Enter email addressInvalid email!

ډونالد ټرمپ او د افغانستان نوی برخلیک
خالد څرګند | December 03, 2016

ډونالد ټرمپ او د افغانستان نوی برخلیک

د روان ۲۰۱۶ زیږدیږ کال د نومبر ۸مه برابره وه د امریکا متحده آیالاتو له ولسمشریزو ټاکنو سره، چې په ترڅ کې د تمې خلاف ملیارډر او جنجالي څیره ډونالدټرمپ د غوڅ اکثریت په ګټولو سره د امریکا منتخب ولسمشر اعلان  او کابو څه باندې ۱۶ میاشتني ټاکنیز بهیر او اړودوړ ته یې د پای ټکی کیښیود.

د جمهوریت غوښتونکو او ټرمپ په راتګ سره به افغانستان له نوي برخلیک سره مخ شي، هغه سې شوم او جګړه ییز برخلیک چې تر دې وړاندې نه وو تجربه کړی. دا ځکه چې جمهوریت غوښتونکو پالیسي او سیاست، جګړه ییزه پالیسي او جنګي او سیاست دی؛ چې د ټرمپ له خوا د (CIA)، لوی څارنوالۍ، ملي امنیت او دفاع وزارت(احتمالي) ته د جنګي او عقده یې اشخاصو ټاکنې د دې خبرو ستر ثبوت دی.

بله مهمه مسأله دا ده چې خپله افغانستان د امریکا لپاره څومره مهم او د ارزښت وړ دی؟

 افغانستان د امریکا لپاره د امریکایې  سفیرانو او نظامي قومندانانو په وینا؛ هیڅ کوم ستراتیژیک اهمیت او ارزښت نه لري، بلکې افغانستان د یوې وسیلي او معبر په توګه مهم او ارزښت من دی. دا ځکه چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا تر منځ د یو ارتباطي پُل حیثیت لري چې دا یو ابزاري ارزښت دی نه ذاتي.

دا چې د امریکا په مشرتابه کې بدلون راغی او د چارو واګي له ډیموکراتانو څخه جمهوري غوښتونکو ته انتقال شوې، او د قدرت په ګدۍ داسې یو کس کښیناست چې  شعار یې جنګ او  د اټومي وسلو کارول وو، او په  خپل کمپاین کې واضح و ویل چې د اټومي وسلو کارونه به یې د میز په سر ایښې وي، نو د داسې یو کس په راتګ سره به د افغانستان برخلیک څه وي؟

له شک پرته چې د امریکا سیاست او اوږدمهاله کړنلاره د اشخاصو او افرادو په لاس کې نه وي، بلکې هغه مشخص سازمانونه او بنسټونه دي چې د امریکا په سیاستو او تصمیم نیولو اغیز لري، خو دا هم څرګنده ده چې د امریکا جمهوري غوښتونکی ګوند د تاریخ په اوږدو کې تل له نرم سیاست څخه سخت سیاست ته ترجیح ورکړې.

نو د ډونالد ټرمپ په راتګ سره به په افغانستان او سیمه کې جګړه او ناامني زور واخلي او امنیتي وضعیت به له بد بدتر شي. دا ځکه چې دامریکا سیمه ییزو اهدافو تحقق له جګړې او ناامنۍ  پرته ممکن نه دي. نو په همدې خاطر ویلی شو چې د ډونالد ټرمپ په راتلونکو څلورو کلو کې به افغانستان د نظامي لوبې په ستر ډګر بدل شي او حالات به ممکن د لا بې ثباتۍ او ناامنۍ خواته لاړ شي.

خو دا هم لرې نه ده چې د افغانستان په شمول د سیمې هیوادونه د خپلې سیاسي تاریخي عقیدې په محور سره راټول شي او د امریکا نظامي-سیاسي حضور ته نه و وایي؛ او دغه د شرارت محور له سیمې څخه لرې او سیمي ته یوځل بیا د تیر په څیر ثبات او امن ور وبښي.

خالد څرګند


PDF Print Email
Views [ 445 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
سخن هفته:ثقافت اسلامی و اتهامات دروغین!
چندی پیش بحث افراط گرایی و بحث بالای ثقافتِ که در پوهنتون ها تدریس می شود، بالا گرفته و این که شاید محتوای جای گرفته در آن، منجر به تربیه تعداد عظیمی از تروریست ها در افغانستان گردد و حکومت را با چالش...
سخن هفته:سراب صلح و تنور داغ جنگ در افغانستان
حضور خود را الزامی می دانند و نبود خود را جنگ و ناآرامی تعریف می کنند و این گونه هم حضور پیدا می کنند و هم جنگ و ناآرامی ادامه پیدا می کند. در این صورت بحث صلح با در نظر داشت حضور نیروهای آمریکایی در ...
د اونۍ خبره: سیاسي اجماع؛ د جانکړي دولت د ناکامیو د پوښښ طرحه
په دې وروستیو کې ولسمشر غني د افغانستان اوسني حالت د بدلون لپاره قومي مشران را وبلل او له هغوی سره یېپر مهمو «امنیتي، دفاعي مسایلو، د دښمن پر وړاندې مبارزې او د سولې پروسې د ځواکمنتیا» په اړه ناسته وک...
د اونۍ خبره: له کندزه تر حلبه او له موصله تر صنعا؛ د روان جنایت تر شا څوک دي؟
امریکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډول ډول جنایات تر سره کوي او د کندوز، حلب، موصل، صنعا او نورو سیمو لپاره بیلابلې توطيې برابرې کړي؛ د دې ټولو جنایاتو تر شا امریکا او د هغې سیمه ییز مزدوران دي چې په نیابت یې...

آیا میدانستید: سریع ترین دین در حال...

آیا میدانستید: سریع ترین دین در حال رشد در جهان کدام است... ...

موضوعات جدید ...

 غربي سیاستوال تر څو چې د اسلام پر ضد شعار ور نه کړي، په ټاکنو کې به بریالي نه شي! غربي سیاستوال تر څو چې د...
د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر ۶مه د المان صدر اعظمې انګلامرکل په دغه هېواد کې د خپل حزب په ...
فهرستی از خیانت های اردوغان...
خون اطفال و زنان مسلمان چنان رنگ باخته ک...
نظام سرمایه داری و توزیع ناعادلانه ثروت...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره چهارم
ماهنامه تغییر - شماره چها...
ماهنامه "تغییر" شماره چهارم بار پرداختن به قضایای داغ امت اسلامی به خصوص برخورد نظامی افغانستان و پاکستان در سرحد تورخم و نزدیک شدن افغانستان با هند م...
گزیدۀ از پاسخ های امیر حزب التحریر جلد ا...
ماهنامه تغییر - شماره سوم...
ماهنامه تغییر - شماره دوم...
مجله خلافت - شماره بیستم...

پر خواننده ترین ها ...

...
...
...

پر بیننده ترین ها ...

سقوط حلب؛ دسیسه ها، خیانت ها و خنجرهائی که از پشت زده شد!
سقوط حلب؛ دسیسه ها، خیانت...
ترکیه در حال حاضر، در چهارچوب مسئولیت خاصی که امریکا در نقشۀ خبیثانه اش برای آن در نظ...
پشت پرده ای قتل سفیر روسیه در انقره...
تماشای حکام ظالم بر ختم سرنوشت دختران مس...
فرزندان هفتمین اردوی قوی جهان، دوستی ب...
سیاست فعلی امریکا در قبال روسیه و چین...