوا ولا تقتلوا أولادكم ولا تأتوا ببهتان تفترونه بين أيديكم وأرجلكم ولا تعصوا في معروف -وقرأ هذه الآية- فمن وفَّى منكم فأجره على الله، ومن أصاب من ذلك شيئاً فعوقب به فهو كفارة له، ومن أصاب من ذلك شيئاً ثم ستره الله فهو إلى الله، إن شاء عفا عنه وإن شاء عاقبه رواه البخاري والنسائي والدارمي.

ژباړه: له ماسره پر دې بيعت وکړئ چې له الله سبحانه و تعالی سره به هېڅ شريک نه نيسی، غلا به نه کوی، زنا به نه کوی، اولاد به مو نه وژنی، د خپلو لاسونو او پښو په وړاندې به له بهتان سره نه راځی، په معروف یعنې روا کې به معصيت نه کوی – او دا آیت يې ولوست- نو چا چې په دې سره وفا وکړه، اجر يې پر الله سبحانه و تعالی باندې دی او چا چې له دې څخه سرغړونه وکړه او عذاب ورکړل شو، هغه ورته کفاره ده، او چا که له دې څخه سرغړونه وکړه او بيا يې الله سبحانه و تعالی پرده وکړه، هغه له الله سبحانه و تعالی سره دي، که وغواړي ورته به بښنه وکړي او که وغواړي عذاب به ورکړي.

 او بیعت د اسلام د نورو شرایعو لپاره یوه بېلګه ده، لکه څنګه چې ابو السعود ویلي "دا هغه څه دي چې ذکر شوي او هغه څه چې نه دي ذکر شوي هغه د هغو له وضاحت او اصالت څخه دي لکه په لمانځه، زکات او د دين نور ارکان او د اسلام شعاير" نو له همدې امله د رسول الله صل الله علیه وسلم استغفار د هغه چا لپاره چې له هغه صل الله علیه وسلم سره يې پر دې بیعت کړی، له ضمانت څخه عبارت دی چې د اخروي ثواب او مغفرت لپاره يې قبول کړی، د هغه چا لپاره چې په دغه چارو کې د الله سبحانه و تعالی حکم ته تسلیميږي، آن تردې چې ورسره پر همدې بیعت کوي، بیا آیت شریف په دې سره دوام موندلی چې فرمايي:

إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
"په تحقيق سره الله سبحانه و تعالی غفور او رحيم دی."


 
معنی دا چې د مغفرت او رحمت مبلغونه چې بیعت کوونکو ته به مغفرت کوي او په هغوی به رحم کوي، کله چې په هغه څه وفا وکړي په کوم يې چې بیعت کړی دی.

 2. لوی ثواب

 د الله سبحانه و تعالی پر شرع باندې حکومت کوونکي یوازې د مغفرت په واسطه له ګناهونو څخه نجات نه مومي، بلکې د لوی او ډېر ثواب په ترلاسه کولو باندې بريالي کيږي، ځکه دوی پر مستقیم منهج باندې استقامت کوي او په حقه لاره باندې روان دي. الله سبحانه و تعالی وروسته له دې چې په قران کریم کې د هغه چا حالت څرګند کړي چې رسول الله صل الله علیه وسلم په خپلو معاملو کې حِِاکم نه ګرځوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

 
 
فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجاً مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيماً ‏ النساء، 65.

 "نه، اې محمده! ستا په رب قسم چې دوی هېڅکله مؤمنان نشي کېدای، ترڅو چې دوی په خپل منځي شخړو کې تا فیصله کوونکی و نه مني، بيا چې ته فيصله وکړې، پرهغې باندې په خپلو زړونو کې هم څه تنګي احساس نه کړي؛ بلکې سر تر پايه يې ومني.

