Enter email addressInvalid email!

د اونۍ خبره: د غني او عبدالله تر منځ د روان کړکېچ سياسي ابعاد
سيف الله مستنير | August 28, 2016

د اونۍ خبره: د غني او عبدالله تر منځ د روان کړکېچ سياسي ابعاد

په داسې حال کې چې د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د جګړې اور بل دی، ملکي وګړي د يرغلګرو د بې پېلوټه، بي ۵۲ الوتکو د بمبارد، کروز توغونديو، د افغاني امنيتي ځواکونو او ناقانونه ملېشو د وحشت او د يرغلګرو د کرايي قاتلينو؛ امنيتي کمپنيو د ترور موخه ګرځېدلي،  هره ورځ سلګونه ملکي وګړي وژني، زرګونه نور ټپي کوي او لسګونه زره کورنۍ بې کوره شوې دي، خو د «ملي وحدت» حکومت نامشروع مشران له تېرو دريو اونيو راهيسې د واک د مساوي وېش پر سر په ژوره لانجه اخته دي.

سره له دې چې د امريکا حکومتي ويندويانو دغه لانجه جدي نه ده ګڼلې، مګر بيا هم د هغوی تر منځ دغه لانجه اوسنۍ نه بلکې له هغې ورځې تر ننه دوام لري چې د افغانستان د جمهوري رياست وروستۍ ټاکنې په لوی لاس پراخ فساد ته ورټېل وهل شوې او له شپږ مياشتې ناندرۍ وهلو او ناورين وروسته د جان کيري په منځګړيتوب د واک پر مساوي وېش، د ټاکنيز نظام پر اصلاح، د اساسي قانون د بدلون لپاره د لويې جرګې پر جوړولو؛ ترڅو د صدراعظم پوست رامنځ ته کړي او همداراز د برېښنايي تذکرو پر توزيع دوه اړخيزه موافقه وشوه.

د هېواد په دا ډول بحراني حالت کې د واک پر سر د غني او عبدالله خپل منځي لانجې د هغوی له ناولو څېرو څخه يو ځل بيا پرده پورته کړه، چې دواړه چارواکي يوه شېبه هم د جګړه ځپلي ولس د چارو سرپرستۍ ته پام نه کوي، بلکې د هرې شېبې هم او غم يې دا دی ترڅو لومړی د خپلو بهرنيو بادرانو او ورپسې خپلې حزبي، سمتي، نژادي او ژبنۍ ګټې تامين کړي.

له همدې امله ډاکټر عبدالله وروسته له هغې خپل غږ اوچت کړ، کله چې د اشرف غني له خوا د جمعيت ګوند د رهبر او د بلخ ولايت د سرپرست والي عطامحمد نور د ګوښه کېدو خبر د هغه تر غوږو ور ورسېده، چې له امله يې د عطامحمد نور له خوا په واک کې د پوره ۵۰ سلنه ونډې په نه درلودلو سخت ملامت او د اشرف غني له پرېکړو په بشپړې بې خبرۍ تورن شو.

دا ټولو ته څرګنده ده چې که جمعيت ګوند له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ټاکنو پر مهال ملاتړ نه وای کړی او يا په اوسني حالت کې ورڅخه ملاتړ ونه کړي، عبدالله عبدالله نور هېڅ ولسي او سياسي نفوذ نه لري. له همدې امله عبدالله عبدالله ته په سياسي ډګر کې د جمعيت ملاتړ د مرګ او ژوند مسئله ده.  نو بالاخره عبدالله د جمعيت د بېلابېلو سياسي څېرو او حزبي فشار له امله د اشرف غني پر ضد خپل غږ داسې اوچت کړ چې؛ «څوک چې د خبرو او بحث حوصله نه لري هغه د جمهوري رياست وړتيا هم نه لري». پر دې سربېره دواړو يو او بل له نړيوالو مافيايي کړيو سره په قرارداد کولو او تړاو باندې هم تورن کړل.

