Enter email addressInvalid email!

: د اونۍ خبره: د اختر پیام
خالد څرګند | September 12, 2016

: د اونۍ خبره: د اختر پیام

د ولسونو لپاره ځینې ورځې سپیڅلې او مقدسې دي، چې هغه د تاریخ په هر وخت او مقطع کې وې او بیا به هم وي. اسلام هم د یوې ایډیالوژۍ په توګه له دغه امتیاز څخه بې برخې نه دی، او د خپل اهل لپاره یې د کال په اوږدو کې دوه ورځې ځانګړې کړي چې هغه مقدسې او د خوښۍ ورځې دي، دغه ورځې د کمکي او لوی اختر ورځې دي چې د هجرت له دویم کال را په دیخوا لمانځل کیږي چې له ځان سره ډیر حکمتونه لري.

د اختر په را رسیدو سره اسلامي امت له شته مصنوعي اختلاف سره سره، هغه که د نړۍ په هر ګوټ او هر رنګ او ژبې وي، ټول په یوه ورځ، یوه لوري او یوه رب ته سجده ږدي او دغه آسماني خوشحالي په ګډه سره لمانځې او خپل ټول اختلاف له منځه وړي، هغه که هر څومره ژور هم وي. دا ځکه چې د دې خوښۍ ریښې د اسلامي امت په سیاسي عقیده کې بنسټ ایښی او له هماغه ځای څخه دستور اخلي.

خو پوښتنه دا ده چې څنګه مسلمانان دغه خوښي په ګډه لمانځي او د یوه خالق په امر هغه ته سر ټیټه وي، خو ولې د سیاسي او جغرافیه وي وحدت په لور نه ځي؟

هو، اختر له عبرت او پند څخه ډک مفهوم او ارزښت دی، هغه دا چې اختر یوه ورځ نه وي او نه هم یوه ورځ خوښي را به ښي، بلکې اختر ډیر څه له ځان سره لري چې موږ یې باید ترې واخلو، هغه دا چې ټول ژوند باید اختر کړو او له شته کړاوونو څخه د تل په توګه ځان خلاص کړو. ځکه چې اختر موږ د یووالي او وحدت لورته را بولي، او په یووالي کې خو ډیر خیرونه پراته دي، چې یو له هغو څخه قدرت او ځوک دی؛ که موږ قدرت او ځواک ولرو، نو د ښکیلاکي قدرتونو له ښکیلاک څخه به ځان خلاص کړو او دوی به له خپلو ځمکو څخه و شړو او د تل په توګه به د دوی له فتنو څخه په امن یو، او بیا به زموږ ماشومان او میرمنې د ښکیلاکګرو تر بمونو لاندې نه کیږي، الله (ج) په دې اړه فرمایی:

‏ وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

[آل عمران سوره،۱۳۹ آیت]

ژباړه: او (د الله (ج) په لاره کې د جهاد له کبله چې څه در پیښ شوي) سست او ټمبل کیږۍ مه او د(خپلو وژل شوو کسانو لپاره)غمجن او پریښانه مه اوسئ، او تاسې(له ټینګ ایمان او حق ځواک سره چې دفاع ترې کوئ) تر نورو(ځواک من) یاست( بری او فتح ستاسې ده) که په ریشتیا مؤمن یاست(او په خپل ایمان ټینګ پاتې شئ).


نو اختر ځانګړی سیاسي پيام لري چې اسلامي امت یې باید درک کړي او ور څخه ګټه پورته کړي، د اختر یو اساسي پيام دی چې هغه پيام د وحدت او یووالي پيام دی، نه د کشمش نخودو پيام.

دغه وحدت سیاسي وحدت دی، که مسلمانان چې څرنګه په ګډه اختر لمانځي او مشترکه خوشحالي کوي، نو په همدې ډول سره یو شي او خپل ټول شته سیاسي، عقیدوي او جغرافیه وي اختلافات پای ته ورسوي او د الله (ج) په رسۍ سره را ټول شي، نو هغه مهال به توطیه ګر او مکار غرب په خپلو ټولو شومو پیلانو کې ناکام او ناهیلي شي، او مسلمانان به د دوی له شر څخه خلاص شي. ځکه دا غرب دی چې زموږ له بې اتفاقۍ څخه ګټه اخلي او مسلمانان یې د یو او بل په نوم په خپل منځ کې په دښمنۍ  اخته کړي او خپله یې ننداره کوي.