  او دا د الله سبحانه و تعالی په دغه قول باندې دوام مومي:

وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُواْ مِن دِيَارِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلاَّ قَلِيلٌ مِّنْهُمْ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُواْ مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتاً ‏(66) وَإِذاً لَّآتَيْنَاهُم مِّن لَّدُنَّا أَجْراً عَظِيماً(67) وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطاً مُّسْتَقِيماً ‏(68)النساء، 66-68

 "که موږ هغه ته حکم کړی وای چې خپل ځانونه ووژنی، يا له خپلو کورونو څخه ووځی، نو له هغو څخه به ډېرو لږو کسانو پرې عمل کړی وای، په داسې حال کې کوم نصيحت چې هغوی ته کيږي که پر هغه يې عمل کړی وای نو دا به ورته د ډېر خير او د زياتې ډاډېينې سبب ؤ او چې کله دوی داسې کولای نو موږ به دوی ته له خپل لوري نه ډېر زيات ثواب ورکړی وای او دوی ته به مو سمه لاره ښودلې وای."

 په دغه آیت شریف کې الله سبحانه و تعالی د دې اخبار را کړی چې الله سبحانه و تعالی له دغه مرحوم امت څخه هغه سختۍ لیرې کړې کومې چې په مخکینيو امتونو باندې موجودې وې. بیا يې هغه کریم نظم بیان کړی چې د رسول الله صل الله علیه وسلم د تحکیم په ترڅ کې رامنځ ته کيږي او په هغه څه سره ورته موعظه کوي:

...وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُواْ مَا يُوعَظُونَ بِهِ ...
"
د رسول صل الله علیه وسلم له پیروۍ او هغه څه چې رسول صل الله علیه وسلم ورباندې حکم کوي، هغې ته د غاړې اېښودلو" او په هغه څه چې ظاهرا او باطنا حکومت کوي

 ..لَكَانَ خَيْراً لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتاً ‏(66) وَإِذاً لَّآتَيْنَاهُم مِّن لَّدُنَّا أَجْراً عَظِيماً(67) وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطاً مُّسْتَقِيماً ‏(68)

 خامخا به دغه انقیاد او دغه تحاکم دوی ته په دنيا او آخرت کې خير وي او په ايمان باندې به د دوی د زړونو سخت ثبات او پیاوړتيا وي، چې لوی اجر به له ځان سره لري- د الله سبحانه و تعالی له وعدې سره سم- که وویلای شي چې: نو دوی ته به له ثبات څخه وروسته څه ورپېښېږي؟ نو ورته ويل کيږي: کله چې دوی ثبات وښود نو موږ به هغوی ته عظیم اجر ورکړو، یعنی د (إذن) کلمه د دغه پوښتنې ځواب او جزا ده. او (عظیم اجر) د الله سبحانه و تعالی د ورکړې په نسبت د عظمت په نون سره مفخم او ډک راغلی او هغه د الله سبحانه و تعالی له خوا دی (من لدنا) یعنی داسې اجر چې بل څوک ورباندې قادر نه دي.

 3. د منزلت لوړوالی او تکريم

 الله سبحانه و تعالی د رسول صل الله علیه وسلم حاکميت (طاعت) بللی او د هغه عاقبت يې د الله سبحانه و تعالی ملګرتيا، تکريم، لوړوالی له انبياؤ، صديقينو، شهیدانو او صالحينو سره په جنت کې یوځای والی ګرځولی،‎ الله سبحانه و تعالی فرمايي:

 فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ... النساء 65

 "نه، اې محمده! ستا په رب قسم چې دوی هېڅکله مؤمنان نشي کېدای، ترڅو چې دوی په خپل منځي شخړو کې تا فیصله کوونکی و نه مني ..."

وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقاً (69) ذَلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللّهِ وَكَفَى بِاللّهِ عَلِيماً(70) ‏النساء، 69-70

 

"څوک چې د الله سبحانه و تعالی او رسول صل الله علیه وسلم اطاعت وکړي دوی به د هغو خلکو ملګري وي چې پرهغو الله سبحانه و تعالی پېرزوينه کړې ده؛ یعنې پيغمبران، صديقان، شهيدان او صالحان، څومره ښه ده د هغو ملګرتيا چې چا ته ورپه برخه شي. دا حقيقي پېرزوينه ده چې د الله سبحانه و تعالی له لوري ورکول کيږي او د حقيقت پوهنې له پاره يوازې د الله سبحانه و تعالی علم کافي دی."

