Enter email addressInvalid email!

د اونۍ خبره: سیاسي اجماع؛ د جانکړي دولت د ناکامیو د پوښښ طرحه
مصدق سهاک | October 29, 2016

د اونۍ خبره: سیاسي اجماع؛ د جانکړي دولت د ناکامیو د پوښښ طرحه

په دې وروستیو کې ولسمشر غني د افغانستان اوسني حالت د بدلون لپاره قومي مشران را وبلل او له هغوی سره یېپر مهمو «امنیتي، دفاعي مسایلو، د دښمن پر وړاندې مبارزې او د سولې پروسې د ځواکمنتیا» په اړه ناسته وکړه. نوموړي د سیاسي قشر، رهبرانو ملي او جهادي شخصیتونو یووالی د افغانستان د ثبات سبب وباله.

د دغې سیاسي اجماع په اړه د دغو ټکو یادول اړین دي:

لومړی: د جانکړي د ملي وحدت دولت هڅه کوي چې د سیاسي اجماع تر مفکورې لاندې چې په ښکاره یوه خوږه او مثبته، خو په اصل کې یو ناوړه او ناروا اصطلاح ده، خلک وغولوي، ناکامۍ یې پټې او لاسپوڅی نظام یې له کړکېچ څخه وژغوري. څنګه چې لیدل کیږي اشرف غني او په دغه اجماع کې حاضر قومي مشران له دغه سیاسي اجماع څخه ځانګړی تعریف نه لري. په داسې یو حالت کې چې ۸۱ سلنه خلک له دولت نه ناخوښ وي، نو دغه سیاسي اجماع د چا لپاره او د کوم سیاسي قشر په استازیتوب تر سره کیږي؟! ځکه چې ډېر خلک نسبت دولت ته منفي لید لري او هغه رهبران چې په دغه اجماع کې دي، د خلکو ملاتړ یې له لاسه ور کړی او د خلکو استازیتوب نه شي کولای.

دویم: په داسې حال کې چې هېواد له ناوړه بحراني حالت سره مخ دی،د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په بې رحمۍ سره خلک وژل کیږي، اقتصادي بحران د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، نو سیاسي اجماع له یوې لویې سیاسي دوکې او د خلکو په سترګو کې له خاورو اچولو پرته بل څه نه دي. ځکه چې دولت د دغه کړکېچونو د کابو کولو وړتیا نه لري. له همدې امله د افغانستان دولت له یو حیرانونکي حالت سره مخ دی او دا ځل یې د سیاسي او قومي رهبرانو لمن ونیوله چېد هغو ناکامیو او بحرانونو لپاره چې دولت تر ستوني پکې غرک دی، مخپټی پیدا کړي. په حقیقت کې دولت د دغې سیاسي اجماع په واسطه هڅه کوي چې د خپل ځان لپاره دروغجن شهرت او هویت رامنځته کړي او ځان له ډېرو نورو کورنیو ناورینونو څخه وژغوري.

درېیم: اشرف غني د دغې سیاسي اجماع په واسطه هڅه کوي هغه ناخوښ سیاسي او جهادي رهبران چې پخپله یې د امریکا په فرمایش له صحنې څخه لرې کړي وو او هغوی ځینې وختونه د دولت پر وړاندې درېدل، غمخواري کړي او د دویم ځل لپاره یې له لاسه تللی باور تر لاسه کړي. تر ټولو مهمه دا چې د دغو سیاسي او جهادي رهبرانو له حضور څخه د نامشروع دولت د دوام لپاره ګټه واخلي. د یادولو  وړ ده چې په دغه سیاسي اجماع کې د سیاسي، قومي او جهادي رهبرانو رول یو سمبولیک او تشریفاتي رول دی.

څلورم: دا چې اشرف غني په دوکه او د عامو فکرونو په غولولو کې ځانکړی مهارت لري، نو له همدې امله یې د «اجماع» له مفکورې نه چې د مسلمانانو په منځ کې دود ده، ناوړه سیاسي ګټه واخلي. څنګه چې موږ په اسلام کې «د اصحابو اجماع» او دې ته ورته نورې اجماوې لرو. خو نوموړی هڅه کوي چې په اسلامي نومونود ځینو ډیموکراټیکو پروسو په نومولو سره خپلو شیطاني کړنو ته دیني رنګ ور کړي. پر دې سربېره نوموړی هڅه کوي چې مختلفې قومي او مذهبي ډلې د یوې فاسدې مفکورې تر چتر لاندې سره یوځای کړي او دغه ډلې خپل ځواک او انرژي د جانکړي او د دوی د بادارانو د موخو د تر لاسه کولو لپاره ولګوي.