نو کله چې سیاسي وحدت رامنځ ته شي، په طبیعي توګه به مسلمانان د یو واحد او مقتدر دولت څښتنان شي او هغه دولت به د دوی له سر، مال، خاورې او ناموس څخه په ټینګه او واقعي معنا سره دفاع او ساتنه کوي چې هغه مقتدر دولت، اسلامي خلافت دی. دغه دولت د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو له ټولو ارزښتونو څخه ساتنه کړې او یو ځل بیا به هم ساتنه وکړي.

 نو اختر یو ستر فرصت او یادونه ده، تر څو مسلمانان یو ځل بیا سره متحد شي او ښکیلاکي پولو ته نه و وایې، او لکه څنګه چې اختر یو ګډ ارزښت دی او مسلمانان یې په ګډه لمانځي، نو اسلام خو مسلمانان بشپړ وحدت(سیاسي، عقیدوي او جغرافیه وي) ته را بولي؛ نه دا چې اختر په کشمش -نخود خوړلو باندې تیر کړو او یوازې خیټې ډکې کړو او بس.

خالد څرګند


PDF Print Email
Views [ 574 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
سخن هفته: ادامه پروژه نظامی امریکا در افغانستان و شدت جنگ و ناامنی
با این وجود می توان گفت، که حضور دوباره نیروهای اشغال گر صلیبی شرایط را در این سرزمین بدتر خواهد ساخت، ویرانی شهرها را بیشتر و به تعداد کشته شدگان نیز خواهد افزود. از این رو، هیچ گاهی امنیت و ثبات در ...
سخن هفته:ثقافت اسلامی و اتهامات دروغین!
چندی پیش بحث افراط گرایی و بحث بالای ثقافتِ که در پوهنتون ها تدریس می شود، بالا گرفته و این که شاید محتوای جای گرفته در آن، منجر به تربیه تعداد عظیمی از تروریست ها در افغانستان گردد و حکومت را با چالش...
ډونالد ټرمپ او د افغانستان نوی برخلیک
نو د ډونالد ټرمپ په راتګ سره به په افغانستان او سیمه کې جګړه او ناامني زور واخلي او امنیتي وضعیت به له بد بدتر شي. دا ځکه چې دامریکا سیمه ییزو اهدافو تحقق له جګړې او ناامنۍ پرته ممکن نه دي. نو په همد...
سخن هفته:سراب صلح و تنور داغ جنگ در افغانستان
حضور خود را الزامی می دانند و نبود خود را جنگ و ناآرامی تعریف می کنند و این گونه هم حضور پیدا می کنند و هم جنگ و ناآرامی ادامه پیدا می کند. در این صورت بحث صلح با در نظر داشت حضور نیروهای آمریکایی در ...

دفتر مطبوعاتی مرکزی: دعوت فراقاره‏ ...

دفتر مطبوعاتی مرکزی: دعوت فراقاره‏ ئی حزب التحریر برای تاسیس دوباره خلافت برمنهج...

موضوعات جدید ...

دولت خلافت به نقشه های شیطانی حکومت های سرمایه داری فاسد، از جمله نابود ساختن زراعت خاتمه خواهد داد! دولت خلافت به نقشه های شی...
به تاریخ ۱ فبروری ۲۰۱۷م، روزنامه اخبار بنگله دیشی، در بسیاری از جاها گزارش دادند که ۸...
د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او د هغه پایل...
د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سی...
افزایش تلفات ملکی: نتیجه پیمان امنیتی یا...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره چهارم
ماهنامه تغییر - شماره چها...
ماهنامه "تغییر" شماره چهارم بار پرداختن به قضایای داغ امت اسلامی به خصوص برخورد نظامی افغانستان و پاکستان در سرحد تورخم و نزدیک شدن افغانستان با هند م...
گزیدۀ از پاسخ های امیر حزب التحریر جلد ا...
ماهنامه تغییر - شماره سوم...
ماهنامه تغییر - شماره دوم...
مجله خلافت - شماره بیستم...

پر خواننده ترین ها ...

...
...
...

پر بیننده ترین ها ...

والی تخار باید از رقابت امریکا و روسیه نگران باشد، نه از فعالیت های حزب التحریر!
والی تخار باید از رقابت ا...
محمدياسين ضياء والى تخار، به تاریخ ١٥ دلو ۱۳۹۵ هـ. ش در يک مصاحبۀ اختصاصى به آژانس خب...
د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او د هغه پایل...
تحلیل کاهش نفوذ امریکا و پیامدهای آن...
د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سی...
افزایش تلفات ملکی: نتیجه پیمان امنیتی یا...