 

 معنی دا چې: ټول هغه کسان چې د الله سبحانه و تعالی او د رسول صل الله علیه وسلم اطاعت وکړي او د هغوی دواړو د لارښوونو سره سم په څرګند ډول حاکمیت وکړي، په اړه يې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

 

  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ... النساء، 59

 "اې مؤمنانو! د الله سبحانه و تعالی، رسول صل الله علیه وسلم او هغو کسانو اطاعت وکړئ چې له تاسې نه د امر خاوندان وي..." تردې قوله:

 

 وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطاً مُّسْتَقِيماً ‏(68)النساء، 68

 

نو هغه لره تر ټولو غوره عاقبت او هغه ډېره لوړه ملګرتيا او مصاحبه ده.

 ...مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ... 4 النساء، 69

 د آیتونو سیاق ټول د الله سبحانه و تعالی او رسول صل الله علیه وسلم د لارښونو پر بنسټ قولا او عملا حاکميت دی او د هغه چا په اړه هم تحقق مومي کوم څوک چې داسې حاکميت تعينوي، چې الله سبحانه و تعالی يې اراده لري ترڅو په مقتدا پسې د دنيا په ژوند کې په زينه کې پورته لاړ شي او ترهغه پورته شي چې د اخرت په ژوند کې ورسره په ملګرتيا کې ګډون وکړي. نو انبيا‌ء، صديقين، شهيدان او صالحان د الله سبحانه و تعالی غوره بندګان دي، ځکه دوی هغه څوک دي چې د الله سبحانه و تعالی اطاعت يې کړی او د هغه په وحدانيت يې ایمان درلودلی، د هغه سبحانه و تعالی شريعت يې قایم کړی، د ده عبادت يې کړی، نو څوک چې د هغوی په قدمونو لاړل، له هغوی سره به حشر کړای شي او د هغوی ملګرتيا به يې په نصیب شي، څومره لويه ملګرتيا ده او څومره غوره یوځای والی دی.

  ...وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقاً (69) النساء، 69

 او د دغه ملګرتيا لار د ټولو هغو کسانو لپاره پرانیستې ده، کوم چې له الله سبحانه و تعالی او رسول صل الله علیه وسلم څخه يې نمونه اخیستې وي او د هغوی له پیروۍ څخه يې د لارې توښه اخیستې وي.

  د دغه آیت شریف د نزول په سبب کې راغلی، له عايشې رضی الله عنه څخه روايت دی چې نبي کریم صل الله علیه وسلم ته یو سړی راغی، ورته ويې ويل اې د الله سبحانه و تعالی رسوله، ته ما ته تر خپل ځان نه ډېر ګران يې او له خپل زوی نه هم راته ګران يې، آن که په کور کې هم وم تا یادوم، نو صبر نشم کولای تردې چې راغلم او درته وګورم او کله چې زما او ستا مرګ راياد کړم، نو په دې پوه شم چې کله ته جنت ته داخل شې نو له انبياوو سره به لوړو پوړيو ته لاړ شې او زه چې کله جنت ته داخل شم ويره لرم چې تا به نشم ليدلای، نو رسول صل الله علیه وسلم ترهغه ځواب ورنکړ ترڅو جبريیل علیه السلام ورته دغه آیت شریف نازل کړ:

 وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقاً (69)النساء، 69

  «دغه ليدل او کتل داسې چې د هرهغه چا د زړه احساسات را پاروي کوم چې يوه ذره خير هم په کې وي، یا لږ د صلاح تخم پکې وي او د کريم مقام آرمان له کريمې ملګرتيا سره ولري. د لوړې لارې دغه ملګرتيا یوازې د الله سبحانه و تعالی له فضل څخه راتلای شي. انسان ورته يوازې په خپل عمل او اطاعت باندې نشي رسېدلی، دا یو پراخېدونکی، بې پایه فيض او عام فضل دی»

ذَلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللّهِ وَكَفَى بِاللّهِ عَلِيماً(70)  النساء، 70

 ژباړه:  "دا حقيقي پېرزوينه ده چې د الله سبحانه و تعالی له لوري ورکول کيږي او د حقيقت پوهنې له پاره يوازې د الله سبحانه و تعالی علم کافي دی."

