Enter email addressInvalid email!

د یهودي سرتېرو له لوري د فلسطیني ځوانانو د خپلسرو نیولو ډېرېدل
منال بادر | January 22, 2018

د یهودي سرتېرو له لوري د فلسطیني ځوانانو د خپلسرو نیولو ډېرېدل

(ژباړه)

خبر

د 2017 م کال په ډیسمبر میاشت کې د یهودي سرتېرو له لوري د فلسطیني ځوانانو خپلسري نیول په پراخه کچه ډېر شوي دي. لکه څنګه چې د فلسطین د نیول شوو د چارو کمېسون په دې برخه کې داسې شواهد وړاندې کړي چې پر بنسټ یې ۹۰ سلنه بندیان ځوانان دي. یادې کمېټې یادونه کړې: «اسراییلي سرتيري په خپلسري ډول د خلکو د عمر په پرتله ځوانان نيسي او له هغوی سره له تاوتريخوالي ډک چلند کوي.» د فلسطنیانو کمېټې وویل: «د احمد سامیرات په نوم د خلیل ښار د یاتای د کلي پر یو  ۱۷ کلن فلسطیني ځوان د ۱۲ یهودي سرتېرو له لوري برید وشو او په ناڅاپي ډول یې پنځه ساعته څېړنې ترې وکړې او شکنجه يې کړ». (سرچینه: Middle East Monitor Online)

د 2017 م کال ډیسمبر په ۱۹مه د احد تميمي په نوم د نبي صالح د سیمې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ، له هغه وروسته چې د کاکا زوی يې محمد د یوې الاستیکي مرمۍ د ټپی کېدو له امله ۲۷ ساعته بېهوشه شو، په نيمه شپه کې د يهودي سرتېرو له لوري اختطاف شوه. (سرچینه: الجزیره شبکه)

تبصره

«له نړیوالو ماشومانو څخه د دفاع» بنسټ په وینا د یهودي ظالمو ځواکونو له لوري فلسطیني ماشومان د نيول کېدو له مرحلې ورسره ظلمونه او ناوړه چلند کېږي؛ چې له دې ډلې له هر څلورو ماشومان یې درې ماشومان د نیولو پر مهال له جسمي ځورونو سره مخ کېږي. د بشري حقونو ډېری بنسټونو له پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو نیول د اندېښنې وړ بللي؛ چې له هېڅ کوم جرم او استازي پرته د صهیونیستي یهودي دولت په بندخونو کې شپې سبا کوي. دا د هغو جنايتونو له ډلې دي چې له بده مرغه يهودي اشغالګر ځواکونه له دغو ماشومانو په ځانګړي ډول نجونو ناوړه ګټه اخلي او جنسي ځورونې سره مخ دي.

په ورته وخت کې امریکا چې په نړۍ د ماشومانو د حقونو لپاره نارې وهي، د دغو اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې یې تر اوسه هېڅ نه دي کړي او په دې برخه یې کې پر روانو جنایتونو او ظلمونو سترګې پټې کړې دي. تر ټولو ناوړه حالت دا چې د مسلمانانو حکام او مشران په ځانګړي ډول اردوغان خلکو ته د تمساح په څېر اوښکې تویې کړي؛ خو د یهودي دولت پر وړاندې یې يو محسوس اقدام هم ونه کړ؛ چې د یهودو دولت ته یو پند وي او بل ځل د داسې جنایت تر سره ته رسولو وړاندې یو ځل له ځان سره فکر وکړي.

په وروستیو کې موږ د «احد تمیمي» په نوم د مېړنۍ نجلۍ شاهد یو چې موضوع یې د ډېرو رسنیو د خبرونو سرټکې شوه، چې له کوره اختطاف شوې وه، دا زموږ د امت لپاره ډېره حیرانتیا وړ نه ده تردې چې موږ د دغې موضوع په اړه د فلسطین ولسمشر له خولې یوه بيانيه هم وانه ورېده؛ دغو حکامو یاده چوپتیا خپل عادت کړې، چې دغه حالت د یهودو د صهیونیستي دولت په بندخونو کې د مسلمانو ځوانانو د انګېزې د کمزوري کېدو لامل کېږي. دا یوازې د یو قضیې کیسه وه، په سلګونه نور له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د دوی په منګولو کې دي او پرته له دې چې رسنۍ د دوی په اړه څه ووایي او یا دولت د یادو ماشومانو د راخوشي کولو لپاره اقدام وکړي؛ نیول شوي دي.

د یهودي دولت له لوري له ځوانانو څخه جنايي پلټنې هغوی ته د رواني زیان رسېدو په موخه کېږي. په ورته وخت کې له هغو لږ ماشومانو تصویرونه اخلي چې پر بایسکل او یا د فوټبال په توب لوبه کوي، بیا یې په ټولنیزو رسنیو کې خپروي چې ګواکي ماشومانو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی. په حقیقت کې ماشومان او نجونې له کورونو تښتول کېږي او بیا د هغوی له لوري پرې تېری کېږي. په ورته وخت کې یهودي سرتیري د ظلم او فشار په پایله کې له هغوی څخه جعلي اعترافونه اخلي او وروسته یې د همدې جعلي اعترافونو له امله پر بند محکوموي.

