Enter email addressInvalid email!

د اونۍ خبره: له کندزه تر حلبه او له موصله تر صنعا؛ د روان جنایت تر شا څوک دي؟
خالد څرګند | October 25, 2016

د اونۍ خبره: له کندزه تر حلبه او له موصله تر صنعا؛  د روان جنایت تر شا څوک دي؟

شاو خوا ۱۵ کاله شول چې په افغانستان، سوریه، عراق او یمن کې خونړۍ جګړه روانه ده او هره ورځ د لس هاو انسانانو ژوند اخلي. داچې څومره مالي او علمي زیان دغه ولسونو ته اوښتی او د نړۍ د پرمختګ له قافلې څخه څومره وروسته پاتې دي او لا هم پاتې کیږي، له بشري احصایې څخه بهر خبره ده.

سره له دې چې دغه ظالمانه او تپل شوې جګړه هره ورځ د لس هاو انسانانو ژوند اخلي او په ملیاردو ډالره مالي زیان یې خلکو ته اړولی، خو خلک یې هره ورځ او شیبه په شیبه د سولې او ډاډمن ژوند په انتظار کې شپې او ورځې تیروي. ځکه چې دوی خپلې راتلونکې ته هیله مند دي او غواړي چې د نورو ولسونو په شان ډاډمن او سوکاله ژوند ولري او نور یې ماشومان د توپونو د ګولیو هدف و نه ګرځي.

خو ولې په دغو  سیمو کې جګړه پای ته نه رسیږي او سوله نه راځي؟ د دې ټولو جنایاتو  ترشا کوم مرموز او نامري لاسونه دي چې دغه ولسونه یې د اور په تبۍ کینولي؟ دا د سولې انتظار تر کومه؟

له شک او شبهې پرته چې که پخوا دغه جنایت کار او مکار قاتل چا نه پیژانده، نو اوس یې ممکن چې ټول و پیژني چې هغه څوک دی چې د دې ټولو جنایاتو تر شا لاس لري او د دغو خلکو ژوند یې د دنیا په جهنم بدل کړی. دا امریکا او د هغې سیمه ییز لاس پوڅي دي چې د امریکا په دستور یې دغه ناورین را منځ ته کړی او تر څو چې د امریکا ګټې تقاضا وکړي، دوی به دغه حالت جاري وساتي او هیڅ ترحم به هم په خپلو خلکو و نه کړي.

امریکا په نړۍ د حاکمیت او فرعوني غرور جال غوړولی او هیڅ ملت ته دا حق نه ورکوي چې د امریکا له اسارت څخه ځان خلاص کړي. که څوک د امریکا له اسارت څخه د خلاصون هوډ وکړي، نو په یو او بل نوم به یې تورن کړي او په وړاندې به یی خونړۍ جګړه پیل کړي.

اوس کابو ټولې نړۍ امریکا ته د بندګۍ ګونډه وهلې او امریکا یې په خدایې منلې، هغه قوم چې په اول کې هم د بشر د آزادۍ شعار اوچت کړی وو او نړۍ یې د بنده له بندګۍ څخه خلاصه کړه، اوس یې هم د آزادۍ بیرغ په لاس کې دی او د سر په وینو له کندوزه تر حلبه، او بیا له موصله تر صنعا پورې دغه شعارته لبیک ویلی او دغه د آزادۍ احساس او ضمیر یې ژوندی  ساتلی.

امریکا د نړۍ وینې زبیښي او شارګونه یې ور وچوي چې نور د خوځښت توان و نه لري، که څوک د خپلو وینو دفاع ته پاڅي نو بیا هغه په یو جرم محکوموي او د خپلو مزدورو رسنیو په مټ یې بد نامه وي. هغه څه چې په مسلسل ډول په کندوز کې روان دي، د ویلو نه دي، تاسو د بې ځایه شوو ژوند وګورئ چې په څه حال کې دی؟ تر دې کچې چې د حکومت نظامي ځواکونه د هغوی له مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي او له میرمنو څخه نامشروع غوښتنې کوي. دا د نمونې په توګه یو مثال وو، هغه څه چې لا په ځمکه روان دي، تر دي سله ځله سخت او بوګنونکي دي.

امریکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډول ډول جنایات تر سره کوي او د کندوز، حلب، موصل، صنعا او نورو سیمو لپاره بیلابلې توطيې برابرې کړي؛ د دې ټولو جنایاتو تر شا امریکا او د هغې سیمه ییز مزدوران دي چې په نیابت یې د دغو سیمو خلک په نمرودي اور سوزوي.

خو د بري ورځ نژدې ده، او د فتح نسیم په لګیدو ده. د نړۍ ټول مسلمانان او حتی عوام کفار په دې پوهیدلي چې امریکا د نړۍ دښمنه او قاتله ده، هر مصیبت او بدبختي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې را منځ ته کیږي، تر شا یې په یو ډول د امریکا لاس وي. نو همدا وجه ده چې اوس امریکا په خپلو ټولو شومو پیلانو کې ناکامه ده، هغه که په کندوز ، که په حلب، که په موصل او که په صنعا کې ده؛ او هغه ورځ لرې نه ده چې امریکا هم د شوروي په څیر ټوټې ټوټې شي او نړۍ د امریکا له شر نه خلاصه شي، چې په هغه ورځ به مسلمانان ډیر خوشحاله او خوښ وي.

خالد څرګند


PDF Print Email
Views [ 905 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
جنگ صلیبی ترامپ علیه اسلام، به سرعت ادامه دارد!
پس از تقریباً ۶ صد سال وقفه، نیروهای صلیبی یک بار دیگر به جهان اسلام بازگشت نمودند و خلافت اسلامی را در سال ۱۹۲۴م، از صحنه دور ساختند. این عمل غرب را در غارت کردن و تجاوز نمودن به جهان اسلام آزادی کام...
سخن هفته: ادامه پروژه نظامی امریکا در افغانستان و شدت جنگ و ناامنی
با این وجود می توان گفت، که حضور دوباره نیروهای اشغال گر صلیبی شرایط را در این سرزمین بدتر خواهد ساخت، ویرانی شهرها را بیشتر و به تعداد کشته شدگان نیز خواهد افزود. از این رو، هیچ گاهی امنیت و ثبات در ...
سخن هفته:ثقافت اسلامی و اتهامات دروغین!
چندی پیش بحث افراط گرایی و بحث بالای ثقافتِ که در پوهنتون ها تدریس می شود، بالا گرفته و این که شاید محتوای جای گرفته در آن، منجر به تربیه تعداد عظیمی از تروریست ها در افغانستان گردد و حکومت را با چالش...
ډونالد ټرمپ او د افغانستان نوی برخلیک
نو د ډونالد ټرمپ په راتګ سره به په افغانستان او سیمه کې جګړه او ناامني زور واخلي او امنیتي وضعیت به له بد بدتر شي. دا ځکه چې دامریکا سیمه ییزو اهدافو تحقق له جګړې او ناامنۍ پرته ممکن نه دي. نو په همد...

موضوعات جدید ...

د فلیپین ولسمشر خپلو عسکرو ته امر وکړ، چې وړاندې لاړ شي او پر مسلمانو ښځو تېری وکړي د فلیپین ولسمشر خپلو عسکر...
دوترته زیاته کړه: «که مو پر دریوو ښځو تېری وکړ، هغه وخت به ومنم چې ما غوندې یاستئ او ...
لندن پل؛ د موټر او چاړو له بریدونو وروست...
د دوو غلامانو بلال او وحشي رض الله عنهما...
افغانستان له اشغال پنځلس کاله وروسته!...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

افزایش تنش ها میان امریکا و کوریای شمالی
افزایش تنش ها میان امریکا...
بلی، تنش ها میان امریکا و کوریای شمالی بعد از به قدرت رسیدن اداره ی ترامپ در ایالات م...
د آلمان سفارت ته څېرمه د خونړي بمي بريد ...
ابعاد سیاسی انفجار خونین بمب در نزدیکی س...
دلایل سفر ترامپ به سعودی و فلسطین اشغالی...
ترور، وحشت، فحشا، فساد، ناامنی و تعصب نت...