Enter email addressInvalid email!

د اونۍ خبره: د جان کیري په سهامي حکومت کې د زړه بړاسونه
مصدق سهاک | August 23, 2016

د اونۍ خبره: د جان کیري په سهامي حکومت کې د زړه بړاسونه

«څوک چې د خبرو زغم نه لري، د ریاست وړ نه دی. هغه وخت تېر شوی چې یو څوک په کلچو او شیرینیو وغولو». دا د ځوانانو په لمانځ غونډه کې د ملي وحدت حکومت د اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله خبرې وې چې د حکومت په دننه کې یې له شته شخړو نه پرده پورته کړه. دا اختلافونه په ځینو برخوکې تر دې کچې سخت دي چې ولسمشر په درېیو میاشتو کې دومره وخت نه لري چې یو ساعت له اجرایه رییس سره په یوازې توګه خبرې وکړي.

هو: په تېرو څو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ د دې ستونزو او اختلافونو د حل لپاره لیدنې شوې؛ خو پایلې یې لا نه دي معلومې. ښکاره خبره ده چې په دې لیدنو سره د دولت اختلافونه نه حل کیږي؛ ځکه په افغانستان کې د دې اختلافونو اساس او ریښه د واک پټ وېش دی. نو تر څو چې دا ډول حکومت وي، شخړې به ضرور پکې وي او د ملي وحدت حکومت تر وروستیو به د قومي او ډلییزو اختلافونو اور ګرم وي. ځکه جان کړي د افغانستان د ۱۳۹۳ هجري شمسي کال د ټاکنو موضوع د افغانستان د شته اقتصادي او ټولنیزو واقعیتونو خلاف «پنځوس پنځوس» ووېشه. د راتلونکي لپاره دا ډول حکومت، داسې حکومت دی چې نه ورته ائتلاف ویلای شو چې د ځانګړو موخو او سیاسي پرګرامونو پر سر د هوکړې پر اساس رامنځته شوي او نه هغه ډول رښتنی د ملي وحدت حکومت دی چې دوی یې ادعا لري چې د ملي ګټو او ملي وحدت له ارزښتونو څخه ننګه وکړي؛ بلکې دا حکومت د واک له مافیا څخه جوړ شوی چې جوړښت یې یو پانګوالي سهامي شرکت دی. ځکه چې په «پنځوس پنځوس» بڼه د واک وېش د امریکا له لوري یو لوی چل دی او د حکومتدارۍ په ډکر کې له عملي پلوه ناشونی دی.

د اشرف غني او عبدالله تر منځ اوسني اختلافونه د همدې سهامي وېش له امله دي؛ ځکه د دواړو ټیمونو ترمنځ په «پنځوس پنځوس» بڼه د واک د وېش واحد تعریف نشته. د واک د وېش دا ډول فورمول په اداري چارو کې د ځنډ سبب شوی او اوس هم ځیني ولایتونه د سرپرستو والیانو له لوري اداره کیږي. تر دې کچې چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ادارو کې د سرپرستۍ کړکېچ؛ کارونه له خنډ سره مخ کړي دي. د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دې موضوع په اړوند ویلي وو: «د ولسمشر او اجرایه رییس تر منځ په «پنځوس پنځوس» بڼه د واک وېش یو عملي دولت نه دی؛ که چېرته په «پنځوس پنځوس» بڼه واک ووېشل شي، دوه ولسمشران به رامنځته شي او د دولت لپاره به کار ډېر سخت وي». د هوکړه لیک په متن کې د پټو مواردو ځای پر ځای کېدل د امریکا له لوري تر سره شوي دي چې هر ځل د اختلافونو د راپیدا کېدو له امله بیاهم د منځګړيتوب لپاره امریکا راوغوښتل شي او هغوی د خپلو ګټو پر اساس پرېګړه وکړي. څنګه چې امریکا د نړۍ په هر ځای کې د ملي وحدت حکومت رامنځته کړی؛ د هغه ستنې ماتې او په ډېرو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي. تر دې چې په نړیوالو سیاسي ادبیاتو کې د ملي وحدت حکومت اصطلاح په یوه بدنومه اصطلاح بدله شوې ده.