واقعيت دا دی چې دغه ماشومان زموږ ویاړ دي او پر موږ لازمه ده چې د هغوی پر وړاندې خپل مسولیت په سمه توګه ادا کړو؛ خو موږ په دې برخه کې بې غوري کړې او خپل مسولیت مو په سمه توګه نه دی ادا کړی. پوښتنه دا ده چې ایا موږ له خپلو ماشومانو ساتنه او دفاع هم نه شو کولی؟ یا دا چې وېرې چاپېره کړي یو ؛ چې دغه کار ته لېوال نه شو؟! داسې کسان هم وینو چې د یهودي ظالمو سرتیرو د پراخه یرغل تصویرونه اخلي او خپروي یې؛ تر څو نور کسان هم د دغو بې ګناه خلکو له حاله خبر شي؛ په حقیقت کې دا بسنه نه کوي چې یوازې په خبرونو کې دغه موضوع خپره شي یا د خبرونو سرټکي شي؛ بلکې باید په ټول وس لاس په کار شوو. په لومړي ګام کې پر موږ لازمه ده چې فلسطیني ځوانان له دغه وحشته وژغورو او په دویم ګام کې هغوی ته داسې ډاډ ورکړو چې د قدس، الخلیل، غزې، رام الله او نورو ښارونو هېڅ ماشوم به له دې وروسته له داسې ناوړه حالت سره مخ نه شي.

په پای کې، زموږ وینا دا ده: چېرته دي د مسلمانانو هغه ځواکمن جنرالان چې له یهودي دولته د مسلمانو ځوانانو د ازادولو لپاره خپلې اردو ته امر وکړي چې د في سبیل الله جهاد پیلولو له لارې مظلوم فلسطینیان وژغوري او د اشغالګرو بندخونې له منځه یوسي؟!

لیکوال: منال بادر

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

۱۴۳۹ هـ.ق د ربیع الثاني ۱۲مه

۲۰۱۷ م کال د ډیسمبر ۳۰مه

ژباړن: بهیر «ویاړ»


PDF Print Email
Views [ 582 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
د ټرامپ د ولسمشرۍ د دویم کال ژمنې: سوداګریزې جګړې، د اټومي وسلو سیالي او بهرنۍ جګړې!
ټرامپ له یو کال وروسته د نړیوالو سوداګریزو معاملو او له هېواده بهر د بهرني سیاست مبارزو پر وړاندې خپل دریځ ډېر لږ بدل کړی دی. ټرامپ څو ورځې وړاندې په «داووس» نړیواله غونډه کې خپلو مخاطبینو ته وویل: «د...
ږیره او نقاب؛ ازادۍ ته ګواښ!
د ۲۰۱۸م کال د فبروري په شپږمه د سه شنبې په ورځ د ډنمارک دولت یوه پیشنهادي طرحه، د بورقې د منع کولو تر سرلیک لاندې، چې له ډېره وخته ورته په تمه و، مطرح کړه. له اساسي قانون څخه پر سرغړونې سربېره یې دغه...
امريکا ولې افغان ځواکمنان يو په بل پسې له واکه شړي!؟
افغان جمهور ريیس د دفاع وزارت څه باندې ۱۶۴ جنرالان تقاعد کړل. نوموړي د یکشنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه کې په يوه پيغام کې وویل: "د افسرانو د ذاتي چارو قانون د عملي کېدو لپاره، ما د ۱۶۴ جنرالانو احترام...
اې رهبرانو ! په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې باید نور د سوله ساتو په وژنه ستاسو سرونه خلاص شي
د کانګو د ډيموکراتیک جمهوریت شخړه په حقیقت کې په لوی لاس جوړه شوې شخړه ده، چې تخم یې پانګوالو د امپریالیستي حاکمیت په موده کې هغه وخت وشیندلو چې د بلجیم پاچا دویم لیوپولډ د یو پلان په ترڅ کې د کانګو خ...

موضوعات جدید ...

د ښځو لاسته راوړنې که د دوی ګمراه کول او  ورباندې سوداګري کول؟ د ښځو لاسته راوړنې که د د...
په ۲۰۱۷ م کال کې د سعودي ښځو پنځه لاسته راوړنې چې د ډېریو ورځپاڼو او سایټونو د غوره ا...
د ټرامپ د ولسمشرۍ د دویم کال ژمنې: سوداګ...
حَبلُ‌المـَتین (۵): آیا چارواکو او د قدر...
تسلط نظام سرمایه‏داری بر جهان یا نارواتر...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

پیشنهاد روسیه برای مذاکرات صلح در افغانستان و ابعاد سیاسی آن
پیشنهاد روسیه برای مذاکرا...
با توجه به موقعیت جغرافیایی افغانستان در منطقه، این سرزمین از موقعیت خوبی برای کنترول...
پیامدهای سیاسی حمله بر هوتل کانتیننتال...
قاتلین اصلی مردم در افغانستان کی‌ها اند؟...
"اصلاحات" امریکایی در اردو و تغییر ساختا...
حَبلُ‌المـَتین (5): آیا به حُکام و اهل ق...