Enter email addressInvalid email!

مسلمانانو ته نه ښایي چې د غربي جمهوریت غوښتونکي ګوند څخه وویریږي!
عبدالمجید بحتي | December 26, 2016

مسلمانانو ته نه ښایي چې د غربي جمهوریت غوښتونکي ګوند څخه وویریږي!

خبر:

د ټرمپ ولسمشریزه بریا او له اروپا څخه د بریتانیا بېلتون (Brexit)؛ ولسواک غورځنګونه وهڅول چې په ټوله اروپا کې د غرب واکمنو مشرانو پر وړاندې ودریږي. مهاجرت، نړیوالتوب او له اسلام څخه وېره هغه ملاتړي شعارونه وو چې جمهوریت غوښتونکی ګوند یې بریا ته ورساوه، دغه بریا، نه یوازې هغه مسلمانان چې په غربي نړۍ کې استوګن دي، بلکې هغه مسلمانان چې په اسلامي نړۍ کې اوسيږي هم اندېښمن کړي، دغه موضوع د مسلمانانو په منځ کې په پراخه توګه دا اندېښنه را پیداکړه چې  د ټرمپ بریا او په اروپا کې د افراطي ډلو را څرګندېدل به په اسلامي نړۍ کې د یوې بلې خونړۍ جګړه لامل وګرځي.

تبصره:

مسلمانان، له اروپا څخه دبریتانیا بېلتون غوښتونکو بریا، سپېنې ماڼۍ ته د ټرمپ لار موندنه، د فرانسې د بحري ځواکونو د شمېر ډېرول او په اروپا کې د افراطي ډلو را څرګندیدل، هغه لاملونه بولي چې کېدای شي اروپا د اسلام د له منځه وړلو لپاره سره یوځای شي. یو شمېر مسلمانان د خلافت د بیا اعاده کولو په اړه له خبرو اترو څخه ډډه کوي، وېریږي چې دغه ډول خبرې اترې به په اسلامي نړۍ کې د غرب لاسوهنې نورې هم زیاتې کړي.

له اسلام څخه د وېر پر سبب د غرب یوالی، یوه بشپړه بې ځایه څرګندونه ده او په نړیوالو چارو کې د ټيټ او ضعیفه فکر څرګندونه کوي. ډېر داسې څه شتون لري چې غرب د یوالي پر ځای د بېلتون خوا ته بیایي؛ په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې د فرانسې یو وتلي عالم دومینیک مویسی داسې څرګندونه وکړه؛ (اوس غرب په دوو اروپایي او امریکايي نېمه وچو سره وېشل شوی.) د نوموړي په اند؛ اسلامي بنسټپالنه، نړیواله ترهګري او وژونکې وسلې د امریکا او اروپا د بېلتون سبب ګرځېدلي. د شوروي لخوا د ګواښ په اړه، د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سېپټمبر له ۱۱ مې راهيسې د امریکایانو او اروپایانو تر منځ د دغې موضوع پر سر اختلافات اوج ته رسیدلي.

امریکا د افغانستان او عراق په جګړه کې د اروپا له، نه ملاتړ څخه په کلکه سر ټکونه وکړه، اروپا د افغانستان په جګړه کې له امریکا سره د کېنې درلودلو له مخې ګډون وکړ او تر خپلې وسې یې په دغه جګړه کې د امریکا پښې ووهلې. فرانسې او اېټالیا د دې لپاره ترڅو خپل پوځونه د طالبانو له برېدنو خوندي وساتي، د طالبانو قوماندانانو ته رشوت ورکړ، بریتانیا د هلمند په ولایت کې د امریکا پښې ووهلې او جرمني هم افغاني سرتېرو ته په یوه خوندي چاپېریال کې د روزنې په پلمه خپل پوځونه د جګړې له ليکو بهر کړل.

نن ورځ د اروپایانو په اند، د سوریې لپاره د اوباما شرمېدلی پلان، د مهاجرینو ستر بحران چې اروپا یې هېڅکله په اړه فکر هم نه و کړی رامنځته کړ. همدا راز د عراق په جګړه کې د داعش په رامنځته کولو او په اروپا کې د ترهګریزو برېدونو مسول بلل شوی.