باید دا ووایو چې په افغانستان کې د سیاسي اجماع مفکوره له حاکم نشنلستي حالت سره چې د غرب د نفاق له امله د قومي ډلو په منځ کې خپور شوی، اول خو هېڅ شونې نه ده او که چېرته تر سره هم شي، نو تر ډېره به په فغانستان کې د غرب د ټاکلو موخو له تر سه کولو سره مرسته وکړي، نه دا چې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون ښکاره شي. نو هغه څه چې د افغانستان د مسلمانانو لپاره مهم دي هغه دا دي چې سیاسي اجماع د افغانستان د مسلمانانو د درد درملنه نه شي کولای ولو که مخالفې او نامخالفې ډلې په دغه اجماع کې یووالی پیدا هم کړي، خو بیاهم زموږ د ستونزو غوټه نه شي خلاصولای. څنګه چې د دا ډول مفکورو او لنډمهاله فاسدو حل لارو له شتون څخه خاین نظام ته دوام ور کوي او امت پر سیاسي حل لارې له منګولو لګولو څخه لرې کوي.

مصدق سهاک

د حزب لتحریر ـولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړه: بهیر «ویاړ»


PDF Print Email
Views [ 530 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
سخن هفته: ادامه پروژه نظامی امریکا در افغانستان و شدت جنگ و ناامنی
با این وجود می توان گفت، که حضور دوباره نیروهای اشغال گر صلیبی شرایط را در این سرزمین بدتر خواهد ساخت، ویرانی شهرها را بیشتر و به تعداد کشته شدگان نیز خواهد افزود. از این رو، هیچ گاهی امنیت و ثبات در ...
سخن هفته:ثقافت اسلامی و اتهامات دروغین!
چندی پیش بحث افراط گرایی و بحث بالای ثقافتِ که در پوهنتون ها تدریس می شود، بالا گرفته و این که شاید محتوای جای گرفته در آن، منجر به تربیه تعداد عظیمی از تروریست ها در افغانستان گردد و حکومت را با چالش...
ډونالد ټرمپ او د افغانستان نوی برخلیک
نو د ډونالد ټرمپ په راتګ سره به په افغانستان او سیمه کې جګړه او ناامني زور واخلي او امنیتي وضعیت به له بد بدتر شي. دا ځکه چې دامریکا سیمه ییزو اهدافو تحقق له جګړې او ناامنۍ پرته ممکن نه دي. نو په همد...
سخن هفته:سراب صلح و تنور داغ جنگ در افغانستان
حضور خود را الزامی می دانند و نبود خود را جنگ و ناآرامی تعریف می کنند و این گونه هم حضور پیدا می کنند و هم جنگ و ناآرامی ادامه پیدا می کند. در این صورت بحث صلح با در نظر داشت حضور نیروهای آمریکایی در ...

دفتر مطبوعاتی مرکزی: دعوت فراقاره‏ ...

دفتر مطبوعاتی مرکزی: دعوت فراقاره‏ ئی حزب التحریر برای تاسیس دوباره خلافت برمنهج...

موضوعات جدید ...

دولت خلافت به نقشه های شیطانی حکومت های سرمایه داری فاسد، از جمله نابود ساختن زراعت خاتمه خواهد داد! دولت خلافت به نقشه های شی...
به تاریخ ۱ فبروری ۲۰۱۷م، روزنامه اخبار بنگله دیشی، در بسیاری از جاها گزارش دادند که ۸...
د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او د هغه پایل...
د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سی...
افزایش تلفات ملکی: نتیجه پیمان امنیتی یا...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره چهارم
ماهنامه تغییر - شماره چها...
ماهنامه "تغییر" شماره چهارم بار پرداختن به قضایای داغ امت اسلامی به خصوص برخورد نظامی افغانستان و پاکستان در سرحد تورخم و نزدیک شدن افغانستان با هند م...
گزیدۀ از پاسخ های امیر حزب التحریر جلد ا...
ماهنامه تغییر - شماره سوم...
ماهنامه تغییر - شماره دوم...
مجله خلافت - شماره بیستم...

پر خواننده ترین ها ...

...
...
...

پر بیننده ترین ها ...

والی تخار باید از رقابت امریکا و روسیه نگران باشد، نه از فعالیت های حزب التحریر!
والی تخار باید از رقابت ا...
محمدياسين ضياء والى تخار، به تاریخ ١٥ دلو ۱۳۹۵ هـ. ش در يک مصاحبۀ اختصاصى به آژانس خب...
د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او د هغه پایل...
تحلیل کاهش نفوذ امریکا و پیامدهای آن...
د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سی...
افزایش تلفات ملکی: نتیجه پیمان امنیتی یا...