تر دې وړاندې هم د شمالي ټلوالې تر منځ عبدالله عبدالله يو له هغو کسانو څخه ګڼل کېده چې د شخصي ګټو لپاره يې جهادي معتبرو شخصيتونو او د هغوی احساساتو ته پام نه کاوه، آن د هغو کسانو له ډلې څخه ګڼل کېده چې د سيکولريزم باد وهلی و او د هر ډول فرصت څخه يې په خپله ګټه کار اخيست.

دا ځل هم عبدالله تر هغه وخته د اجرائيه ریاست پُست او په لاس ورغلی فرصت او امکانات غنيمت ګڼل ترڅو يې چې د خپلو جمعيتي پلويانو شديده نارضايتي نه وه احساس کړې. هغه له شته موقف او لوړو مادي امکاناتو څخه ګټه اخيسته، آن د دې امکان شتون لري چې په پټه له اشرف غني سره جوړ جاړی ولري. ځکه اشرف غني د هغه مخ ته له امريکا او نړيوالې ټولنې سره په همغږۍ د هغه په حضور په لوی لاس ټولې هغه لارې چارې چې له دوه کلونو وروسته به د اساسي قانون د تغيير په موخه لویه جرګه راغواړي او د هېواد په سياسي نظام کې به د صدراعظم پُست رامنځ ته کوي، يوه پر بله پسې شنډې کړې. ځکه د برېښنايي تذکرو وېش يې د مليت او دين د ليکلو او نه ليکلو له امله د ولسي غبرګون له امله له خنډ سره مخ کړ، د ټاکنيز سيستم د اصلاح په موخه يې بېلابېل فرمانونه د هغه پارلمان له خوا رد کړل چې د کار قانوني موده يې پوره شوې وه. قصدا يې پارلماني ټاکنې تر ټاکلي وخت و ځنډولې او د ټاکنو د ځنډ له امله پخواني پارلمان په غير قانوني توګه خپل کار ته دوام ورکړ. د عبد الله د ټيم د ځينو وزيرانو صلاحيتونه يې ټول په جمهوري رياست پورې وتړل، تر هغه چې د بهرنيو چارو وزارت چارې يې د سيمې او ګاونډيو هېوادونو سره د امنيت شورا د رييس حنيف اتمر له خوا تنظيم او له اروپا، امريکا او نړيوالې ټولنې سره هر ډول اړيکې خپله رييس جمهور ټينګولې او د بهرنيو چارو وزير هسې د وزارت پر مقام باندې د تش کالبد حيثيت غوره کړ. دې ته ورته د واک پر مساوي وېش باندې تر رييسانو پورې د تقرر چارې خپله اشرف غني تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې او آن په وروستيو دريو مياشتو کې يې عبدالله ته د واک د وېش حق څه چې د ځينو مقرريو په اړه د مشورې حق هم نه ورکاوه. دا ټول هغه څه وو چې نوموړي څه د پاسه دوه کاله په بشپړه چوپتيا سره زغمل، مګر د جمعيت ګوند سياستوالو دې هرڅه ته دې شک په سترګه کتل او ورځ تر بلې يې د زغم کاسه ډکېده او اجرائيه رييس ته يوازې هغه وخت قضيه جدي شوه چې نوموړي د جمعيت ګوند ملاتړ ورځ تر بلې له لاسه ورکاوه، نو د خپلې بقا لپاره يې غږ پورته کړ او تر هغه يې پر خپل موقف ټينګار وکړ، ترڅو د جان کيري موافقت نامه بشپړه عملي کړي.