د امریکا او اروپا تر منځ د اختلاف یو بل مهم لامل، د ستر مالي بحران د له منځه وړلو په برخه کې دی.  اروپا غواړي چې د لګښت په برخه کې کموالی راولي او مالیات لوړ کړي، مګر امریکا بې له کوم شرطه د پیسو په چاپولو (د زیاتو پیسو په را ایستلو) سره تکیه کوي. سربېره پر دې په راکړه او ورکړه کې په وارداتو لوړه مالیه لګول، د خپل پولي واحد ارزښت کمول، پر اروپايي بانکونو لوړه مالي جریمه او د مالدارو او غریبو وګړو ترمنځ د مالیاتو نا عادلانه توپیر چې د پاناما په ناسته کې را بربنډ شو، د دوی ترمنځ ستر اختلافات بلل کیږي.

داسې ښکاري چې د ټرمپ اداره د اتلانتیک د اړيکو  د ښه کولو لپاره داسې عمل کوي لکه څوک چې د زخمونو رغولو لپاره له مالګې څخه کار اخلي، د ټرمپ نظریات؛ د اتلانتیک او ارام سمندر یوځای والی سره ټوټې کړ، د روسیې په اړه د دوی او ناټو د دریځ توپير بل لامل دی چې بېله شکه د دوی بېلتون نور هم شونی کوي.

د ناهېلۍ خبره ده چې اسلامي هېوادونه د مسلمان امت د ګټو د خوندېتوب لپاره د اروپا او امریکا تر منځ له دغه درز څخه کار نه اخلي. لامل یې دا دی چې د اسلامي هېوادونه له جګړه ییزو وسایلو څځه امریکا او اروپا د خپلو موخو لپاره کار اخلي. په سوډان، لېبیا، سومالیا او یمن کې جګړې او د اسراییلو له خوا د فلسطین د خاورې مستعمره دا ټول هغه تباه کونکې جګړه ییزې سیالۍ دي چې اروپا او امریکا یې د سېمې د کابو کولو لپاره تر سره کوي.

د اسلامي امت د عزت د خونديتوب لپاره د راشده خلافت بیا رامنځ ته کول یوه اړینه او پرځای مسله ده. د امریکا او اروپا ننی وضعیت، کلونه پخوا د روم د امپراتورۍ په څېر شوی.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوران څخه د ۱۵ مې پېړۍ تر نېمایي پورې د روم امپراتوري په بشپړه توګه په دوو برخو وېشل شوې وه، د روم غربي امپراتوري چې پلازمینه یې روم او د روم ختیځه امپراتوري چې پلازمینه یې قسطنطنیه وه. د دغه دوو امپراتوریو تر منځ یو واقعي  ستر درز شتون درلود. په هغه وخت کې خلافت وتوانېد چې د دوی د اختلافاتو څخه په ګټه اخستنې سره  لومړی هسپانیا ورپسې قسطنطنیه فتحه کړي.

د سلطان محمد فاتح بریا ته په کتلو. ځوان سلطان د خپلې بریا لپاره د دغو بېلو شوو دوو امپراتوریو د اختلاف څخه ګټه پورته کړه، محمد فاتح ډاډمن و چې پاپ نشي کولی چې د روم له ختیځې امپراتورۍ څخه د ترکانو پروړاندې نظامي مرسته تر لاسه کړي، نوموړي د خپلو څرګندونو لپاره دا دلیل وړاندې کړ چې ۲۵۰ کاله پخوا د دغه دواړو امپراتوریو ترمنځ یو ژور درز شتون درلود، هغه دا و چې کله اروپایي صلیبیانو له قسطنطنیې څخه د صلاح الدین پروړاندې د نظامي مرسته غوښتنه وکړه، هغې یې له مرستې کولو څخه ډه ډه وکړه. د محمد فاتح درک په بشپړه توګه واقعي درک و، کله چې قسطنطنیې له پاپ څخه د سلطان پر وړاندې د نظامي مرستې غوښتنه وکړه، اروپایي عامه وګړو یې له غوښتنې سره مخالفت وکړ چې په پایله کې قسطنطنیه په ۱۴۵۳ زېږدیز کال کې د مسلمانانو په لاس کې کېوته.

نن ورځ اروپا په اسلامي نړۍ کې له جګړې کولو څخه په بشپړه توګه ستړې شوې، نور نه شي کولی چې د امریکا د څو ملیته کمپنیو د ګټې لپاره د خپلو زامنو وینه تویې کړي. سربېره پردې اروپایان په غربي نړۍ کې د امریکا له رهبرۍ څخه ډیر ستړي شوي او کېدای شي چې د دوی دغه کرکه د ټرمپ د ولسمشرۍ په بهیر کې نوره هم ډیره شي. په حقیقت کې الله سبحانه وتعالی د دوی دغه ګواښوونکی حالت په اړه داسې فرمایي:

باسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى[حشر: ۱۴]

د دوی (یهودو) ترمنځ جګړه ډېره شدیده وي، تاسې هغوی متحد ګڼئ، په داسې حال کې چې د دوی زړونه سره تیت پرک دي.

