Enter email addressInvalid email!

د روهینګیا د مسلمانانو عاموژنې یو ځل بیا د ډيموکراسۍ اخلاقي تشه په ډاګه کړه
ډاکټر نسرین نواز | September 23, 2017

د روهینګیا د مسلمانانو عاموژنې یو ځل بیا د ډيموکراسۍ اخلاقي تشه په ډاګه کړه

خبر:

د سپټمبر په ۸ مه د جمعې په ورځ د ملګروملتونو د کډوالو ادارې څرګنده کړه، چې په تېرو دوو اونیو کې لږ تر لږه ۲۷۰ زره روهینګیایي مسلمانان له راخین ولایت څخه تېښتې ته اړ شوي؛ ترڅو د پوځ او ځایي بودایانو له عاموژنې او د وینو له روان سیلاب څخه ځان وژغوري.‎

پورتنۍ شمېره په میانمار کې د روهینګیا د مسلمانانو درېیمه برخه تشکیلوي. د ملګروملتونو د اټکل پر بنسټ لسګونه زره نور هم له روان کړکېچن وضیعت څخه په تېښته دي. همدارنګه د جمعې په ورځ د میانمارلپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ویاند یانګیلي څرګنده کړه، چې په روان کړکېچ کې د اګېسټ له ۲۵ مې راهیسې تر اوسه زر تنه وژل شوي؛ خو هغه دا شمېره له حقیقت څخه ډیره کمه وښوده. پر دغو وژنو سربېره، چې د میانمار د ریژیم او بودایانو په لاس ترسره کېږې، رسنیو دا هم څرګنده کړې چې لسګونه ښځې او ماشومان د وړو بېړیو په وسیله بنګله‌دېش ته تښتي؛ ترڅو له روان ظلم او وحشته ځانونه وژغوري. یوه بنګله‌دېشي سرحدي پولیس سي ان ان ته ویلي چې د سپټمبر په ۶مه د چهارشنبې په ورځ دوی د بنګله‌دېش د ناف سیند پر غاړه اته جسدونه پیدا کړل، چې نیمایي يې ماشومان وو. دغه راپورنه وایي چې د میانمار پوځ له بنګله‌دېش سره په سرحدي سیمو کې چې د روهینګیا کډوال ورڅخه تېرېږې، ځمکني ماینونه ښخوي چې تر اوسه یې ډېر ماشومان سخت ټپیان کړي دي.

تبصره:

سره له دې چې د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د میانمار پوځ د روانې بې رحمه عاموژنې او نسلوژنې په اړه کره شواهد شته، خو د میانمار اوسنۍ رهبره او د غرب لپاره د سروزرو کوتره او د ډیموکراسۍ قهرمانه، انګ سان سوچي په تکرار سره د هېواد د مسلمانو لږکیو پر وړاندې روان تاوتریخوالی ردوي او داسې انګیري چې روان حالات داسې نه دي لکه څرنګه چې ښودل کیږي. همدارنګه هغه هڅه کوي چې روان وحشت او د بېګناه عوامو خلکو وژنو ته اباحت ورکړي او نړۍ ته روانه عاموژنه د تروریزم پر وړاندې جګړه وښیي. په ورته وخت کې ډېموکراتیکو نظامونو ته د نړۍ په کچه دا یو عادي کار دی، چې د نورو وختونو په ډول بیا هم د میانمار له قاتل رژیم سره خپلې اړیکې ګرمې وساتي. هغوی په داسې وخت کې له سان سوچې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، چې نوموړې د وینو د روان سیلاب مشري پر غاړه لري. له هغه رژیم سره یې د اړیکو پرېکول رد کړي، چې په تکراري ډول د روهینګیا د مسلمانانو پر وړاندې له هر ډول ظلم او حشت څخه کار اخلي.

دا ټول هغه څه دي چې د انسان په لاس د جوړ شوي ډیموکراتیک سیستم هغه بدرنګه څېره خلکو ته بربنډه کوي؛ ځکه کله چې د دوی ګټې خوندي وي، نو د بېګناه خلکو وژنه او د هغوی پر وړاندې ظلم ورته هېڅ معنا نه لري. دا په حقیقت کې د دوی هغه بېسارې اخلاقي تشه په ګوته کوي. خو دوی بیا هم دغه دوه مخي سیستم ته د انساني حقونو د اتل او قهرمان لقب ورکوي. دا ټول په داسې حال کې دي چې د تېرو دوو اونیو په روان بې رحمه کمپاین کې نړۍ د دوی د ډله ييزو وژنو، د کلیو او بانډو ورانولو او په یوه سيمه کې له خپلو کورنو څخه د یو میلیون د څلورمې برخې بېګناه عامو خلکو د شړلو ننداره کوي. دا هغه ناوړه حقیقت دی چې په میانمار کې د دوی سیاسي او اقتصادي ګټو ته کوم ګواښ نه متوجه کوي. پر دغو ټولو سربېره جینوسایډ یا عاموژنه او نسلوژنه بیا هغه کلمې دي چې ډیموکراتیک مدافعین او سیاستوال یې د سیاست په میدان کې د خپلو سیاسي ګټو په موخه کاروي، په داسې حال کې چې رېښتینی حقیقت بیا تر خاورو لاندې کوي.