 قرآن د هغه چا عذاب ډېر سخت او هولناک بللی کوم چې د الله سبحانه و تعالی پرځای د هغه دښمنانو ته په انتظار دی او د هغه سبحانه و تعالی شریعت بدلوي، په دين کې پرته له سلطان (قطعي دليل) څخه يعنې په حلالو او حرامو کې دروغ وايي، الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمايلي دي:

  قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَاماً وَحَلاَلاً قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ (59‏) وَمَا ظَنُّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَشْكُرُونَ(60)  يونس، 59-60

 "اې پیغمبره! دوی ته ووايه تاسې کله په دې فکر کړی دی چې کومه روزي چې الله سبحانه و تعالی تاسې ته راکوزه کړې وه، له هغې نه تاسې په خپله ځینې حرام او ځينې حلال وګرځول! له دوی نه پوښتنه وکړه، چې آیا الله سبحانه و تعالی تاسې ته د دې اجازه درکړې وه؟ او که تاسې په الله سبحانه و تعالی پسې دروغ تړی؟ کوم کسان چې پر الله سبحانه و تعالی پسې دا دروغ تړي د هغو څه ګومان دی چې د آخرت په ورځ به له هغو سره څه معامله وشي؟ الله سبحانه و تعالی خو پرخلکو د مهربانۍ نظر لري، خو ډېری انسانان شکر نه باسي."

 په دغه کريمه آیتونو کې الله سبحانه و تعالی په هغه چا باندې بد ويلي چې څه چې الله سبحانه و تعالی حلال کړي هغه حراموي او څه چې الله سبحانه و تعالی حرام کړي هغه حلالوي، يوازې په خپلو رايو باندې چې نه ورته څه سند او نه دليل لري. بيايې د دې لپاره د قيامت ورځ وعده ورکړه او فرمايي:


مَا ظَنُّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ...

 "دوی څه ګمان کوي چې کله موږ ته د قيامت په ورځ راوګرځي څه به ورسره وکړو"، دوی په دغه ورځ څه ګمان کوي، کله چې اعمال او اقوال مثقال په مثقال مجازاتو ته وړاندې شي؟ دا داسې استفهام دی چې د هغه څه هول او ويره بيانوي کوم چې له دوی سره د قيامت په ورځ ترسره کيږي او د غائب صيغه هغه جنس ته شامليږي چې په الله سبحانه و تعالی پسې دروغ تړي، نو ټول به راټول کړي، نو ددوی ګمان به څه وي؟ دوی څه تصور لري چې د قيامت په ورځ به له دوی سره څه کوي؟ دا هغسې پوښتنه ده چې په وړاندې يې قوي غرونه ويلې کيږي.

 الله سبحانه و تعالی په دې دنيا د دا ډول خلکو په وړاندې صبر کوي او هغه ورځې ته يې وړاندې کوي چې پکې هېڅ شک او شبه نشته او دا د الله سبحانه و تعالی له فضل څخه ده، حال دا چې ګناه يې د بيړني عذاب مستحق ده. د دې په اړه الله سبحانه و تعالی فرمايلي:

 إِنَّ اللّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَشْكُرُونَ(60)

  په حقيقت سره الله سبحانه و تعالی په خلکو باندې د فضل خاوند دی، اما ډېری خلک شکر نه وباسي ".
الله سبحانه و تعالی په دغو آیتونو کې په هغه سبحانه و تعالی پسې د دروغ ويونکو عذاب ډېر ناوړه او بد را استولی، مګر په قرآن کې فکر کوونکي، کله چې د دا ډول اخروي عذاب ځينې اوصاف تعقيب کړي، نو ډېر ژر به يې په یو شمېر ځايونو کې ومومي، نو د نظر خاوند ته څرګنديږي چې په الله سبحانه و تعالی پسې دروغ ويونکي او د احکامو بدلوونکي تر ټولو ناوړه پايلې لري او ترټولو بد مصير ته ورګرځي. نو اوس ځينې هغه عذابونه درته وړاندې کوو چې له شريعت څخه منحرفينو ته يې په دارالآخره کې ورکوي:

