مهم

باید دانست: دموکراسی و دیکتاتوری دو روی یک سکه اند!

Enter email addressInvalid email!

تاجکستان دولت خپلو هغو پوله ساتو ته چې د افغانستان اوسېدونکي وژني، ترفیع ورکوي
مراد ازبیک(ابومصعب) | December 03, 2017

تاجکستان دولت خپلو هغو پوله ساتو ته چې د افغانستان اوسېدونکي وژني، ترفیع ورکوي

(ژباړه)

خبر:

د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو د افغانستان دوه تنه اوسېدونکي د بدخشان ولایت په اسکشمین ولسوالۍ کې اعدام کړل. د ۲۰۱۷م د نومبر پر ۹مه د افغانستان پژواک خبري رسنۍ خبر ورکړ، چې د تاجکستان مرزي پولیسو د افغانستان دوه تنه غیر نظامیان اعدام کړل. د یادې سرچینې په وینا: «د افغانستان پوله ساتي ظابط پولیس د «پژواک» خبري رسنۍ ته وویل: د تاجکستان پوله ساتو تر اوسه د دوو افغانانو د وژنې دلیل نه دی روښانه کړی.»

پژواک خبري رسنۍ زیاتوي: د وژل شوو له ډلې څخه د یوه تن جنازه د بنګ په رودخانه کې موندل شوې او د بل جنازه لا تر اوسه نادرکه ده. د بشري حقونو افغانی فعال طالب الدین قادري وایي: «په دې وروستیو کلونو کې د اسکشمین ولسوالۍ سیمو ته څېرمه ډېر بې ګناه افغانان او د دې سیمې اوسېدونکي د تاجکستان مرزي پولیسو له لوري وژل شوي دي.

د تاجکستان دولت خپل مرزي پولیس د ترفیع په رتبو نازوي او د تاجکستان مرزي پولیس هم د خپلو رتبو د ستورو زیاتولو لپاره د افغانانو پر وژنه هېڅ بسنه نه کوي. کابل او دوشنبې په دې اړه چپ دي او تر اوسه یې کوم رسمي نظر نه دی څرګند کړی.» (سرچینه: بایوم)

تبصره:

چا دا خیالي پولې د اسلامي خاورو ترمنځ رسم کړي؟ چا پوله ساتو ته د (وطنپالنې) درس ورکړی، پر پولو تېری (مورنۍ خاورې ته ګواښ) بولي او مرزي ساتونکو ته وایي، چې د اړتیا پرمهال له ځنډ پرته  پر تیري کوونکو ډزې وکړي؟

هغه څوک، چې د غربي استعمار له « نفاق واچوه او حکومت وکړه» شعاره ډېر زیانمن شوي، له شک پرته اسلامي امت دی؛ مسلمانان د غربي استعمار په مرسته د شلمې پېړۍ له لومړیو کلونو راهیسې د استعماري دولتونو تر بریدونو لاندې راغلل- د وروستي خلافت د له منخه تلو په کلونو کې- چې تر اوسه هم دوام لري، اسلامي هېوادونه، چې تر ۵۰ برخو زیات ټوټې شول، ځینې یې د استعمارګرو لخوا اداره کېږي او ځینې نور یې بیا د استعمارګرو لپاره د جګړې پر میدان بدل شوي.

د اروپایي، امریکایي او کاناډایي مرزونو اسانتیاوې دا موضوع په ډاګه کوي، چې کفارو د مرزونو ستونزې یوازې د مسلمانانو لپاره جوړې کړې دي؛ ځکه، چې دا موضوع یې د مسلمانانو د جدا کولو لپاره تر ټولو ښه لاره موندلې ده.

لیکوال: مراد ازبیک(ابومصعب)

۱۴۳۹هـ.ق، د صفر۲۷مه

۲۰۱۷م، د نومبر۱۶مه

ژباړن: حبیب الله


PDF Print Email
Views [ 6948 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
با سقوط خلافت، نیروهای مسلح مسلمان به جای دفاع از امت، حیثیت ابزار را برای کشتن آن‌ها بخودگرفته اند!
در شب دوم ماه اپریل، در اثر بمباردمان نیروهای هوایی افغان بر یک گردهمایی از علمای دینی، دانشآموزان و دیگر افراد در مدرسهی هاشمیه کندز، ولایت شمالی افغانستان، بیش از صد کشته برجای گذاشت، که بر اساس شوا...
د صليبي اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو ترور او وحشت
خبر: د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ پر هاشميه دارالعلوم باندې د دوشنبې د ورځې په هوايي بريدونو کې سلګونو عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې. د دشت ارچي ولسوال نصرالدين سعدي رسنيو ته پېښه تاييد کړې او ويلي ي...
سعودي مېرمنې د ريښتینې آزادۍ لپاره راشده خلافت ته اړتیا لري
هره مسلمانه مېرمن، چې د اسلام په ویاړلي تاریخ خبره وي، په دې پوهېږي، چې د اسلام د واکمنۍ پر مهال مسلمانې مېرمنې په سیاست کې د ګډون، د سوداګریزو چارو په تنظیم، په ټولنیزو فعالیتونو او په علمي برخه کې ل...
عراق؛ تر ۱۵ کلونو وروسته
پر عراق باندې د امریکا په مشرۍ اېتلاف د وحشیانه یرغل پنځلس کاله تېر شول. هغه وخت مو د بې ګناه نرانو، ښځو او ماشومانو د وژنې او هغوی ته د سپکاوي وحشتناک انځورونه د انټرنټ او نورو رسنیو له لارې لیدل. ښا...

موضوعات جدید ...

برادری در اسلام در آئینه‌ی سوره حجرات برادری در اسلام در آئینه‌...
سوره حجرات یکی از سوره‌های جالب قرآن است که پیام‌های بس آموزنده در باب روابط میان مؤم...
سفر محمد بن سلمان به انگلیس، امریکا و فر...
...
با سقوط خلافت، نیروهای مسلح مسلمان به جا...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

د خلافت په نشت کې به د سريلانکا مسلمانان تل د بودايي تندلارو له تاوتريخوالي څخه په وېره کې وي
د خلافت په نشت کې به د سر...
د مارچ پر ۶ مه، د سريلانکا حکومت په ټول هيواد کې د بودايي تندلارو له لوري د کنډي (Ka...
روایتِ دو دولت: کجاست دولت من؟...
خلافت نشنلېزم له منځه یووړ؛ راځئ نشنلېزم...
با سقوط خلافت، نیروهای مسلح مسلمان به جا...
د سعودي عربستان لخوا د اټومي وسلو هڅې د ...