دغه اختلافونه او ستونزې یوازې په لوړه کچه نه دي، بلکې دې اختلافونو او شخړو د دواړو ټیمونو په دننه کې هم ریښې کړې دي. څنګه چې نوماندانو د خپلو ټاکنیزو سیالیو پر وخت د ولسي جرګې له وکیلانو، والیانو، قومي مخورو، جهادي څېرو او درباري علماوو څخه نیولې بیا تر غلو، مافیا، کمونیست او فاشست پورې ټول په خپلو ټیمونو کې راغونډ کړل او له هر یوه سره یې بې سارې ژمنې وکړې. اوس چې هر ډول کیږي باید هغوی ته په واک کې ونډه ور کړي. خو دې کار سرخوږی هم ورته پیدا کړی او د دواړو ټیمونو یو شمېر پلویان چې د څوکیو ژمنې ور سره شوې وې؛ ناخوښ دي. د یادولو وړ ده چې دې ډیموکراټو مشرانو هېڅ وخت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او خلک هم پر هغوی باور نه کوي او مشرتوب یې نه مني. څنګه چې د خلکو غوښتنه د اسلام حاکمیت او د داسې مشرانو مشرتوب دی چې د اسلام اوامرو ته یې غاړه اېښې وي؛ نه داسې مشران چې له امریکا او اروپا نه دستور واخلي، د هغوی په نیابت حکومت وکړي او د هغوی ګټې خوندي کړي. اشرف غني او عبدالله د خلکو د ستونزو د حل پر ځای ټول تمرکز د واک پر وېش، ګتې او مالي سرچینو دی. هغوی هڅه کوي چې خپلو شخصي، قومي او ډلییزو ګټو ته د رسېدو لپاره خلک یوه وسیله وګرځوي او له هغوی نه د سیاسي لوبو لپاره ناوړه ګټه واخلي.

مصدق سهاک

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د حزب التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی



PDF Print Email
Views [ 935 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
جنگ صلیبی ترامپ علیه اسلام، به سرعت ادامه دارد!
پس از تقریباً ۶ صد سال وقفه، نیروهای صلیبی یک بار دیگر به جهان اسلام بازگشت نمودند و خلافت اسلامی را در سال ۱۹۲۴م، از صحنه دور ساختند. این عمل غرب را در غارت کردن و تجاوز نمودن به جهان اسلام آزادی کام...
سخن هفته: ادامه پروژه نظامی امریکا در افغانستان و شدت جنگ و ناامنی
با این وجود می توان گفت، که حضور دوباره نیروهای اشغال گر صلیبی شرایط را در این سرزمین بدتر خواهد ساخت، ویرانی شهرها را بیشتر و به تعداد کشته شدگان نیز خواهد افزود. از این رو، هیچ گاهی امنیت و ثبات در ...
سخن هفته:ثقافت اسلامی و اتهامات دروغین!
چندی پیش بحث افراط گرایی و بحث بالای ثقافتِ که در پوهنتون ها تدریس می شود، بالا گرفته و این که شاید محتوای جای گرفته در آن، منجر به تربیه تعداد عظیمی از تروریست ها در افغانستان گردد و حکومت را با چالش...
ډونالد ټرمپ او د افغانستان نوی برخلیک
نو د ډونالد ټرمپ په راتګ سره به په افغانستان او سیمه کې جګړه او ناامني زور واخلي او امنیتي وضعیت به له بد بدتر شي. دا ځکه چې دامریکا سیمه ییزو اهدافو تحقق له جګړې او ناامنۍ پرته ممکن نه دي. نو په همد...

موضوعات جدید ...

ټرمپ په امریکا کې له کډوالو څخه وېره لري، چېرته چې ښوونکي د مسلمانو نجونو له سرونو څخه حجاب لرې کوي! ټرمپ په امریکا کې له کډوا...
همدا راز دغې زده کوونکې په خپله ټوېټر پاڼه کې زیاته کړې، چې دا له خپلې يوې ملګرې سره...
اې د اسلامي امت پوځونو! قدس د اسلامي خلا...
الله سبحانه و تعالی اسلام د حاکمیت لپاره...
د مسلمانانو اسلامي ژوند په خطر کې دی، نه...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

تاجکستان دولت خپلو هغو پوله ساتو ته چې د افغانستان اوسېدونکي وژني، ترفیع ورکوي
تاجکستان دولت خپلو هغو پو...
د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو د افغانستان دوه تنه اوسېدونکي د بدخشان ولایت په اسکشمین ...
زندگی اسلامی مسلمانان در خطر است، نه اسل...
ابتلاء در نعمت و تنگ‌دستی...
د مسلمانوژنې روانه لړۍ دا ډول پای ته ورس...
نظری گذرا بر انقلاب‎های جهان عرب علیه حک...