 1. د روح د قبضولو پرمهال د هغوی اهانت:

 الله سبحانه و تعالی فرمايلي:

  ‏ إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ ‏(25)‏ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ ‏(26)‏ فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ ‏(27) محمد، 25-27

 ژباړه: حقيقت دا دی، کوم کسان چې د هدايت له روښانه کېدو نه وروسته له هغه نه په شا وګرځېدل د هغو لپاره شیطان دغه کړنلاره آسانه کړې ده او د دروغجنو هيلو لړۍ يې هغو ته اوږده کړې ده. له همدې امله دوی د الله سبحانه و تعالی د نازل کړي دين بد ګڼونکو ته وويل چې په ځينو چارو کې به موږ ستاسو منو. الله سبحانه و تعالی د دوی په دغو پټو خبرو ښه پوهيږي. نو په هغه وخت کې به څه حال وي چې پرښتې د دوی ساګانې واخلي او د دوی پر مخونو او شاګانو باندې په ګوزارونو کولو سره دوی بوځي؟

 دغه آیتونه د ما انزل الله څخه د يو ډول منحرفو کسانو لپاره د عذاب وعده ورکوي او دا هغه کسان دي چې د الله سبحانه و تعالی د دښمنانو پیروي کوي – لکه د یهودو او نصاراوو – په ځينو هغو مواردو کې چې هغوی ورباندې امر کوي، دغو آیتونه هغوی د دا ډول عمل له امله مرتدين بللي او د ډېر تياره مصير او دردناک عذاب وعده ورکړل شوې ده، له هغو لومړنيو شېبو څخه دا عذاب پيليږي، کله چې له دنيا سره مخه ښه کوي:

 

فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ ‏(27)

 "نو د دوی حالت به څنګه وي کله چې د دوی د روح د قبضولو لپاره ملايکې راځي او په جسدونو کې ارواوې ګنهګارې شي او ملايکې يې په سختۍ، قهر او وهلو څخه ورڅخه وباسي."

 له نازل شوي شريعت څخه د یوه بل ډول منحرفينو په اړه الله سبحانه و تعالی فرمايلي دي:

  ‏ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِباً أَوْ قَالَ أُوْحِيَ إِلَيَّ وَلَمْ يُوحَ إِلَيْهِ شَيْءٌ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثْلَ مَا أَنَزلَ اللّهُ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلآئِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُونَ ‏(93)الأنعام، 93

 ژباړه: او له هغه چا نه به بل لوی ظالم څوک وي چې په الله سبحانه و تعالی پورې د دروغو بهتان وتړي، يا ووايي چې پرما وحیې راغلې ده په داسې حال کې چې پر هغه کومه وحيې نه وي نازله کړای شوې، یا هغه څوک چې د الله سبحانه و تعالی د نازل کړي شي په مقابله کې ووايي چې زه به هم داسې څه نازل کړم؟ کاشکي ته ظالمان په هغه حالت کې وليدلای شې چې هغوی د ځانکدن په سختيو کې غوټې وهونکي وي او پرښتې په لاس غځولو ورته ويونکې وي، چې راوړی وباسی خپله سا، نن به تاسې ته د هغو خبرو په مجازات کې رسوا کوونکی عذاب درکړل شي چې تاسې په الله سبحانه و تعالی پورې د ناحقه تور په تپلو کولې او د هغه د آیتونو په مقابل کې مو له سرغړونې او لويۍ کولو څخه کار اخیست.