سره له دې چې د اطلس‌ اقيانوس‌ پر بله غاړه په څرګند ډول تاوتریخوالۍ لیدل کیږی، مګر اسلامي نړۍ له دغه فرصت څخه ګټه نه اخلي. کچېرې د نړۍ ۵۰ اسلامي هېوادونه د خلافت تر  یوه بیرغ لاندې سره راټول شي، کولی شي چې د غرب له اختلافاتو څخه ګټه پورته کړي او په اسلامي نړۍ کې د دوی لاس وهنو ته د پای ټکی کېږدي. نو اړینه ده چې د نړۍ مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلارې سره د راشده خلافت د بنسټ اېښودلو لپاره کار وکړي او په الله سبحانه وتعالی باور ولري او د غرب په کاذب (درواغجن) یوالي سره دوکه نه شي او خپل زړونه مات نه کړي.

إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

[العمران:۱۶۰]

کچېرې الله سبحانه وتعالی ستاسې ملاتړ وکړي، هېڅوک به پر تاسې بریالي نشي، او که چېرې مو په خپل حال پرېږدي (مرسته مو ونکړي)، نو څوک به بیا ستاسې مرسته کوي او مومنان باید یوازې په الله سبحانه وتعالی توکل وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

عبدالمجید بحتي

ژباړه: فرید نهضت


PDF Print Email
Views [ 820 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
د روهینګیا د ټولوژنې لړۍ به تر هغه دوام ولري، تر څـو ملي دولت پر رښتیني خلافت بدل نه شي
د (۲۰۱۷م) کال د اګېسټ راهیسې د نړۍ زیاتو ځورېدلو روهینګیایي مسلمانانو پر وړاندې وروستی دولتي تاوتریخوالی تر هغه وروسته ترسره کیږي چې پر پولیسو او سرحدي پوستو د دوی په وینا غلچکي برید ترسره شو. د میان...
پر روهینګیا د میانمار پوځ د یرغلونو نوې څپې: بریدونه، سوځول او وژنې
د میانمار د ولسمشرۍ دفتر (انګ سان سوچي) په وینا پوځ او سرحدي پولیسو د مقابل لوري پر وړاندې یواځې ځوابي بریدونه وکړل، چې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۲ تنه امنیتي کارکونکې او ۷۷ تنه روهینګیایان ووژل ...
بحران میانمار و فشارها بالای رهبر این کشور(آنگ سان سوچی)
به دنبال ادامۀ بحران روهینگیا، وزیر امور خارجه پرجمعیت ترین کشور مسلمان جهان(اندونیزیا)، جهت گفتگوهای عاجل به روز یک شنبه هفتۀ قبل به میانمار سفر کرد. وزیر ریتنو مارسودی در حالی به یانگون پایتخت میانم...
اسلامي امت د خپل برم او عزت د بیا راژوندي کېدو لپاره اړ دی چې د انګلیسي او امریکایي ښکېلاک له منګولو ځان و ژغوري
شیخ عبدالله و ویل، ملک سلمان او د ده زوی د قطر د مځکنۍ پولې د پرانیستلو پر سر هوکړه وکړه چې د جون پر پنځمه نېټه بندیز پرې لګېدلی و، تر څو د مکې سپېڅلي ښار ته مسلمانو حاجیانو ته د سفر اجازه ورکړل شي. ...

موضوعات جدید ...

د اراکان مسلمانان له اسلامي امت او پوځونو یې ملاتړ غواړي د اراکان مسلمانان له اسلا...
د روهینګیا زرګونه مسلمانان د میانمار د ظالم پوځ له وروستیو مرګونو حملو څخه په داسې حا...
پر روهینګیا د میانمار پوځ د یرغلونو نوې ...
موږ ستاسو ملاتړي یو!...
بحران میانمار و فشارها بالای رهبر این کش...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

چین له خپلو پولو بهر لومړنۍ نظامي هډه په جیبوتي کې پرانیسته!
چین له خپلو پولو بهر لومړ...
چین خپله لومړنۍ بهرنۍ یا له پولو بیرون نظامي هډه په جیبوتي هېواد کې په شانداره نظامي ...
استراتیژی جدید امریکا در افغانستان...
مفهوم حقیقی استقلال نزد امت مسلمه...
په افغانستان کې د امریکا نوې ستراتیژي...
حُکام خاین، چگونه افکار عامه را در قبال ...