Enter email addressInvalid email!

د ځمکې د اجارې په بدل کې مال اخیستل
عطا بن خليل ابورشته | January 11, 2017

د ځمکې د اجارې په بدل کې مال اخیستل

 

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

ښاغلی شیخ صاحب! د الله سبحانه و تعالی په امن کې دې وې. د دوو تنو تر منځ په ګډه د ځمکې د کرنې په اړه پوښتنه لرم، یعنې ځمکه د یوه او کرنه یې بل کوي.

په دې نه پوهېږم، چې ایا دغه مضارعه ده او جواز لري؟ ډېرو ځوانانو دغه مضارعه وګڼله او ځینو روا کار وباله، ان تر دې چې د ځمکې خاوند کولای شي، خپله ځمکه د کرنې د درې کلونو په موده وپلوري.

ځواب:

وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته!

د کرنې لپاره د ځمکې اجاره ورکولو ته مزارعت ویل کېږي، چې د حرمت په اړه یې ډېردلیلونه راغلي دي. په صحیح بخاري له ابوهریره رضی الله عنه نقل کوي، چې رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلي:

مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا أَوْ لِيَمْنَحْهَا أَخَاهُ فَإِنْ أَبَى فَلْيُمْسِكْ أَرْضَهُ

هر څوک چې ځمکه لري، باید ویې کري او یا دې یې خپل ورور ته ورکړي، که یې ورور ته ورنه کړه باید ویې ساتي.

له جابر رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل:

أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسـلم نَهَى عَنِ الْمُخَابَرَةِ

(رواه مسلم)

چې رسول الله الله صل الله علیه وسلم د ځمکې له مضارعت څخه ډډه کړې.

همدا رنګه په صحیح مسلم کې له جابر رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله صل الله و علیه وسلم وویل:

نَهَى رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسـلم أَنْ يُؤْخَذَ لِلْأَرْضِ أَجْرٌ أَوْ حَظٌّ

رسول الله صل الله علیه وسلم له دې چې ځمکه دې په اجوره او یا هم د حاصلاتو په یوه برخه ورکړل شي، ډډه کړې.

له رافع ابن خدیج څخه روایت دی چې ویې ویل: موږ د رسول الله صل الله علیه وسلم په وخت کې مزارعت کاوه چې ناڅاپه د رسول الله صل الله علیه وسلم ځینې ترونه موږ ته راغلل او ویې ویل: رسول الله صل الله و علیه وسلم موږ له هغه کاره چې ډېره ګټه یې درلوده منع کړو، خو د رسول الله صل الله و علیه وسلم اطاعت مونږ ته ګټور دی. رافع وویل: ومې پوښتل چې هغه څه دي؟ هغوی وویل: چې رسول الله صل الله و علیه وسلم فرمایلي دي:

مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا أَوْ فَلْيُزْرِعْهَا أَخَاهُ وَلَا يُكَارِيهَا بِثُلُثٍ وَلَا بِرُبُعٍ وَلَا بِطَعَامٍ مُسَمًّى

(رواه ابوداوود)

هر څوک چې ځمکه لري، باید په خپله یې وکري او یا دې یې خپل ورور ته وکري او هغه دې د حاصلاتو  په یو پر درېیمه برخه، یو پر څلورمه برخه او یا د په معینو خوراکي توکو په کرایه نه ورکوي. 

د نسائی په مسند(سنن) کې له اسید ابن ظهیر څخه روایت دی چې پیامبر صل الله علیه وسلم وویل:

نَهَى رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسـلم عَنْ كِرَاءِ الأَرْضِ، قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللهِ! إِذًا نُكْرِيهَا بِشَيْءٍ مِنْ الْحَبِّ، قَالَ: لا، قَالَ: وَكُنَّا نُكْرِيهَا بِالتِّبْنِ، فَقَالَ: لا، وَكُنَّا نُكْرِيهَا عَلَى الرَّبِيعِ، قَالَ: لا، ازْرَعْهَا أَوْ امْنَحْهَا أَخَاكَ

رسول الله صل الله و علیه وسلم د کرنیزې ځمکې له کرایه ورکولو څخه منع کړې، ومو ویل: که هغه په دانه (د حاصلاتو په یوه برخه) په کرایه ورکړو؟ ویې ویل: نه کیږي. د حدیث راوي زیاته کړه؛ ورته مو وویل: که یې په واښو  په کرایه ورکړو؟ ویې ویل: نه کیږي. بیا یې زیاته کړه؛ ومو ویل: که یې د ربېع (په وړوکې چینه یا د اوبو په یوه برخه) په کرایه ورکړو؟ ویې ویل: نه کیږي. یا یې په خپله وکره او یا دې یې ورور ته ور وبښه.