پر افغانستان باندې د امريکا له يرغل تر ننه د امريکا ټوله هڅه همدا وه چې د غير سياسي جهاديانو له بشپړې کارونې وروسته بايد هغوی له سياسي ډګره لرې کړي او پر ځای يې بايد غربي تکنوکراتان واکمن کړي. د دغه پروسې يوه مرحله د کرزي د دورې پر مهال بشپړه شوه، چې د کړنو جزئيات يې د زلمي خليلزاد په کتاب «استازي» کې لوستلای شئ او دويم پړاو يې د جمهوري رياست له وروستيو ټاکنو وروسته تر ننه دوام لري، چې تقريبا ډېری جهاديان يې يو پر پسې په خپله ګټه له کارولو وروسته له سياسي صحنې ليرې کړل.

نو ډاکټر عبدالله عبدالله هم بايد د نورو جهاديانو له برخليک څخه پند واخلي او دغه کړکېچ د داسې يوه چانس په توګه وکاروي چې د يرغلګرو کفارو موخې، ستراتيژۍ او روان وحشت افشا او د امت له برخليک ټاکونکې قضيې «راشده خلافت» د تاسيس لپاره د اسلامي امت د مبارزې ملاتړ وکړي، ترڅو په دې دنيا يې الله متعال توبه قبوله او په آخرت کې د هغه د نېکمرغۍ لامل شي.

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر رييس


PDF Print Email
Views [ 723 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
جنگ صلیبی ترامپ علیه اسلام، به سرعت ادامه دارد!
پس از تقریباً ۶ صد سال وقفه، نیروهای صلیبی یک بار دیگر به جهان اسلام بازگشت نمودند و خلافت اسلامی را در سال ۱۹۲۴م، از صحنه دور ساختند. این عمل غرب را در غارت کردن و تجاوز نمودن به جهان اسلام آزادی کام...
سخن هفته: ادامه پروژه نظامی امریکا در افغانستان و شدت جنگ و ناامنی
با این وجود می توان گفت، که حضور دوباره نیروهای اشغال گر صلیبی شرایط را در این سرزمین بدتر خواهد ساخت، ویرانی شهرها را بیشتر و به تعداد کشته شدگان نیز خواهد افزود. از این رو، هیچ گاهی امنیت و ثبات در ...
سخن هفته:ثقافت اسلامی و اتهامات دروغین!
چندی پیش بحث افراط گرایی و بحث بالای ثقافتِ که در پوهنتون ها تدریس می شود، بالا گرفته و این که شاید محتوای جای گرفته در آن، منجر به تربیه تعداد عظیمی از تروریست ها در افغانستان گردد و حکومت را با چالش...
ډونالد ټرمپ او د افغانستان نوی برخلیک
نو د ډونالد ټرمپ په راتګ سره به په افغانستان او سیمه کې جګړه او ناامني زور واخلي او امنیتي وضعیت به له بد بدتر شي. دا ځکه چې دامریکا سیمه ییزو اهدافو تحقق له جګړې او ناامنۍ پرته ممکن نه دي. نو په همد...

موضوعات جدید ...

شکست نظام تعلیمی پاکستان، آینده ی جوانان را تباه می کند! شکست نظام تعلیمی پاکستان،...
کیفیت نظام تعلیمی در پاکستان روز به روز پائین می آید. همین اکنون تقریباً نیمی از شاگر...
حکام عرب: راهیان کاخ سفید، لبیک گویان خو...
اشرف غنی رییس جمهور افغانستان یونیفورم ج...
متحدین بین الملی صلیبی، دشمنی شان را علی...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

پشت پرده‌ای پرتاب مادر بمب‌ از سوی مادر تروریزم
پشت پرده‌ای پرتاب مادر بم...
این بار نخست نیست که امریکا سلاح‌های سنگین و کشنده‌ای خود را در لابرتوار افغانستان به...
سیاست امریکا در قبال فلسطین و ایران...
نقش ایران در طرح جدید امریکا برای خاور م...
حکام عرب: راهیان کاخ سفید، لبیک گویان خو...
گسترش ساخت موشک، در شبه قارۀ هند...