 او دغه آیتونه له سپیڅلي شريعت څخه بېلابېلې منحرفې ډلې یادوي، چې له هغو څخه ځينې هغه کسان دي چې د دې ادعا يې کړې چې دوی ته وحی کيږي، لکه مسیلمة الکذاب، أسود عنسی او سجاج د مسيلمة ښځه. بل ډول هغه کسان دي چې له خپلې ګېډې څخه حکم کوي او له فقهې او سنتو څخه مخ اړوي، یعنې له هغه لارې څخه په کومه چې سلف رضی الله عنه روان وو، نو وايي: په خاطر کې مې داسې راځي، زړه مې د دې خبر راکوي، نو بيا د خپلو خاطرو او زړه له مخې حکم کوي، د دا ډول کسانو په اړه امام قرطبي رحمه الله فرمايلي دي: «دا خبره زنديقه او کفر دی، ويونکی يې وژل کيږي او توبه يې نه قبليږي او له هغه سره د پوښتنې او ځواب اړتيا نه پیدا کيږي».

 او ځينې آیتونه د هغه کسانو په اړه دي چې وايي، ژر ده چې زه به هم هغه څه نازل کړم کوم چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي دي او دا له (عبد الله بن أبي سرح) څخه واقع شوي ؤ نو له همدې امله مرتد وبلل شو او رسول الله سبحانه و تعالی د هغه د وينې تویول مباح وګرځول، ولو که د کعبې په جامه پورې هم ځان ځوړند کړي، مګر وروسته مسلمان شو او خپل اسلام يې غوره او ښه کړ.

 آیت د دا ډول کسانو د مړينې پرمهال او له دنيا څخه د تلو حالات بیانوي وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ یعنې د مرګ په سختيو او ستونزو کې وَالْمَلَائِكَةُ بَاسِطُو أَيْدِيهِمْ يعنې په عذاب او د اوسپنې په متروکو باندې د دوی روح اخیستل کيږي أَخْرِجُوا أَنْفُسَكُمُ نو له دې حالت نه ځان خلاص کړی الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ یعنې د خوارۍ او سپکاوي عذاب د دې له امله چې ويل به مو بِمَا كُنْتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنْتُمْ عَنْ ءَايَاتِهِ تَسْتَكْبِرُونَ یعنې لويي به مو غوره کوله او د هغه څه له قبلولو څخه چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي دي د لويۍ له مخې به يې مخ اړولو.

 ۲. په حشر کې نابلدي او وحشت:

 په مخکينې آیت شریف کې الله سبحانه و تعالی د هغه چا عاقبت بيان کړ کوم چې د مرګ په ليدو او د دنيا نه د تلو پرمهال د الله سبحانه و تعالی له شریعت څخه انحراف کوي او راتلونکی آیت شریف د دوی حالت په حشر کې بيانوي:

 وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرَادَى كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَتَرَكْتُم مَّا خَوَّلْنَاكُمْ وَرَاء ظُهُورِكُمْ وَمَا نَرَى مَعَكُمْ شُفَعَاءكُمُ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ أَنَّهُمْ فِيكُمْ شُرَكَاء لَقَد تَّقَطَّعَ بَيْنَكُمْ وَضَلَّ عَنكُم مَّا كُنتُمْ تَزْعُمُونَ(94)الأنعام، 94

 ژباړه: (او الله  سبحانه و تعالی به ووايي) دا دی اوس تاسې هماغسې یوازې زموږ په وړاندې حاضر شوي یاست، لکه څنګه چې موږ په لومړي ځل تاسې یوازې پیدا کړي وی، څه چې موږ تاسې ته په دنيا کې درکړي وو هغه ټول تاسې شاته پريښي راغلي ياست او اوس موږ له تاسې سره ستاسې هغه سپارښت کوونکي هم نه وينو چې د هغو په باب ستاسې دا ګومان ؤ چې ستاسې د چارو په برابرولو کې هغوی هم یو څه برخه وال دي، ستاسې ټولې خپلمنځي اړيکې پرېکړل شوې او هغه ټول در څخه ورک شول چې تاسې د هغو ګومان درلود.