نن ورځ، د نړۍ په کچه ټول ډیموکراتیک حکومتونه روانې نسلوژنې ګوري، د بېګناه ښځو او ماشومانو چیغې اوري، د روانو سختو بې عدالتیو او په لوړه کچه د ظلمونو ننداره هم کوي، خو بیا یې هم د دغو ټولو ناخوالو پر وړاندې ځان غلی نیولی او د بېګناه مسلمانانو د ژوند ساتلو لپاره له ټولو اړوندو مسولیتونو څخه تېښته کوي؛ ځکه چې د دوی په نظر او د دوی د پانګوالۍ نظریې پر بنسټ د دغو بېګناه خلکو د ژوند په ساتنه کې د دوی سیاسي او اقتصادي ګټې خوندي نه دي. له دغو ټولو سره بیا هم دوی د ډیموکراسۍ د مدنیت چیغې وهي، په داسې حال کې چې اسلامي شریعت دولت مکلف بولي چې په داسې حالاتو کې انسانیت له داسې وحشتونو او ظلمونو وژغوري، څومره وحشت! سبحان الله!

هر هغه نطام چې اخلاقي وجدان پکې پلورل شوی وي په هېڅ صورت یو ښه نظام نه ګڼل کیږي او نه هم د یو ملت د حکومتولۍ توانایي لري. په حقیقت کي اوس د ډیموکراسۍ وخت تېر دی! د هغې دروغ، د بشریت ضد کړنې او دروغجنې وعدې ټول هغه څه دي چې خلکو ته اوس په ډاګه شوي. له شک پرته چې نړۍ اوس یو مناسب بدیل ته اړ ده، چې باید د اخلاقي وجدان له اړخه د روانو ډارونکو جرایمو پر وړاندې ودریږي، انساني حرمت او وقار ته په هر ډول سیاسي او اقتصادي ګټو کې لومړيتوب ورکړي! له شک پرته چې امت داسې یو دولت ته سخت اړ دی چې په رېښتیني ډول د مسلمانانو د ګټو او د دین استازيتوب وکړي: داسې یو دولت چې رهبر یې د امت او د هغوی د وینو د ساتني مسؤولیت پر غاړه واخلي: داسې یو دولت چې په نظام کې یې د هر چا ژوند ساتل شوی وي، هر مظلوم مسلمان د عزت ژوند ولري او د اسلام په چوکاټ کې له دين پرته چې د هغه سيمه او قوم په نظر کې ونیول شي د تابعیت حق ورکول شي. داسې دولت یوازې د نبوت پر تګلاره خلافت دی، یعنې د الله سبحانه وتعالی نظام! لکه څرنګه چې فرمایي:

﴿وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاء حَتَّى إِذَا جَاءهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا﴾
[النور: ۳۹]

هغه كسان چې كافران شوي دي، د دوی عملونه په هوار ډاګ کې د هغه ځلېدونکي سراب په څېر دي چې تږي پرې د اوبو ګومان وکړي، خو کله چې په ډېره سختۍ ورته راشي، نو هېڅ شی هم ونه مومي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې رییسه

۱۴۳۸هـ.ق، د ذولحجې ۲۲مه

۲۰۱۷م، د سپټمبر ۱۳مه


PDF Print Email
Views [ 583 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
ږیره او نقاب؛ ازادۍ ته ګواښ!
د ۲۰۱۸م کال د فبروري په شپږمه د سه شنبې په ورځ د ډنمارک دولت یوه پیشنهادي طرحه، د بورقې د منع کولو تر سرلیک لاندې، چې له ډېره وخته ورته په تمه و، مطرح کړه. له اساسي قانون څخه پر سرغړونې سربېره یې دغه...
امريکا ولې افغان ځواکمنان يو په بل پسې له واکه شړي!؟
افغان جمهور ريیس د دفاع وزارت څه باندې ۱۶۴ جنرالان تقاعد کړل. نوموړي د یکشنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه کې په يوه پيغام کې وویل: "د افسرانو د ذاتي چارو قانون د عملي کېدو لپاره، ما د ۱۶۴ جنرالانو احترام...
اې رهبرانو ! په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې باید نور د سوله ساتو په وژنه ستاسو سرونه خلاص شي
د کانګو د ډيموکراتیک جمهوریت شخړه په حقیقت کې په لوی لاس جوړه شوې شخړه ده، چې تخم یې پانګوالو د امپریالیستي حاکمیت په موده کې هغه وخت وشیندلو چې د بلجیم پاچا دویم لیوپولډ د یو پلان په ترڅ کې د کانګو خ...
د یهودي سرتېرو له لوري د فلسطیني ځوانانو د خپلسرو نیولو ډېرېدل
«له نړیوالو ماشومانو څخه د دفاع» بنسټ په وینا د یهودي ظالمو ځواکونو له لوري فلسطیني ماشومان د نيول کېدو له مرحلې ورسره ظلمونه او ناوړه چلند کېږي؛ چې له دې ډلې له هر څلورو ماشومان یې درې ماشومان د نیول...

موضوعات جدید ...

تسلط نظام سرمایه‏داری بر جهان یا نارواترین گناه علیه زنان! تسلط نظام سرمایه‏داری بر ...
زن غربی در رسانه‌های مختلف، اعم از فیلم‏ها و میزگردها به‏عنوان زن توانا، خوشبخت و مؤف...
حَبلُ‌المـَتین (5): آیا به حُکام و اهل ق...
ږیره او نقاب؛ ازادۍ ته ګواښ!...
په اردو کې امريکايي "اصلاحات" او په افغا...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

پیشنهاد روسیه برای مذاکرات صلح در افغانستان و ابعاد سیاسی آن
پیشنهاد روسیه برای مذاکرا...
با توجه به موقعیت جغرافیایی افغانستان در منطقه، این سرزمین از موقعیت خوبی برای کنترول...
پیامدهای سیاسی حمله بر هوتل کانتیننتال...
قاتلین اصلی مردم در افغانستان کی‌ها اند؟...
"اصلاحات" امریکایی در اردو و تغییر ساختا...
حَبلُ‌المـَتین (5): آیا به حُکام و اهل ق...