له یادو حدیثونو څخه جوته شوه چې مزارعت د ځمکې په اجاره ورکول دي، که څه یې اجوره د ځمکې ځینې حاصلات وي او یا هم کوم بل شی؛ خو د مزارعت حرمت ترې جوتېږي. هغه څه چې له دغو دلیلونو ښه څرګندېږي، هغه د ځمکې بدله ورکول دي چې جواز نه لري، په ځانګړي ډول د مسلم له حدیث څخه چې په اړه یې صراحت لري:

چې رسول الله صل الله و علیه وسلم منع کړې چې ځمکه دې د حاصلاتو په یوه برخه په اجوره ورکړل شي.

او همدا رنګه د بخاري رحمته الله علیه په حدیث کې راغلي:

څوک چې ځمکه لري باید یې خپله وکري او یا دې اجازه ورکړي چې ورور یې وکري.

همدارنګه د نسائي په حدیث کې راغلي دي:

...هغه وکره یا دې یې ورور ته ور  وبښه.

نو ځکه د ځمکې بدله اخیستل جواز نه لري.

د یادو څېړنو او څرګندونو په ترڅ کې هغه څه چې ستاسو په پوښتنه کې راغلي دا دي، چې له لومړي کس سره ځمکه ده او دویم کس هغه کري... په دې سره ځمکه د مال اعتبار ځان ته اخلي او د مزارعت حکم پرې پلی کېږي. چې د مشارکت نوم ورکول به یې په حکم تاثیر ونه کړي او همغه مزارعت بلل کېږي، نو جواز نه لري. او همدا راز دغه مسئله که مزارعت د درې کلونو په ترڅ کې او یا وروسته له هغه وي، په شرعي حکم یې تاثیر نه کوي، ځکه چې شرعي حکم خپله عقد ته متوجه دی، نو څنګه چې ځمکې ته مال او یا نغدې پیسې بدله وټاکل شوه، په هر ډول چې وي باطل دي؛ همداراز په پورتنیو ذکرشوو دلیلونو سره په ښکاره ډول څرګندېږي.

ستاسو ورور عطا بن خليل ابورشته

۱۴۳۷هـ.ق د شعبان ۱۹

۲۰۱۶م د مې ۲۶مه

ژباړه: عثمان خالد


PDF Print Email
Views [ 768 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
غصب شوې ځمکه
پر دغه پوهېږم چې هر ډول غصب حرام دی، خو که دولت د خلکو ځمکې غصب او بیا یې وپلوري او یا داچې ودانۍ پرې جوړه کړي او بیا یې وپلوري؛ ایا پېرل او جوړول یې جواز لري؟ په داسې حال کې چې بل کس غصب شوې ځمکه واخ...
د اسلامي خاورو د دولتونو په اردو کې ګډون
۳ـ طلب النصره له هغو کسانو څخه کېږي، چې د قدرت خاوندان وي. فرق نه کوي، چې د ظالمو چارواکو په ساتنه کې وي یا نه وي؛ ځکه د تغیر موخه همغه ظالم او بېعقل حاکمان دي، چې اسلامي نظام نه تطبیقوي او طلب نصره و...
څرنګه له کفر او شرک څخه ډډه وکړم او له ايمان سره ومرم؟
د پورتنیو دلیلونو پر بنسټ د ایمان او کفر مدار، په زړه تصدیق او پر هغه ایمان لرل دي، نه پر خبره (وینا) او عمل(کردار)؛ ځکه خبره او عمل له جوارح (د بدن د غړو) افعالو څخه دي او دا دواړه د زړه له تصديق ...
اشتراک در اردوی دولت‎های سرزمین‎های اسلامی
شیخ بزرگوار! بنده پرسشی دارم مبنی بر این‎که آیا کار کردن و اشتراک در اردو یا لشکر دولت‎هایی که در حال حاضر در سرزمین‎های اسلامی هستند، جایز است؟ حال آن‎که حدیث رسول الله صلی الله علیه وسلم اشتراک در ل...

موضوعات جدید ...

ابتلاء در نعمت و تنگ‌دستی ابتلاء در نعمت و تنگ‌دستی...
هر کسی را الله به طریقی امتحان می‌کند. مثلاً به کسی ثروت یا قدرت سیاسی یا جایگاه اجتم...
ټرمپ د داعش او ښي لاسو سپين پوستو سختدري...
حَبلُ‌المـَتین (۲): د افغانستان د روان ح...
د کربلا له غمیزې څخه باید سم لیدلوری او ...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

چاره این بی چارگی چیست؟ حُکام، اکثریت مخالفین و زورمندان افغانستان در گرو بیگانه‎گان اند!
چاره این بی چارگی چیست؟ ح...
فرمانده عملیاتی استخبارات ماموریت حمایت قاطع در افغانستان در گفت و شنودی با خبرنگاران...
حَبلُ‌المـَتین (3): جست‌وجوی عزّت در خان...
کفر چو از کعبه خیزد، کجا ماند مسلمانی؟!...
يرغلګر او وسله وال مخالفین د روانو خونړي...
تحولات سیاسی در اقلیم کاتالونیا...