   قرطبي وايي: «دا له حشر څخه عبارت دی او معنی يې داده چې: موږ ته به يو يو راشي، هر یو منفرد، پرته له مال، اولاد، اهل او مرستندویه، له هغه چا څخه چې په ګناهونو کې يې ورسره ملګرتيا کړې ده.»

 ۳. له اور څخه خوراک کول او د جبار خالق قهر او غضب

 په بقره سورت کې راغلي، وروسته له دې چې آیتونه ځینې شرعي احکام لکه د مردارې، وينې، د خنځير د غوښې او هغه څه چې پرته له الله سبحانه و تعالی د بل چا په نامه ذبح شوي وي د هغو له حراموالي څخه خبره کوي، ورپسې دا آیتونه هم راځي چې هغه کسان چې د کمو پيسو په بدل کې د الله سبحانه و تعالی د شريعت احکام پټوي، هغوی ته پکې وعيد ورکول شوی او هغه څوک چې د شرعي احکامو له پیژندلو وروسته هغوی پټوي، قطعا د انحراف يو ډول هم ورسره مل دی. الله سبحانه و تعالی فرمايلي:

 ‏ إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً أُولَئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلاَّ النَّارَ وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ‏(174)

 أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُاْ الضَّلاَلَةَ بِالْهُدَى وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ(175) ذَلِكَ بِأَنَّ اللّهَ نَزَّلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِي الْكِتَابِ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ(176) البقرة، 174-176

  حقه داده څوک چې هغه حکمونه پټوي چې الله سبحانه و تعالی په خپل کتاب کې نازل کړي دي او په لږ غوندې د نيوي ګټو يې له لاسه ورکوي، هغوی په اصل کې خپلې ګېډې له اوره ډکوي، د قيامت په ورځ به الله سبحانه و تعالی هېڅکله له دوی سره خبرې ونه کړي او نه به يې تزکيه کړي او د هغوی لپاره دردوونکی عذاب دی. دا هغه خلک دي چې د سمې لارې په بدل کې يې ګمراهي واخيستله او د بښنې په بدل کې يې عذاب وپېره، څومره حیرانتيا ده د دوی حوصلې ته چې د عذاب زغملو ته تيار دي. دا ټول کارونه ځکه وشول چې الله سبحانه و تعالی خو له حق سره سر تر پايه برابر کتاب نازل کړی ؤ، مګر کومو خلکو چې په کتاب کې اختلافونه منځ ته راوړل، هغوی په خپلو لانجو کې له حق نه ډېر ليرې لاړل.

 نو دا هغه کسان دي چې د الله سبحانه و تعالی نازل کړای شوی حق د لږو پیسو په بدل کې پټوي، دوی داسې حرام سرته رسوي چې الله سبحانه و تعالی به ورته د اور عذاب ورکوي، له هماغه اور څخه به ډېر په لوږه او حرص سره خوري، هغه په حقيقت کې هم اور دی چې دوی به يې د قيامت په ورځ خوري، د هغې ګناه د جزا له امله چې دوی د دين په وړاندې رشوت خوړلی او الله سبحانه و تعالی هغه کسان چې له رشوت څخه ډوډۍ لاس ته راوړي، هغه يې اور بللی، ځکه د هغې نتيجه اور ده. وروسته له دا ډول مادي او ملموس عذاب څخه الله سبحانه و تعالی د يوه بل ډول معنوي محسوس عذاب يادونه هم کوي.

 وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ‏(174)

  او دا له دې امله چې الله سبحانه و تعالی پر هغوی باندې په قهر دی، ځکه هغوی چې په څه پوهېدل د هغو کتمان يې کړی دی، نو نه ورسره الله سبحانه و تعالی خبرې کوي او نه يې له ګناه څخه پاکوي، یعنې نه يې ثنا وايي او نه يې صفت کوي، بلکې په درناک عذاب سره يې تعذيبوي ... بيا الله سبحانه و تعالی د هغوی له حال څخه داسې خبر راکوي

 أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُاْ الضَّلاَلَةَ بِالْهُدَى وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ(175)

 الله سبحانه و تعالی د دوی خبر راکوي چې هغوی په سخت، عظیم او وېروونکي عذاب کې دي، څوک چې دوی په هغه عذاب کې ګوري نو د هغوی په صبر باندې تعجب کوي، ځکه هغوی د عذاب، ستونزو او تړلو  په ډېر سخت حالت کې قرار لري، له دغه حالت نه په الله سبحانه و تعالی باندې پناه غواړو. دا آيتونه اګر که اصلا د یهودو د علماؤ په اړه راغلي کوم چې هغه مهال يې د نازل شوي حق کتمان کړی ؤ، کله چې د دوی او د دوی د مشرانو د نفسي غوښتنو سره مخالف واقع شوي ؤ، خو وعيد د ټولو هغو کسانو په اړه دی چې د دوی په څېر اعمال سر ته رسوي.

 قرطبي ويلي: «دا آیت ولو که د احبارو (د یهودو د علماؤ) په اړه دی، نو د هغه مسلمانانو حالت هم بيانوي چې د دنيا د ترلاسه کولو لپاره په خپل اختیار سره د حق کتمان کوي».

 ۴.لعنت او مختوري:

 کله چې الله سبحانه و تعالی انسان مکرم وګرځولو او په تر ټولو غوره بڼه يې خلق کړ، د دویم ځل لپاره يې هغه وخت مکرم کړ کله يې چې ورته ترټولو غوره شريعت واستاوه، نو انسان د دغه تکریم د نعمت په ناشکرۍ سره په فطرت کې خپل اصل ته ورګرځېدونکی ؤ او په مخ باندې ځواب ويونکی، په آخرت کې د خپل ځان د بصیرت له منځه تلل د خپلو سترګو له منځه تلو ته وړاندې کوي، په حقیقت کې دا د هغو کسانو شان او حالت دی چې د الله سبحانه و تعالی د نازل شوي شريعت څخه مخ اړوي. الله سبحانه و تعالی بشر د دغه شريعت حکم او فیصلې ته د غاړې اېښودو لپاره را بولي او فرمايي:


PDF Print Email
Views [ 1951 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
ده روز اول ذی‌الحجه: فرصت طلایی برای مسلمانان
پس شايسته است که ما مسلمانان از ده روز اول ذی‌الحجه هم‌چو شب‌های اخیر ماه رمضان استقبال نمائیم و با توبه نصوح و انجام اعمال خیر در راستای رهایی از دوزخ و رفتن به جنت بکوشیم؛ زیرا زندگی ما کوتاه‌تر از ...
فرضیت تأسیس دولت اسلامی
زمانی که از اسلام و نظام اسلامی صحبتی و یا هم دعوتی به عمل میاید، تنها به احکام مربوط به...
مفاهیم مختلفی که مجتهدین از آن متأثر اند
هدف ما در این مبحث از مفاهیم، آنچه معنی متداول و معروف مفاهیم در میان مردم است؛ نمی باشد، چه مردم گاهی مفهوم را...
اختلافات فقهی
اختلاف در لغت به معانی زیادی چون: فرق، تباین، تفاوت...

موضوعات جدید ...

شکست نظام تعلیمی پاکستان، آینده ی جوانان را تباه می کند! شکست نظام تعلیمی پاکستان،...
کیفیت نظام تعلیمی در پاکستان روز به روز پائین می آید. همین اکنون تقریباً نیمی از شاگر...
حکام عرب: راهیان کاخ سفید، لبیک گویان خو...
اشرف غنی رییس جمهور افغانستان یونیفورم ج...
متحدین بین الملی صلیبی، دشمنی شان را علی...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

پشت پرده‌ای پرتاب مادر بمب‌ از سوی مادر تروریزم
پشت پرده‌ای پرتاب مادر بم...
این بار نخست نیست که امریکا سلاح‌های سنگین و کشنده‌ای خود را در لابرتوار افغانستان به...
سیاست امریکا در قبال فلسطین و ایران...
نقش ایران در طرح جدید امریکا برای خاور م...
حکام عرب: راهیان کاخ سفید، لبیک گویان خو...
گسترش ساخت موشک، در شبه قارۀ هند...